د ليکوال پېژندګلو

محمد عمران په کال ۱۹۸۸ء کښې د مئي د مياشتې په دېرشمه نېټه د سخاکوټ (ملاکنډ) په يو وړوکي  کلي باماکنده کښې د ګل مندر خان په کور وزېږېدو ـ
په وروڼو کښې مشر عمران د پښتني رواياتو تر مخه خپل ابتدائي تعليم د کلي د جمات نه او د سرکاري پرائمري ښوونځي نه حاصل کړو ـ په کال ۲۰۰۴ء کښې  ئې د لسم جمات سند د سرکاري هائي سکول خرکي ډېرۍ نه په خپل ټولګي کښې د درېم غوره طالبعلم اعزاز سره ترلاسه کولو نه پس د درګۍ ستر سرکاري کالج کښې داخل شوـ
د خپلې مورنۍ ژبې، پښتني کلتور او اقدارو مئين او د روښانه فکرونو څښتن د کالج په زمانه کښې ګڼ شمېره انقلابي هلې ځلې وکړې او هم د دغه کالج سره ئې تړون دوام وموندو او د دولسم سند نه ئې پس هم په بله مخه الوت ته پرې نه ښودو او دغه سفر د بي ـ اے يعنې د څوارلسم سند تر لاسه کولو سره سر ته ورسېدو ـ
د زمانې سره روان عمران په کال ۲۰۰۹ء کښې عبدالولي خان پوهنتون په انګرېزۍ څانګه کښې داخله واخسته خو د مزاج خلافه مطالعې او يا څه نورو شخړو په بنياد ئې د انګرېزۍ دغه سند په نيمه کښې پرېښودو او د خپل ملک نه ئې د دوبۍ شګو ته پرواز وکړو ـ دغه وخت وو چې د عمران کوټلي فکرونو او زلمو خيالونو وده ومونده او هم په دوبۍ کښې ئې د شعر ليکلو داسې روانه سلسله شروع کړه چې په کال ۲۰۱۱ء کښې عمران د خپلې ژبې او پښتني تاله ترغه کاروان د خدمت جذبه په اوږه کړۀ او عمران د دوبۍ نه واپس پېښور ته راغلو ـ
عمران اشنا د پېښور پوهنتون په پښتو څانګه کښې د اېم ـ اے باقاعده درسونه شروع کړل او په اول کال ئې په خپل ټولګي کښې تر ټولو غوره طالبعلم اعزاز حاصل کړو او دغه سلسله په دوېم کال کښې دې ته ورسېده چې عمران اشنا د اېم ـ اے پښتو سند سره د سرو تمغې ترلاسه کړو ـ د سند اخستلو نه مخکښې ورته د رېډيو پاکستان پېښور نه د نوکرۍ خط راغلو او ورسره ورسره ئې د پښتونخوا رېډيو اېف اېم 92.2 نه خپل اواز لرې او برې پښتونخوا ته د يوې خپرونې د کوربه په حېث ورسوو ـ
په رېډيو پاکستان پېښور کښې پينځه مياشتې وظيفه ترلاسه کولو نه پس ورته د پښتو ژبې د يواځيني ټي وي چېنل اے وي ټي خېبر نه د نيوز سب اېډېټر او خبروياند د عهدې بلنه وشوه ۔ شاوخوا دوه کاله په خېبرنيوز کښې د دندې ترسره کولو وروستو  ئې د مشال رېډيو سره د خبريال په توګه د کراچۍ نه کار پېل کړو۔ لږ تر لږه دوه کاله يې په کراچۍ کښې تېر کړل او له هغې وروستو د امنيتي حالاتو له کبله اسلام اباد ته وغوښتل شو۔ شاوخوا دوه نيم کاله د مشال رېډيو سره د کار وروستو ئې دغه اداره کښې هم کار پرېښودلو۔ وروستو ئې د پېښور پوهنتون نه په صحافت کښې د ماسټرۍ ډګري هم ترلاسه کړه او د پښتو څانګې نه ئې د اېم فل زده کړې هم پوره کړې دي۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.