3/22/2016

د شاعرۍ نړيواله ورځ او پښتانه شاعران


زۀ په دې کښې هېڅ شرم نه محسوسووم چې د نن پورې ما ته دا معلومه نه وه چې يويشتم مارچ هر کال د ”شاعرۍ نړيواله ورځ“ په توګه نمانځل کېږي خو زما په خيال لکه زما به ترې ډېر شاعران (په خصوصي توګه پښتانه شاعران) نه وي خبر چې د شاعرۍ لپاره هم په نړيواله توګه يوه ورځ مخصوص کړې شوې ده ۔ د خوشحالۍ خبره ده چې نړۍ د شاعرانو قدر کوي او دومره په درنه سترګه ورته ګوري خو د فکر او افسوس خبره دا ده چې پښتون قام لا تر دې دمه شاعرانو ته ”وزګار خېل“ وائي ۔ بيا سوچ کووم چې دا څه عجبه نه ده که پښتون شاعر يا شاعرې ته سپک ګوري ځکه چې هغه نه خو منطق مني او نه دليل ۔

          بيا هم پښتون شاعر ځان له زړۀ خوري، کله ټوله ټوله شپۀ ويښ وي او د زړۀ ټوله غصه په قلم وباسي، بيا چې کله قلم ستړے کړي نو خپله ئې هم د زړۀ زور ختم وي خو ورسره د شپې د تيارې زور هم ختم وي او اکثر سحر ويده شي لکه اباسين صېب چې وائي :

          په سترغلو کښې مې پړسوب راشي
          نمر چې راوخېژي نو خوب راشي

شاعران د قام سترګې وي نو ځکه خو چې ټول قام ويده وي دوي ويښ شي او غواړي چې خپل دغه ويده قام د قلم د لارې راويښ کړي ۔ د اميرکروړ بابا نه واخله تر خوشحال، رحمان، حمزه، قلندر او ننني شاعرانو پورې زياتره هم په دې هڅه کښې دي چې خپل ليکونه په خپلو پېسو چاپ کړي او بيا ئې پښتنو ته ويړيا ډالۍ کړي ځکه چې په پېسو هيڅوک د پښتو کتاب نه اخلي ۔ خو بيا هم اکثر پښتانه شاعران يا ليکوالان چې خپل کتاب پښتنو ته ورکړي نو يا خو ئې ترې په نه زړۀ واخلي او يا ئې وغورځوي او د ځان سره پکښې دا هم ووائي چې ”ځه مړه دا وزګار دے، د پښتو کتاب هم لا څوک ګوري“ ۔ ځکه خو ما پخپله ډېر ډالۍ شوي کتابونه د سړکونو په غاړه يا په کتابي مېلو کښې کتلي دي ۔

          په دې کښې يواځې پښتون لوستونکے ګنهګار نه دے بلکې ليکوال هم پکښې برابر شريک دے ځکه چې لا هم په پښتو کښې هغه موضوعات نه دي کارول شوي کوم ته چې په نړيواله توګه هر يو لوستونکے اړتيا لري او يا د هغې لپاره د نورو ژبو کتابونه ګوري ۔ دا هم په خپل ځاے سمه خبره ده خو د دې لپاره هم اول دومره زده کړه پکار ده چې په نورو ژبو پښتون پوهه شي، بيا ئې ولولي او خپلې ژبې ته ئې واړوي ۔ که ژباړي ئې نه نو بيا په دغه مېدانونو کښې دومره تعليم ضروري دے چې د خپل ذهن اختراع وکړي ۔

          د شاعرۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت بايد دا خبره هم وشي چې د پښتو په شاعرۍ کښې څه دي؟ نن د پښتو شاعري په کوم ډګر ولاړه ده او کوم اړخ ته روانه ده ؟ د امير کروړ بابا نه واخله تر حمزه بابا، بيا قلندر مومند، سېف الرحمان سليم، همېش خليل، صاحب شاه صابر او رحمت شاه سائل پورې که مونږ خبره وکړو نو ټولو د وطن د مينې سندرې وئيلي، خلکو ته ئې يو پېغام ورکړے خو دغه ملي سرودونه څومره پښتنو ته رسېدلي؟ او څومره پښتانه دغه خوښوي؟ څومره پښتانه خپل دغه شاعران پېژني او ورته احترام لري؟ دا بحث بې فائدې ځکه دے چې يوې خاصې ټولنې دغه ټول که نه وي نو د نن دور د شاعرانو پشمول په دغو کښې زياتره د وطن او خاورې د غدار په توګه پېژندلي، که غدار نه وي نو کم ازکم د دين (اسلام) خلاف ئې ضرور پېژني خو د وطن، خاورې، ژبې او کلتور د امين په توګه ډېر کم پښتانه (ځوانان او پېغلې) نن هم دغه شاعران نه پېژني ۔ خو حکيم خان بونېرے، لقمان شينواري يا د خودکشه دهماکې، سترګې مې برغې تماچې دي، سمه پتاسه ئې جينۍ، سمه امرسه ئې جينۍ او داسې ډېرو شعرونو چې په نن دور کښې پښتو شاعرۍ ته کوم زيان رسولے په هغې هېڅوک خبرې نه کوي ۔ ولې ئې نه کوي دا خو به د پښتو ستر ليکوالان ځواب کړي ځکه چې زما غوندې د ادب يو وړوکے او نوخېزه زده کوونکے د دوي په مخکښې خُله هم نه شي پرانستے نو د پښتو د تباهۍ پوښتنه به ترې څوک وکړي ۔

          د دې نه ورته يوه بله مهمه بلکې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پښتو که په حقيقت کښې وکتلے شي نو يواځې هغه چا له لوستل ورځي چې ورسره څه علاقه لري يعنې يا خو ئې زده کوونکي وي ، يا ليکونکي او يا ښوونکي وي ۔ بلکې داسې ډېر ښوونکي مې هم ليدلي چې وائي د پښتو نوې املا مو نه ده خوښه ځکه چې مونږ پرې نه پوهېږو او پښتو ئې ګرانه کړې ده ۔ د دې پر شا څه کيدے شي، څوک کېدے شي؟ د يهودو او نصاراؤ سازش يا زمونږ د خپلې ژبې نه لرې والے ؟ په حقيقي معنو کښې لا هم مونږ ته ډېر کار پروت دے او هم د دغه کار لپاره د نن ځوان کُول بايد دا خبره محسوسه کړي چې په نړيوال کچ که د مورنيو ژبو نړيواله ورځ نمانځل کېږي او که د شاعرۍ نړيواله ورځ، نو دا هر څه زمونږ دپاره لا نه دي ځکه چې نه خو مونږ د مورنۍ ژبې حق ادا کړے او نه مو لا د شاعرانو پېغامونو ته احترام لرلے ۔ که مونږ نن د پښتون په حېث سوچ وکړو نو د بدقسمتۍ نه هېڅ يو تن دې ته تيار نه دے چې پښتو زدۀ کړي، پښتو کښې سبق ووائي او پښتو نورو ته ورسوي ځکه چې ورته پکښې هېڅ معاشي ګټه نه ښکاري ۔ دا معاشي ګټه به څنګه راځي؟ په سياسي کچ خو دا ممکن ځکه نه ده چې په پښتونخوا کښې پينځه کال هغه خلکو هم حکومت وکړو چا چې د پښتو او پښتونولۍ په نوم د خلکو نه ووټونه واخستل خو پښتو ئې په ائيني توګه يا د اسمبلۍ د لارې لازمي ونه ګرځوله ۔ او د نن د صوبې د مشرانو نه خو به ګيله نه کوو ځکه چې د هغوي په مخکښې څوک د پښتو خبره کوي نو په سر کښې ئې ډز کېږي ۔

          سوال دا دے چې د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر خلک کار کوي خو پښتو لکه څنګه چې د خوشحال خان خټک په دور کښې بکره پرته وه هم هغه شان لا اوس هم بکره پرته ده ۔ نه خو ئې ځوان خپلوي او نه پېغله، او يا پېغلو ته په دې وطن کښې دا حق نشته چې د پښتو ادب ، ژبې يا شاعرۍ لپاره خپل توان وکاروي ۔ د بدقسمتۍ نه د پښتو ادب پشمول د نړۍ په ادب کښې د ښځو کردار د نيشت برابر دے او هغه د زېتون بانو بي بي خبره چې ښځه که د مشرق ده او که د مغرب لا هم محکومه ده، خپل حق ورته نه ملاوېږي نو څوک به ترې څنګه دا ګيله وکړي چې د ادب لپاره خپل کردار نه ترسره کوي ۔

          ما څه وليکل او څه مې ليکل غوښتل په دې زۀ نه پوهېږم خو د شاعرۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت يو وارې بيا دا خواست کووم چې دا ژبه د هر پښتون ژبه ده ، د دې زدۀ کول په هر پښتون (ځوان او پېغله) لکه د عبادت فرض دي ځکه چې هم دا زمونږ پېژندګلو ده او که چرته دا ژبه نه وي نو نه به مونږ پښتانه پاتې شو او نه به مو څوک د نړۍ په تاريخ کښې ياد وساتي ځکه چې ژوندي قامونه خپله ژبه ژوندۍ ساتي ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.