10/01/2018

ژوند اوس ښه شوے دے



ګرانې سلامونه او احترامات

هيله لرم روغه جوړه به يې ۔ ۔ نه پوهېږم څنګه ستا مننه وکړم چې زما د زېږون ورځ لا هم ياده ساتې۔ ستا ډالۍ هم رارسېدلې وه، نه مې ورته کتلے شو او نه مې ترې سترګې اړولې شوې ځکه چې په لويه موده پس مې ستا د لاس نخښه په لاس راغله۔ ما به د ځان سره سوچ کولو چې دا به تا هم په لاسو کښې اخستې وي، کېدې شي ښکل کړې دې هم وي۔ ما هم ډېره ډېره ښکل کړه او بيا مې د ځان سره هم د هغه نخښو په منځ کښې کېښودله چې زما پرې ژوند تېرېږي۔ دا به تر څو وي نه پوهېږم خو چې کله هم له کاره راشم نو هغه المارۍ ضرور ګورم چې پکښې ستا د لاس ټولې نخښې پرتې دي۔ ستا خطونه هم ټول سمبال پراته دي، يو يو لفظ يې چې ګورم نو اوښکې په خپله له سترګو روانې وي، دا زما په وس کښې نه ده۔ کېدې شي په دې لفظونو ستا زړۀ هم خفه شي خو څه وکړم د ژوند کړمو راته دومره ازغي په لار کښې خواره کړي دي چې يو يو راټولووم، دوه دوه نور پېدا کېږي او لا هم دغه د ازغو ډک سفر روان دے خو نن درسره د زړۀ يوه خبره شريکووم او غواړم چې ته هم دا رنګ اميد په زړۀ کښې ضرور پېدا کړې۔
            ګرانې !
                        نن سبا زما زړۀ له ډېر مثبت سوچونه راځي، نه پوهېږم ولې خو داسې ښکاري چې زمونږ د ژوند سفر ډېر ژر يو کېدونکے دے، دا به څنګه کېږي، او کېږې به هم يا نه ؟ خو داسې ښکاري چې څه نه څه لار زمونږ د جدايۍ د سفر ختمولو لپاره جوړېږي۔ دا هم ټيک ده چې د کورنيو ترمنځ جګړه، په پښتنو کښې د مينې دښمني، د رواجونو زنځيرونه او بيا د يو داسې تن ته خپل ځان سپارل چې ورسره نور خلک هم تړل شوي دي، دا ډېره ګرانه بلکې د ناممکن ترحده ګرانه ده خو زما زړۀ لا هم زورور دے، نه مني چې ګنې دا دومره لوے سفر به يواځې تېرېږي۔۔۔۔ زما يقين دے چې ستا په زړۀ کښې به هم دا اميد ضرور وي۔۔ بس دعا کوه چې دا خوب رښتيا شي۔

            ګرانې ! ته ما ته نه وايې چې ته څومره ګران ژوند تېروې خو زۀ خبرېږم، زۀ اوس هم هغه کوڅې ته راځم چې تا به د دېوال په چواندي کښې ما ته په سترګو سترګو کښې سلام وکړو او بيا به دې د واپس تللو اشاره وکړه، نن د سلام څوک نشته خو چې زۀ کله هم راشم نو د هغه چواندي سره ودرېږم، ژاړم نه ځکه چې په خواوشا کښې هم ډېر خلک ولاړ وي، که ژاړم نو بيا د پښتو او پښتنو روايتونه، غېرت او ننګ رابېدار شي او بيا به څه کېږي له هغې ته هم خبر يې او زۀ هم ۔۔ بس د زړۀ د تسلۍ لپاره يو دوه اوښکې هلته ضرور توې کړم او بيا واپس راځم ۔۔ نن هلته زما د هرکلي لپاره څوک نه وي او نه راته څوک په مخه ښه وايي خو بيا هم زړۀ نه صبرېږي نو ځکه راځم ۔۔۔۔ چې په دې رانه خفه نه شې ۔۔
            رښتيا ستا د زېږون ورځ تېره شوي ده خو زۀ په داسې حال ووم چې نه مې درته ډالۍ دروړله، نه درغلم او نه مې درته خط درولېږو ۔۔ زما ژوند نور هم ګران شوے دے، يو اړخ ته مې د خلکو رويې ژړوي نو بل اړخ ته د روزګار هم خوند نشته۔۔۔ بې روزګارۍ راته لا نور غمونه په سر اچولي دي خو ته خفه کېږه مه او مه سوچونه کوه ۔۔ دا هر څه به ټيک شي۔ ته خوشحاله اوسه ۔۔ بس د زېږون ورځ دې مبارک او بختوره شه او اميد دے چې په راروانه د زېږون ورځ کښې به دې ضرور وينم ۔۔ بلکې خامخا به دې وينم۔۔
            زما د تصوارتي دنيا ملکې زما د زړۀ په باغ د ګلونو څادر تا خور کړے وو، لا هم خور دے او دا به هم داسې خور وي، که زۀ نه هم يم چې بل څوک د دې څادر مالک نه کړې ۔۔ بس دغه يو خواست کووم۔۔

ستا په نوم ژوندے
صرف او صرف ستا ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.