10/28/2014

د پښتو د یو زوړ فلم او نوي فلم د یوې یوې سندرې تقابلي جاج

 زما داجي (چې زه ورته سپین دادا وایم) اکثر ما ته د پښتو د پخوانو فلمونولکه مېرني ورو، دهقان، اوربل او یوسف خان شېربانو په رنګ د نورو فلمونو قیصې کوي ځکه چې هغه اوس هم د پښتو د فلمونو کتلو مشغله لري او چې زه کله هم کور یم نو د شپې د هغه سره د پښتو فلم که ګورم او کنه خو هغه راته اکثر د خپلې هلکوانۍ، د لېونتوب او د فلمونو د شوق خبرې کوي ـ کوم چې ما له خوشحالي هم راکوي او خفګان هم ـ خوشحالي په دې چې ځه شکر دے داجي مې دومره تنګ نظره نه دے او زما سره یو ځائے د پښتو پروګرامونه، د رباب منګي مجلس یا مشاعره هم ګوري او تپوس رانه پکښې هم کوي چې دا څوک دے او دا څوک دے ـ خو ولې نن مې د پښتو د فلمونو لټون کوو او یوه ډېره زړه سنده چې آصف خان په فلم کښې وئیلې او غږ د خیال محمد صېب دے (خدائے دې ورته روغ صحت ورکړي) خوند ئې راکړو او بار بار مې اورېده خو د دې تر څنګ مې هسې زړه ووئیل چې راشه لږ د نوي پښتو فلم سندره هم وګوره چې هغوي په کوم بام ولاړ دي خو ولې په ذهن کښې مې دا خبره وه چې نوي فلمونه خو د ټوپک، دښمنو او د ګډاګانو نه بهر نه راووځي خو یو عمومي جاج اخستو لپاره مې د پښتو د نوي فلم تماشبین یوه سندره وکته کوم چې ژړا راوسته او زړه مې غوښتل چې دا چا لیکلې او چا وئیلې هغه ته د تېلو کړے سُور کړم او ورته ئې وروغورځووم  ځکه چې نه یواځې ئې هغه ګډا شرمولې بلکې د ګډا سره سره لفظونه هم داسې چې نه ئې پښتو مني او نه ئې پښتونولي ـ

زه ستاسو سره هغه لیکلې شوې سندره (د شاعر نوم خو ئې راته نه دے معلوم) ستاسو سره شریکووم او لاندې به بیا هغه سندره هم شریکه کړم کومه چې په دې نوي فلم تماشبین کښې وئیلے شوې ـ انصاف په تاسو چې ما دغه بره کوم لفظونه د سزا لپاره لیکلي نو دا زما نه زیاتوالے خو نه دے شوے ـ
د زوړ پښتو فلم سندره څه په دا ډول وه :

د اوښکو د جرګو سره چې ستا کوڅې ته راغلم
لږ ترس وکړه پخلا شه زه دې بیا کوڅې ته راغلم
مغرورې زما مینې ته په سپک نظر چې ګورې
بیا خدائے خبر شه زۀ که دې سبا کوڅې ته راغلم
هغه خلوص د مينې هغه رنګ ستا د وفا نن
چې نه وينم په سترګو دا د چا کوڅې ته راغلم
پوئې نه شوم بیا د هغې بې وفا کوڅې ته راغلم
لږ ترس وکړه پخلا شه زه دې بیا کوڅې ته راغلم

آصف خان په دې کردار کښې داسې ښکاري لکه چې په مینه کښې ناکامه او بې وسه وي او آخر بې له دیدنه ناکامه د سندرې وروستو د هغه ځائے نه لاړ شي کوم چې په اصلي معنو کښې د دې دنیا د مئینانو ژوند ښائي ـ ډېر خلک به د دې سره اختلاف هم لري خو ولې که د حقیقت په سترګه ورته وکتلے شي نو قیصه هم دغسې ده ـ خېر په دې بحث کښې نه پرېوځو چې فلم کښې څه وو او څه نه خو بل خوا مې د یو داسې سړي د زوي د فلم سندره هم واورېده چې ټول عمر ئې د پښتو د فلم په دنیا بادشاهي کړې ده ـ د ارواښاد بدرمنېر زوي چې کومه سندره باندې ګډا کوله او کومې پېغلې ورسره ګډا کوله نو هغه لفظونه داسې وو چې نه خو پښتو ښکارېده او نه داسې ښکارېده چې دا به د دې خاورې حلالي بچي لیکلي او وئیلي وي ـ هغه لفظونه هم تاسو سره شریکووم :

ته چې سمبال ګرځې په نوي پوزیشن کښې

ښکلي دې فېل کړي په لندن کښې

اوس تاسو ووايئ چرته هغه د خپل وخت مشهوره، بامعنې او اثرناکه شاعري او آواز او چرته دا د پښتو په نوم د یو تور داغ آواز او دا لفظونه ـ که دا د پښتو کلتور او ادب وي نو زما ورته یو شل ګزه په دواړه لاسه سلام دے ـ نه مې دے پکار داسې کلتور او داسې ادب ـ د ځان سره دې سمبال کړي دا کلتور، دا فلمونه او دا آوازونه ـ چې نه پکښې د موسیقۍ خوند او رنګ شته او نه پکښې د رباب منګي آواز ، نه ئې په آواز کښې اثر شته او نه په ساز کښې ـ


هر څه په لوستونکو پرېږدم ـ فېصله په تاسو چې آیا دا لفظونه د پښتو ادب دے ؟
دا فلمونه د پښتو او پښتنو ثقافت دے ؟
دا موسیقي د پښتو موسیقي ده او کنه؟
د دې تپوس به څوک کوي چې په ارشد خان (د فلم جوړوونکے) ، شاهد خان، جهانګیرخان، عمران خان او یا دغه پېغلو پسې ورشي او جولۍ ورته وغوړوي چې خدائے ته وګورئ نور د پښتو ژبې او پښتون ثقافت پورې خندا مه کوئ ـ

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.