4/06/2016

د درېم اپرېل دوه زره اووم نه تر درېم اپرېل دوه زره شپاړسم پورې

 په ميلادي کال دوه زره اووم د اپرېل د مياشتې په درېمه نېټه د زوړ سخاکوټ (ملاکنډ) د کلي نه يو سړے تلے وو او بيا رانغلو ۔ څه به راشي چې د خپل کلي خلک يې وايي ښه ده چې مړ شو مونږ ترې بې غمه شو ۔ د دوه زره دولسم ميلادي کال د جون د مياشتې خبره ده چې ما او عامر عالم دا فېصله وکړه چې مونږ به په سخاکوټ کښې په صاحب شاه صابر يوه ادبي غونډه کوو ۔ دا فېصله چې څومره مونږ ته اسانه ښکارېده د هغې نه يو په سل مونږ ته ګرانه پرېوته ځکه چې څه زۀ نوے ووم په کلي کښې او څه عامر عالم د چارسدې وو ۔ خو بيا هم مونږ د ډاکټر صېب يو ډېر نزدې ملګري تجمل حسن قائل صېب له لاړو او ورته مو ټوله قيصه وکړه ۔ هغه ډېر خوشحاله شو او وئيل يې چې زما نه څه کېږي کووم به ۔ بيا مو شروع وکړه او د هر هغه کس پسې لاړو چې د صاحب شاه صابر صېب سره يې يارانه وه، مينه يې ورسره لرله او يا ورسره په محفلونو کښې پاتې شوے وو ۔ ډېرو  خلکو د هغه په ژوندوني دعوې به کړې وي خو ياري هغه ده چې د مرګ نه پس هم وپاللے شي ۔ په وړومبي فرصت کښې مونږ د هغه د محفل مشر ملګري او د ملاکنډ د شاعرانو سرخېل رحمت شاه سائل صېب له باچاخان مرکز ته لاړو ۔ زۀ دلته دا نه وايم چې سائل صېب مونږ سره په کوم انداز ملاؤ شو او بيا يې په کوم انداز زمونږ سره يوه ګنټه تېره کړۀ خو الله دې ښه ساتي راته يې ووئيل چې زۀ به راځم ۔ مونږ خوشحاله شو او دهغه ځايه راووتو، لاړو هارون منشن ته چرته چې د پښتنو د قامي تحريک يو بل سرخېل او نامتو وکيل لطيف افريدے خپل د وکالت دفتر لري ۔ مونږ په نااشنائۍ کښې ورغلو او ورته مو ټوله قيصه تېره کړه، هغه سائل صېب ته ټيليفون وکړو او تپوس يې ترې وکړو چې دا هلکان پېژنې؟ سائل صېب چې ورته هر څه وئيلي خو هغه مونږ له لس زره (۱۰۰۰۰) روپۍ راکړې او ويې وئيل چې که زۀ راغلم او کنه خو که زما لائق څه وي نو زۀ حاضر يم ۔ خداے دې راته ژوندے لري ۔ اسد دانش لالا راته هم په روڼ تندي خپل هر خدمت ته غاړه کېښوده او د بلنې ټول کارډونه يې په خپله خرچه چاپ کړل ۔ دغه رنګ ډاکټر خالق زيار صېب، ډاکټرامين تنها، قائل صېب، ډاکټروحيد صېب او عبدالرحمان ستي د خپل وس تر حده مونږ سره مالي مرسته وکړه ۔ د صوابۍ، بونېر، بټ خېله، پېښور، تهانه او ملاکنډ نه ګڼ شمېر خلکو د جولائۍ په وړومبۍ نېټه په دغه دستوره کښې ګډون وکړو او ښه درنه غونډه وشوه ۔ په دې کښې ډېرې ستونزې هم وې، د ملاکنډ ضلعې د اے اين پي مشر شفيع الله (چې د نېک عمل خان زوے دے) مونږ ته پکښې دا هم ووئيل چې صاحب شاه څه کړي دي؟ مونږ هغه ته څه ووئيل او په کوم حالت کښې بيا هغه په دغه دستوره کښې ګډون کړے وو زۀ هغه نه ليکم، د هغې ګواه عامر عالم دے ۔

د دې ټولې قيصې مطلب دا دے چې صاحب شاه صابر مړ شو، د هغه سره په ژوندانه هم ډېر زياتي شوي وو خو د مرګ نه پس چې ورسره د بې وفائۍ کوم زياتي روان دي هغه د زغم وړ نه دي ۔
کال دوه زره اووم نه واخله تر کال دوه زره شپاړسم پورې نهه کاله وشو، د هغه يارانو هغه څومره ياد کړے او څومره يې د هغه کار خلکو ته رسولے دا يو سوال دے کوم چې ځواب ته اړتيا لري ۔ زمونږ د شاعران، اديبانو او ليکوالانو تر مېنځه اختلافات څه نوې خبره نه ده، او هم دا وجه ده چې په يو پروګرام کښې يو ناست وي نو بل نه راځي ځکه چې بيا يې د صدارت په کرسۍ جګړه وي او که يو له يې ورکوې نو بل درنه خفه کېږې ځکه زۀ وايم چې په پروګرامونو کښې سټېج هډو پکار نه دے ۔
دا دے بيا درېم اپرېل تېر شو، نهه کاله وشو او په دې نهه کاله کښې زما په خيال يواځې د پېښور نه اسرار اتل ځي او د صاحب شاه صابر د تلين په مناسبت غونډې کوي ۔ زۀ په دې کښې هېڅ شک نه ګڼم چې که عامو خلکو صاحب شاه صابر پېژندلے نو دا پرې اسرار اتل پېژندلے چې دغه "سړے" يې د رېډيو او نورو ادبي پروګرامونو د لارې ټولو پښتنو ته وښودلو ۔ دغه "سړي" د پښتون قام لپاره، د پښتو ادب او کلتور لپاره څه کړي دي، دا هم زما په خيال لا تر دې دمه ډېر د پښتو دانشوران او ليکوالان نه مني او يا د هغه خلکو نه هم هېر شوے څوک چې د هغه له وجې نن د پښتو عالمان حسابېږي ۔ دا هم د هغه د مطالعې زور وو چې د خپل محفل د شاعرانو او اديبانو سره يې شريکه کړه اوخپلې زدۀ کړې يې د ځان نه نورو ته منتقل کړې ۔ نن هغه خلک صاحب شاه نه يادوي خو دا څه لويه خبره نه ده، سبا به دوي هم د دې دنيا نه ځي او د دوي ملګري به هم دوي په يو کال دوه کښې داسې هېر کړې لکه څنګه چې دوي خپل يار "صابر" هېر کړے وو ۔ د "صابر" دا شعرونه ټيک وو چې:
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلک سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي

کال دوه زره شپاړسم د اپرېل د مياشتې په درېمه نېټه يو لس پينځلس کسان د "صابر" په قبر راجمع شو او د هغه تلين يې ونمانځو ۔ څوک د پېښور نه لاړل، څوک د سخاکوټ وو او څوک د چارسدې نه خو د هغه په قبر يې حاضري ولګوله ۔ په هم دغه ورځ په درګۍ کښې هم يوه  غونډه وه چې ورته د ملاکنډ نه ورته د اسلام اباد، صوابۍ او پېښور خلک راغلي وو ۔ په دغه خلکو کښې ډېر د "صابر" د محفل ملګري هم وو او په ژوندوني يې ډېر د خمار وختونه تېر کړي وو خو نن د دغه خلکو نه هغه هېر دے او دومره وخت نه لري چې په درېم اپرېل درګۍ ته خو ځي خو په لارې کښې پروت د صابر په قبر سلام واچوي ۔ د "صابر" هغه ملګرو ته خو ډېر پخوا هغه پخپله وئيلي وو:
څوک مې د جام ملګري څوک مې د غزل ملګري
زما په دې ښار کې بلها دي د محفل ملګري
د چا پښې ماتې وې د چا لارې ته ملا ماته وه
ما به ترڅو پورې په ځان پسې راښکل ملګري
د زلفو سېوري ته د سور انګار خبرې کوي
خو د حالاتو په غرمو نه دي د زغل ملګري
ښکلي که هر څو کبرژن شي ستا پرې څه صابره
ستا د محفله چې يو لاړ شي راشي سل ملګري
او داسې ښکاري چې د "صابر" د دغه ملګرو هم د حالاتو غرمو ته يا د يارانې پاللو ته ملا ماته ده ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

2 comments:

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.