8/06/2018

د باړه ګلۍ يخې هواګانې، دانشوران او پښتو



د باړه ګلۍ په يخه او واورينه فضا کښې د پښتو په اړه خبرې روانې دي، دا به ډېرې ګټورې خبرې وي، پښتو ادب، ژبې او د دې د پرمختګ په لاره کښې به بلها نوره پنګه زياته کړي ځکه چې په دې کښې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ‘دانشوران‘ رابلل شوي دي۔ دا به وروستو معلومېږي چې څوک په کوم بنياد رابلل شوي وو او د پښتو ادب په مېدان کښې يې کومه نوې کارنامه ترسره کړه خو له دې هر څه پرته څو مهمې خبرې کتل ضروري دي۔
لومړۍ او تر ټولو مهمه دا ده چې د دې کنفرانس ضرورت ولې راپېښ شو؟ دې غونډې ته د پښتو لومړے نړيوال کنفرانس نوم ورکړل شوے دے۔ ښه خبره ده بلکې دا ډېره ضروري وه چې د پښتو په نوم د نړۍ پوهان راوبلل شي او په هغه ټولو ستونزو بحث وشي کومې چې په دې دور کښې د پښتو ژبې او ادب د ودې په لار کښې خنډان دي۔ داسې يو کنفرانس په ۱۹۹۱م کښې هم شوے وو چې پکښې د پښتو لپاره نوې املا غوره کړے شوې وه۔ هغه کنفرانس کښې اوولس فېصلې شوې وې او په اوولس فېصلو کښې چې کوم خلک شريک وو نو هم پکښې ډېرو خپله دغه املا بيا نه منله، بلکې لا يې هم منلو ته تيار نه دي۔ له بده مرغه نن هم په دې کنفرانس کښې هغه خلک موجود دي چې دغه املا نه مني۔ که څه هم د پښتو لپاره دې نوې املا ډېرې ګټې راوړي او پښتو ژبه يې د ليک په بڼه ډېره زرخېزه او تر ډېره حده مکمله کړې ده۔ نن بيا دغه ‘لويې لويې نامې‘ رابلل شوي او بيا به لويې لويې دعوې کېږي۔ خو مونږ د پښتو ژبې د يو زده کوونکي په حېث به دا ګورو چې په عملي توګه به دا کنفرانس څومره ګټې پښتو ادب او ژبې ته راوړي۔ بله دا چې د ۱۹۹۱م په کنفرانس کښې کومې فېصلې شوې وې او په کوم ليکدود کښې هغه ليکل شوې وې، هغې په خپله د نوي ټاکل شوي ليکدود نفي کړې وه۔ يعنې هغه ليکدود چې غوره بلل شوے وو، يا جوړ کړے شوے وو، په اعلاميه کښې يې هم هغه ټکي نه وو کارولي۔
دوېمه مهمه خبره دا ده چې پښتو څانګه او پښتو اکېډمي د کومو ستونزو سره مخ ده د هغې ګيلې د دې واکداران په خپله کوي نو بيا باړه ګلي ولې؟ هلته د خلکو د رابللو لپاره به څومره پېسې خرچ کړل شوې وي؟ د دې حساب به د پښتو د زده کوونکي په حېث زه او داسې نور ملګري ضرور غواړو او هيله مند يو چې د اکېډمۍ چلوونکي مشران به په دې خاطر نه درنوي چې مونږ له دې ټولو خرچو او د دې له منبع خبر کړي، ځکه چې د پښتو اکېډمۍ سره هر وخت د پېسو کموښت وي نو بيا ولې دومره لرې تګ ته ضرورت راپېښ شو؟ ايا دا کنفرانس په پېښور پوهنتون کښې نه کېدلو؟ دلته به يواځې ټاکل شوي خلک نه بلکې د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه د پښتو مينه وال راغلي وو۔ که چا نه رابلل هم نو په خپله خرچه پېښور ته راتګ څه دومره ګران کار نه دے۔ زما يقين دے چې په پښتو مئينو به ځان دې کنفرانس ته ضرور رارسوو۔ باړه ګلۍ ته رسېدل او هلته ځان له په خپله خرچه د اوسېدو بندوبست کول زما په رنګ د يو غريب د وس کار نه دے۔ بيا د پښتو مئينان خو اکثر غريب او بې وسه وي نو د هغوي لپاره ممکن نه ده چې دغه خرچې وزغمي۔
درېمه مهمه خبره دا ده چې ايا د دې راجوړوونکو دا خيال ساتلے چې د پښتونخوا د هرې سيمې ترڅنګ په کراچۍ (سندهـ)،بلوچستان، زړې قبايلي سيمې او داسې له هزارې پښتانه ليکوالان راوبلي؟ زما د معلوماتو ترمخه د کراچۍ نه هېڅوک نه دي رابلل شوي، د مهمندو ملګري ګيله کوي چې هغوي نه دي خبر، د بټګرام زرين پرېشان صېب هم وايي دوي نه دي خبر کړل شوي او داسې لا ډېر خلک به وي چې له دې غونډې خبر نه دي۔ نو بيا دې ته د پښتو اکېډمۍ سيمينار خو ويلے شو خو د ټولو پښتنو سيمينار ورته کله هم نه شو ويلے۔ زه د نورو ځايونو خبره نه کووم خو په کراچۍ کښې لږ تر لږه ديارلس ادبي ټولنې دي چې پکښې يوه جرس ادبي جرګه هم ده۔ زه په خپله د هغې يو وړوکے ګډونوال پاتې شوے يم او د طاهرافريدي صېب، ماښام خټک، امان افريدي، رياض ساحل، فضل عزيزبونېري او داسې نورو ملګرو په کوششونو دغه جرګه لا کار کوي۔ د دي ترڅنګ اتفاق پښتو ادبي جرګه په بنارس کښې وجود لري۔ داسې که د ټولو نومونه اخلو نو ګرانه به شي خو د کراچۍ پښتانه د خپل وس ترمخه د پښتو خدمت کوي نو هغوي له پامه غورځول نه يواځې د دغه خلکو بلکې د پښتو ژبې سره زياتے دے۔ دغه خلک په پردۍ خاوره او پردو شګو کښې د پښتو (مور) خدمت کوي۔ د هغوي نه رابلل څه پېغام ورکوي؟
څلورمه مهمه خبره دا ده چې مونږ وينو چې د پښتو ادب په مېدان کښې ډلې پرې جوړې شوي دي او په دې کنفرانس کښې يې هم پوره پوره نخښې ښکاري۔ د يو چا سره که د هغه د شهرت، کار يا زيار په حواله د چا اختلاف وي نو کوي دې خو چې کله خبره د پښتو او بيا د يوې سرکاري اکېډمۍ راشي نو په هغې له ډلو پرو ځان ژغورل د مشرانو ذمه واري ده ځکه چې دا اکېډمي د يو چا نه بلکې د ټولو پښتنو شريکه ده۔ هر پښتون دا حق لري چې په لوے زړه ورته هرکلے وويل شي۔ په دې کنفرانس کښې داسې ډېر خلک هم بوتلل شوي دي چې هغوي له د پښتو سم ليک هم نه ورځي۔ که دانشوران داسې وي نو بيا خو دې د پښتو خداے مل شي۔ هسې هم پښتو څانګه او پښتو اکېډمي په شاړېدو ده نو که دا رويه هم داسې روانه وي نو بيا خو الله الله خير سلا۔۔۔۔
دلته يوه لويه ستونزه دا هم ده چې د استاذۍ په کرسۍ هغه خلک ناست دي چې بس وخت يې ډېر شوے دے، د ډاکټرۍ ډګرۍ يې اخستي دي، نور بيخي سدهم ته شين دے خو څوک په تنظيمي ډول مضبوط دي او د چا پره جنبه مضبوطه ده۔۔ بيا چې څوک د دغه خلکو مدحې وايي نو هغه تکړه دانشور دے او په هره غونډه کښې يې ګډون فرض دے۔ زه داسې د پښتو ډېر ډاکټران هم پېژنم چې د پښتو نوې املا ورته ګرانه ښکاري۔ داسې ډېر استاذان هم پېژنم چې د نوې املا په سر او پښو نه دي خبر خو لوے لوے ګرېډونه دي، لويې لويې تنخواګانې دي او ډېر پکښې رېټائرمنټ ته هم نزدې دي۔ نن دغه ټول په باړه ګلۍ کښې راجمع شوي دي، قيصې به کوي، اوږدې اوږدې مقالې به اوروي، د يو بل مدحې به وايې او که څوک پرې تنقيد کوي نو هغوي ته به سپک ګوري۔
سيمنار، کنفرانس، مقالې، مکالمې،ليکونه، کتابونه چاپول، د پي اېچ ډي ډګرۍ ويشل، په هغې په لکهونو روپۍ اخستل، دا هر څه به ورسره ومنو خو په دې به څوک بحث کوي کنه چې نن د پښتو څانګې څه حال دے؟ تېر کال پکښې درې کسانو داخله اخستې وه او دا کال اووه کسان دي۔ بل کال خداے خبر چې څوک به راځي هم او کنه؟ په داسې حال کښې به د مولانا عبدالقادر مرحوم خوب څوک پوره کوي؟ ايا د هغه خوب دا وو چې په باړه ګلۍ کښې اوږدې اوږدې مقالې او د يو بل مدحې ووايئ او کنه دا څانګه ابادول دي؟ د دې څانګې په نصاب غور کول دي؟ کله د جومات مُلا د دې څانګې مشر جوړ شي او هغه بيا خپل صفتونه کوي او کله بيا نور خانان راشي د پښتو په نوم د پښتو په مرۍ چاړې راکاږي۔ دا هر څه به تر څو روان وي؟ ايا د چا سره غم شته چې پښتو څانګه به څنګه ابادوو؟ ايا چا سره غم شته چې د نوي دور سره سم نصاب به څنګه جوړوو؟ ايا د چا سره غم شته چې نن په املا (ليکدود) کښې پښتنو ته کومې ستونزې راپېښې دي د هغې هوارے څنګه کېدے شي؟ ايا چا سره غم شته چې کوم زده کوونکي د پي اېچ ډي ډګرۍ اخلي نو د ځانه سره څومره د علم پنګه وړي؟ ايا د چا سره دا غم شته چې په لويو لويو تنخواګانو او څوکيو ناست خلک خپلې ذمه وارۍ څومره پوره کوي؟ ايا د چا سره دا غم شته چې د چا څومره صلاحيت دے نو هغه په سمه کرسۍ ناست دے؟ نه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ولې ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ بس قيصه به هم داسې وي که د نن دور د پښتو مئينان چپ وي ۔۔۔ دغه څو نومونه به ټول عمر د پښتو په نوم د پښتنو غوښې خوري۔۔۔۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.