5/17/2016

زما د لرې وطن ياره ۔ ۔ ۔ ځواب

اوولسمه مئي دوه زره شپاړسم ۔ ۔ کراچۍ

د پردي ښار په رنګينو کې رانه ورک نه شولې
ستا دروغژن ارمان مې هره شپۀ خوبونه يوسي

ګرانه ياره سلامونه مې قبول کړۀ
ستا خط راغلے وو او ډېر وخت وشو خو نه پوهېږم چې ولې ما په وخت ځواب درنه کړو او په نن سبا کښې پوره څلور مياشتې تېرې شوې ۔ کېدے شي زما مصروفيات وي خو نه دومره خو مصروفه نه يم چې يو څو ساعته د خپل يار په نامه نه کړم او د هغه د زړۀ نه وتلي ټکي (يا څه غلط فهمۍ) د ځوابولو وخت ولرم خو بيا هم بخښنه غواړم چې په وخت مې ستا ټکي ځواب نه کړل ۔
جانانه ! تا په خط کښې ليکلي وو چې مسافري ګران کار نه دے ځکه چې تا زما نه زيات څوک په پردي وطن کښې خوشحاله نه دے ليدلے ۔ زمونږ د يارانې کلونه وشو خو کېدے شي چې لا د ژوند د هغه پړاؤونو ذکر ما ستا سره نه وي کړے يا د هغې موقع نه وي راغلي کوم چې د تېرو يوولسو کالو راهسې ماته لکه د دېوالونو هر ځاے کښې د يادونو د تندر په شکل کښې ودرېږي او کله کله مې ټوله شپۀ خوب ته هم نه پرېږدي ۔ دا به زما کمزوري وي او يا کېدے شي زما طاقت او ما مخ په وړاندې بوتلو ته هڅوي ۔ ما لا د ژوند ټکے په اصلي معنو کښې نه دے محسوس کړے او يا داسې به ووايم چې د ژوند خواږه مې لا تر خُلې کړي نه دي ولې ؟ د چا د لاسه؟ د چا لپاره؟ دا يو ځان له بحث دے چې کله به يې په خپل وخت وکړو ۔
ستا ګيله دا هم وه چې زۀ د ژوند نه په منډه يم ، د ژوند نه منډې وهم او يا په تېرو وختونو پسې منډې وهم ۔ زۀ د ژوند نه منډې وهم زۀ دا منم، زۀ يواځې خوشحاله يم زۀ دا هم منم، زۀ د ژوندون د ټکي نه ويره کووم، زۀ دا هم منم ، زما د رڼاګانو د ژوند نه د تيارو ژوند خوښ دے زۀ دا هم منم ، زما د ورځې نه شپۀ خوښه وي زۀ دا هم منم، زما د خپلو نه پردي خوښ دي زۀ دا هم منم خو د دې په شا د پوره پينځويشت کالو قيصې دي، هغه قيصې چې لا ما د زړۀ دننه ساتلي او غواړم به چې په ليکلي شکل کښې يې د خپل ژوند نه وروستو پرېږدم، چې څنګه خلک د ژوند نه لرې بوتللے کېږي يا څنګه د يو سازش د لاندې د رشتو هغه مضبوط نومونه کمزوري کولې شي چې مونږ ترې خلاصېدلے نه شو يا څنګه د ارمانونو زنځير د خپلو خپلوانو د لاسه کړۍ کړۍ شي او بيا په ټول عمر کښې د رغولو يواځې ارمان پاتې شي ۔
تا دا ګيله هم کړې وه چې زۀ يواځې ژوند نه کووم بلکې زما سره د ډېرو خلکو ژوند تړلے شوے دے، بې له څه شکه تړلے شوے دے خو تړلے نه دے ۔ ګرانه ياره ! زۀ د يو داسې سفر مسافر يم چې هر خوا رانه د خودغرضۍ سمندر تاؤ دے، زۀ يې يواځې په مېنځ کښې ګېر کړے يم او هېڅ داسې څوک نشته چې زما په احساساتو، جذباتو يا په ارمانونو ځان پوهول غواړي ۔ زۀ د رشتو نه انکاري نه يم خو دا هم په جار وايم چې
مينه کوي خو بس د خپلې خوشحالۍ دپاره
د دې رشتو د دې شفقت په کور دې اور پورې شي
خو د دې مطلب کله هم دا نه دے چې ما دا هر څه پرېښودي دي بلکې زۀ يې پالم او تل به يې پالم ځکه چې که څه هم وي زما رشتې دي خو زما د ژوند سره د شوو لوبو ذمه وار زۀ څوک وبولم؟
ها يوه خبره دا هم تا کړې وه چې اوس زما د ژوند يوه برخه هم جوړه شوې، بالکل جوړه شوې خو څنګه جوړه شوې؟ چا جوړه کړې؟ ولې يې جوړه کړې؟ په کومو حالاتو کښې يې جوړه کړې؟ زما او د هغه انسان جذبات څه غواړي؟ زما او د هغه انسان په سوچ کښې څومره فرق دے؟ زما او د هغه انسان په خبرو کښې څومره تضاد دے؟ زما او د هغه انسان د ژوند تېرولو په طريقو کښې څومره فرق دے؟ دا خو زما د ژوند برخه اوس جوړه شوه، د دې نه وړاندې بلکې شپږو کالو راهسې زما د ژوند يوه برخه د مخکښې نه موجوده وه او ده، زما د هرې سختې او هر تکليف لويه سهارا، زما ډاډ او زما مرستيال، هغه انسان سره څه وکړم؟ هغه هم زما په ډاډ ژوند کوي او زۀ دا په جار وايم چې که نن ما دوه ټکي زدۀ کړي يا مې دوه کسان پېژني نو د دې په شا هغه ډاډ دے چې زما د ګران ژوند دغه برخې ما له راکړے دے ۔
دلته د يو نه د درې انسانانو د ژوند خبره ده خو ما کله هم په دغه درې انسانانو له د تکليف ورکولو سوچ هم نه دے کړے او زۀ لا روان يم، تر څو چې مې په بدن کښې ساه غړېږي نو زۀ به خپل دغه سفر روان ساتم ۔ که په دې کښې ما ته سل نه زر هم نه په لکونو يا کروړونو مصيبتونه راځي زۀ ورته تيار يم ۔ خو د يو انسان په توګه لا زۀ د خپل ژوند د نوي سفر نه مطمئن نه يم او کېدے شي زما دا بې سکوني او بې اطميناني  تر عمره عمره پاتې شي ۔  (دا قيصې ما زمونږ شريک يار عامر ته هم کړي دي ځکه چې ډېرې خبرې د ليکلو نه وي)
تا وئيل د خپلو نه ځان مه شُوکوه، ما ځان نه دے شوکولے او نه يې شوکولے شم ځکه چې که ما د خپلو ارمانونو قرباني ورکړې نو هغه د خپل هغه جنت لپاره وه چې زۀ ورته په کتو خوشحالېږم ۔ په تېرو وختونو کښې د دغه جنتي انسان سره هم ډېر زياتي شوي او هغه زما نه کله هم نه شي هېرېدلے ځکه چې کله زۀ نه ووم نو تکليفونه، مصيبتونه، پېغورونه، وهل ټکول، کنځل تر دې چې د خپلو خلکو له خوا هم هغه جنتي انسان ته سپورې ستغې وئيلې شوي دي او زۀ خوشحاله يم چې نن زما له کبله هغه اوچتې سترګې ګرځي ۔
په اخر کښې صرف دا وايم چې انسان څنګه د بهر نه ښکاري داسې دننه نه وي، انسان چې څومره بهر خلکو ته ځان خوشحاله ښکاره کوي دومره هغه دننه هره ورځ مړ کېږي او ژوندے کېږي ۔ بهر که د خلکو سره خاندي خو چې په کوټه دننه شي، ځان ته تياره کړي نو په هغه وخت کښې د تېرېدونکو حالاتو عکاسي نه په لفظونو کېږي او نه يې دا دنيا مني خو بيا هم ژوند دے ژوند به کوو او لا روان دے ۔ بېلات زما په کتاب کښې نشته او ګټه مې لا ترلاسه کړې نه ده ، چې ترلاسه شوه نو بيا به زۀ هم مطمئن شم او د ژوند کړمې به هم ختمې شي ۔
زما ياران دې اباد وي
د ښه ژوند او ډېرو خوشحالو په هيله
ستاسو نه قربان
محمدعمران
کراچۍ

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.