9/30/2018

غزل


ګلې چې څومره دې زه خيال ساتمه
کاش که زما دې دومره خيال ساتلے
د بې وسۍ چغې سورې نه اوري؟
هر چا په زړه کښې تور دېوال ساتلے
ستا د بې ننګه عادت هېڅ نه وايم
ما درته خپله سينه ډهال ساتلے
د زمانې سره د تلو نه يمه
ستا په نامه باندې مې فال ساتلے
پاس په اسمان کښې ناست خالقه ربه
په نوم انسان دې په جنجال ساتلے
ما سره څه وو ستا له نومه بغېر
پټ مې له خلکو ډېر په پال ساتلے
ستا د لاس نخښه وه زړه نه شوله
هغه رومال مې ښه سمبال ساتلے
د شونډو پاړ مې لکه وچې پاڼې
غربت ظالم مې په کمال ساتلے
ستا په سوچونو کښې بلها خلک دي
بس خپل اشنا دې ښه بې حال ساتلے

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.