3/18/2015

زۀ افغان يم خو افغانستانے نه يم

د ډېرې مودې راهسې مونږ يو څو ملګري په دې سوچ کښې وو چې مونږ افغانان يو، پاکستانيان يو، پښتانه يو او که افغانستانيان يو۔  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ؟ هم دې سوچ مونږ دې نتيجې ته ورسولوچې مونږ څه یو او مونږ له څه کېدل پکار دي ـ اول خو دا چې مونږ پښتانه يو (نو افغانان هم شو ځکه چې ټول پښتانه افغانان هم دي) بيا پاکستانيان يو ځکه چې شين شناختي کارډ او شين پاسپورټ لرو ۔ د پولې دې اړخ ته اوسېدونکي ټول پښتانه، که هغه په پښتونخوا کښې دي او که په بلوچستان کښې, بايد په دې خبره سوچ وکړي چې که مونږ د ډيورنډ کرښه منو او کنه خو دنيا ئې مني او مونږ ټوله نړۍ د پاکستاني په نوم پيژني ـ ډېر خلک به دا ګیله هم کوي چې نه زمونږ پلار نيکه د افغانستان دي نو مونږ به څنګه هغه وطن هېر کړو ؟ دلته دا خبره په ډاګه کول پکار دي چې مونږ د کوم قانون لاندې ژوند کوو نو د هغي مشري څوک کوي؟ مونږ د چا لپاره منډي ترړې وهو، مونږ د کوم نظام د لاندې سبقونه وايو؟ مونږ د کوم نظام لاندې ټريفکي اصول خپلوو؟ مونږ د کوم نظام لاندې د پوليسو او فوجدارۍ مقدمې کوو؟ تر ټولو مهمه مونږ د کومې پيسې د لارې خپل ځان او خپل بچي پالو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ که په دې هر څه مونږ سوچ وکړو نو کيدے شي ډير څه مو ذهن ته راشي ۔
       اوس به راشو لږ د هغه خلکو اړخ ته څوک چې ډېر د افغانستان افغانستان چغې وهي ۔ په سياست کښې هم مونږ د وړوکوالي راهسې ډېرې چغي اوريدلې چې افغانستان زمونږ وطن دے افغانستان تر اټکه دے بلکې تر جهلمه دے ۔ بايد پښتون يو پښتونستان جوړ کړي او د ټولې دنيا پښتانه ورته راغونډ شي ،خو نن هم هغه سياستدانان د پاکستان دننه د هغه خلکو مرستيال دي څوک چې به هغوي د پنجابي استعمار او د پښتون د دشمن په نومونو بلل ۔ نو بيا ولې مونږ د افغانستان د پاکې خاورې بې عزتي وکړو او خپل ځان نه د دين کړو او نه د سادين ۔
         بله مهمه خبره دا هم ده چې د نن پاکستاني پښتون او د افغانستان په پښتون کښې ډېر فرق هم دے عن تر دې چې د افغانستان په پښتو د پښتونخوا پښتون ډېر په ګرانه پوهيږي ۔ بلکې مونږ تر اوسه لا په دې شش و پنج کښې يو چې مونږ ټيک پښتو وايو او که د افغانستان پښتانه ۔ هغوي دا دعوه کوي چې هغوي ټيک پښتو وائي او مونږ دعوېدار يو چې مونږ ۔ د افغانستان پښتانه چې د بلې ژبې څه نوے ټکے وويني نو زر ورله خپل ټکے جوړ کړي په کوم چې صرف هغوي پوهېږي لکه تيلي ويزون، راډيو، ټريفيکي تريجيدي او داسې نور۔ ولې دې اړخ ته پښتانه دا وائي چې کوم ټکے هم جوړيږي نو بايد په مشاورت سره جوړ شي ولې پښتون قام به څوک په يوه خبره متفق کوي؟ پښتانه پوهان لا په دې نه دي متفق چې زمونږ املا کومه ده ۔ د افغانستان پښتانه وائي چې تاسو پنجابيان يئ او د پنجاب د ژبې يعنې اردو نه متاثره يئ ځکه ستاسو اوږده ے مونږ نه ليکو او مونږ به اوږده ے داسې (ی) ليکوځکه چې مونږ پنجابۍ پښتو نه منو ۔ د دې نه ورته ډېر داسې ټکي شته چې د پښتونخوا پښتانه ئې يو رنګ ليکي او د افغانستان پښتانه بل ۔
       دا به پرېږدو او دې له به راشو چې مونږ حقيقت پسند څومره يو؟ مونږ اته شپېته کاله په پاکستان کښې تېر کړل، مشران مو وائي چې مونږ پاکستان نه منو او نه د دې خاورې سره زمونږ څه تعلق شته ۔ مونږ خو د پاکستان د جوړېدو او د پښتونخوا په پاکستان کښې د شاملېدو مخالفت کړے نو بيا ولې د پاکستاني قانون د لاندې ژوند تېرولو ته مو خپل ځان نيولے دے ۔ خبره اصل دا ده چې مونږ د کومې خاورې اوسېدونکي يو نو بائد هغه ومنو چې هم دا زمونږه خاوره ده او زمونږ وطن دے که مونږ ترې ډېر هم انکاري شو خو په حقيقت کښې کله هم د دې خبرې انکار نه شو کولے چې مونږ د دې وطن اوسېدونکي نه يو او يا دا زمونږ وطن نه دے ۔
      راځئ چې د نن نه دا خبره ښه په ډاګه ومنو چې آو زۀ افغان يعنې پښتون يم، زما پلارنے ملک هم دغه افغانستان دے خو لکه څنګه چې ډېر جرمنيان د نړۍ په يو شمېر ملکونو کښې آباد دي ، لکه څنګه چې ډېر هندوستانيان د پاکستان جوړېدوروستو پاکستانيان شول، لکه څنګه چې هر عربے ملک سعودي عرب ځان ته نه وائي بلکې عربيان دي خو وطن ئې بيل دے  او هم هغه وطن د دغه اوسېدونکو پېژندګلو جوړه شوې د کوم نه چې مونږ پښتنو له هم سبق زدۀ کول پکار دي ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.