7/13/2015

د شپږويشم جون د خط جواب ۔۔ د خطونو لړۍ


اختر مو بيا کلي ته راغے
د سيالۍ نه يم بې وسي مې ژړوينه

ګرانې سلامونه ، نېکې هيلې او احترامات مې قبول کړۀ

هيله لرم چې روغه جوړه به ئې او د ژوند نوي رنګونه به دې په ژوند راخواره شوي وي

په شپږويشتم جون ستا خط رارسېدلے وو چې د ګيلو،حسرتونو او ارمانونو ډک ښکارېدو ولې  په ما کښې ئې وينه وچه کړې وه ځکه چې يو خوا راته ځان ملامته ښکارېدو او بلخوا بې وسه ۔ بې وسه به يم يا نه يم خو ښکاري چې په زور مې ځان د بې وسۍ په زنځير تړلے دے ،نه لاس وهم نه پښې چې دغه زنځير مات کړم خو کيدے شي دغه زنځير ماتېدل مې د پښتو زنځير مات کړي ځکه چُپ يم، غږ نه کووم او نه وايم چې دا يو آسان زنځير دے چې ماتول ئې زما په وس کښې دي ۔
ستا ګيله په ځائے ده چې دومره لويه فېصله ما په يواځې سر څنګه وکړه؟ خو ګرانې زۀ هم مجبوره ووم، يو خوا راته کور په سر دے بل خوا د مزدورۍ او روزګار غم ۔ نه مې سبق ته پرېږدي او نه د کتاب مخ په هفتو هفتو وينم ۔ ته ما پېژنې چې زۀ سبق وايم نو د زړۀ نه ئې وايم او که د زړۀ نه نه وي نو ځان خلاصے رانه نه کېږي ۔ زۀ ټول عمر د ښه سبق قائله پاتې شوے يم او دا ځل ما ته داسې ښکارېدل چې دا سبق نه دے بس يو ضرورت پوره کول وو ځکه مې په نيمه کښې پرېښودو خو دا درسره لوظ کووم چې زۀ به د ماسټرۍ وروستو سبق ضرور پوره کووم ۔ په داسې شکل کښې به ئې پوره کووم چې ته به لکه د تېر وخت په شان په ما وياړې ۔
ستا د لاس نخښې ته په انتظار ووم خو لکه د انتظار سېوري ته به زۀ ټول عمر د ژوند غرمې تېرووم او دغه غرمې به کله هم د وريځ يا د رحمت د باران شکل وانخلي خو ځۀ خېر چې په څه کښې ته خوشحاله ئې نو کوه زما خوشحالي ستا خوشحالي ده ۔
تۀ وائې د ځان خيال ساته ، زۀ خو د ځان خيال ساتم خو زما ځان زما خيال نه ساتي ۔ ما ټول عمر د نورو خيال ساتلے، د ژوند په هر ډګر مې د ځان نه زيات د نورو د خوشحالۍ خيال ساتلے خو ژوند او د دې وګړو ټول عمر زما سره زياتي کړي دي ۔ زۀ چا هم نه يم خپل کړے او نۀ ئې خپل ګڼلے يم ۔ بس دغه د يواځيتوب احساس هر وخت زما سره لکه  د خپل سېوري ګرځي ۔ خو خوشحاله يم چې زما د لاسه هم څوک خوشحاله شته ، څه که زما عمر د سرو لمبو سره ډغرې وهي ۔
زما خوب پوره دے هم هغه شان لکه څنګه چې مخکښې وو خو دا ده چې هغه رنګ په آرام نه دے لکه څنګه چې ستا سره وو ۔ خوبونه، آرام، سکون، خوشحالي او ژوند د احساساتو نوم دے او زما احساسات تل ژوبل ژوبل او پرهر پرهر ما ته ګيلې کوي چې ولې آخر ولې زما د زړۀ په هره څانګه د غمونو سيلۍ راشي او ټولې شنې پاڼې ترې لکه د خزان د باد د ځان سره يوسي ۔ بيا هم ژوند دے، ژوند کول مجبوري ده ۔ خپله هڅه کووم چې دومره څه وکړم چې د تېر ژوند په رنګ د خلکو نه جُدا پاتې شم ۔
ګرانې ! روژه تېره شوه او اختر نزدې دے بيا اختر دے خلک وائي چې اختر دے خو زما يقين نه راځي ځکه چې داسې ښکاري چې په ما لا اختر نه دے راغلے ۔ خو د ژوندو سره ژوند کوو نو اختر به هم نمانځو ۔ تۀ هم اختر تېر کړۀ، ښه په خوشحالو چې ګورئ څه کمے پکښې ونه کړې ۔ اوس به ډېر اخترونه د يادونو په وسيله تېروو ۔
تا وئيلي وو چې څه ليکل راته راولېږه خو نه پوهېږم چې څه درته راولېږم بس دوه شعرونه درته صرف ليکم نور به درته بيا راولېږم چې کله مې د زړۀ آواز لفظونو ته بدل شي ۔ ۔

چې ژوند مې ستا دے خوشحالي ده د سکون ورځې دي
د مينې کور کښې د يو ښکلي شان ژوندون ورځې دي
پېښور ښۀ وو په دې لوئے ښار کښې مې زړۀ تنګ شوے
دلته کښې ګرانې اوس د اوږد شواخون ورځې دي

د ځان ، مورجانې او د داجي ډېر خيال ساته ۔ ۔

ستا په مينه ژوندے
ستا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.