Showing posts with label کالمونه. Show all posts
Showing posts with label کالمونه. Show all posts

3/31/2016

د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې


د افسوس خبره خو دا هم ده چې پښتانه لا يو نه دي او که يو شو نو بيا به کله هم د دوي حق ته څوک په کږه سترګه ونه ګوري ، دغه ورځ به کله راځي ؟ امکان يي شته خو د انتظار د غرمو سېوري ته لا ټول پښتانه ژوند کوي چې کله به دغه زېرے اوري
رحمت شاه سائل صېب وايي

چرته چې چا برخې د مينې د دنيا ويشلې

هلته زمونږه د جذبو ژبې ګويانه نه وې

نه مو چا شور واورېدو نه مو چرته اور پورې کړۀ

جذبې د مينې خالي داسې له وجدانه نه وې

           خو د پېښور خاوره له مودو راهسې بې ايمانه هم ښکاري او بې جانانه هم ۔ د جانان تذکره خو هلته څه بې فائدې غوندې ښکاري ځکه چې لا خو د پېښور يا پښتونخوا خلک د ژوند په خوږو او د امن په خوند پوهه شوي نه دي، چې کله لږ د امن موسم وويني نو زر پرې د يو خوا نه د بارودو تور لوګي رانازل شي او بيا چې بېرته خپل ځاے له راځي نو د ژوند خوند رنګ او د تېر ژوند قيصې ترې ټولې هېرې وي ۔ د بارودو د شنو لوګو نه چې لږ دمه شي نو د مزدورۍ، خوارۍ او د بچو د رزق فکر يې په وجود خور شي او چې د هغې وزګارېږي نو ژوند يې د لاسه ورکړے وي ۔ دا داسې خلک دي چې د چا لپاره د ژوند ټول کلونه پوره کول ضروري هم نه دي ځکه چې کله خو يې بچي د لسو کالو د عمر نه وړاندې د چاودنو ښکار شي او کله په خپله د داسې ناڅاپي مرګ سره مخ شي چې بنده پرې د ارمان نه سېوا هېڅ نه شي کولے ۔

          د دوه زره يو راهسې روان د پښتنو په خاوره د ترهه ګرۍ پرضد جنګ لا ختم نه دے او نه په لنډه موده کښې يې د ختمېدو اراده په نظر راځي، لا هېڅ معلومه نه ده چې څومره پلاران به د بچو لپاره قربانۍ ورکوي، څومره مئېندې به بُورېږي او څومره بچي به يتيمانان کېږي خو د افسوس او غم خبره دا ده چې د دوي قربانۍ څوک مني هم نه ۔ لرې به نه ځو خو په تېره لنډه موده کښې که وګورو نو د شپاړسم دسمبر دوه زره څوارلسم نه راپه دېخوا لا د بارودو لوګي ساړه شوي نه دي ۔ پر باچاخان پوهنتون د بريد نه لا وزګار نه وو چې په شبقدر کښې چاودنه وشوه او هغه غم لا هېر نه وو چې په پېښور کښې د سنهري جومات مخې ته د سرکاري کارمندانو په بس کښې  اور بل شو او لا ترې د بارودو شنه لوګي خېژي ۔ دا خو يواځې لويې پېښې دي دا هسې په ډز ډوز کښې مرګ ژوبله خو اوس خلک ګپ ګڼي ځکه چې هغوي د لسګونو او سوونو مرګونو سره عادت شوي دي ۔

          د دغه قربانو د نه منلو يوه بېلګه يې تېره ورځ مونږ په خپلو سترګو وليدله ۔ کله چې پر باچاخان پوهنتون بريد وشو نو د دې ملک (پاکستان) وزيراعظم نوازشريف د ملکه بهر وو او يواځې د غندنې او افسوس د پېغام ورته يې هېڅ څه وئيل مناسب ونه ګڼل او يا ورسره د وخت کمے وو ۔ بيا چې کله د سرکاري کارمندانو پر بس بريد وشو نو هم دغه حال وو خو چې کله د دې ملک (پاکستان) په مشره صوبه کښې بريد وشو نو وزيراعظم نه صرف لاهور ته لاړ، هلته يې د يوې غونډې مشري وکړه بلکې روغتون ته هم ورغلو او د ژوبل کسانو پوښتنه يې وکړه ۔

          د دې مقصد کله هم دا نه دے چې ګنې پښتانه په لاهور کښې په مړو خلکو خوشحاله دي خو د وزيراعظم نه يې ګيله پر ځاے ده ځکه چې هغه که د پنجاب وزيراعظم وي خو بيا ترې د ګيلې حق پښتانه نه لري خو که نه د ټول ملک د مشرۍ دعوه کوي نو بيا د پېښور، کراچۍ، کوئټې، چارسدې، خضدار، ژوب، مستونګ، شبقدر، ملاکنډ، مردان خلک د دې پوښتنې حق لري چې ولې يواځې وزيراعظم صېب د لاهور په چکر لاړو، خپله د امريکې دوره يې هم وځنډوله او وروستو يې د هغه خلکو لپاره د مالي مرستو اعلان هم وکړ ۔

          د مالي مرستو نه راياد شو چې دا اعلانونه د لاهور د خلکو دپاره يواځې وزيراعظم يا د هغې صوبې اعلی وزير نه دي کړي بلکې د بلوچستان او سيند صوبې اعلی وزيرانو هم د مالي مرستو اعلانونه ښه په نره او ډاډ زړه وکړه، په کراچۍ کښې د يو سياسي ګوند له خوا د هغه خلکو دپاره دعا وشوه او شمعې هم بلې شوې ۔ دا يواځې د لاهور د خلکو دپاره کېږي ، د پېښور يا کوئټې خلک يا خو دا حق نه لري او يا د دوي سياسي ګټې په دغه سيمو کښې دومره نه دي لکه څومره چې په پنجاب او لاهور کښې دي ۔ د پېښور ګلالي ماشومان چې ووژل شو نو هم د يو شمېر اعلانونه شوي وو خو زۀ نه يم خبر چې په څومره به عمل شوے وي ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  خو د هغوي مور او پلار لا د خپلو بچو د قاتلانو په تکل کله په سړکونو لاريون کوي او کله د عدالت د لارې انصاف ته په انتظار وي ۔

          کله چې پر باچاخان پوهنتون بريد وشو نو يوه ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوه، فېصلې هم راغلې او د ياد پوهنتون د امنيت مشر (اشفاق خان) يې د خپلې څوکې څخه د لرې کولو سفارش وکړو (زما په خيال هغه لرې کړے شوے هم دے) ۔ څه خلک هم ونيول شو خو نه د هغه شهيدانو لپاره د مرکزي حکومت له خوا څه اعلان وشو او نه د صوبايي حکومت له خوا هغه اعلانونه وشو د کومو لپاره چې څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون محصلينو احتجاج کړے وو ۔

          باچاخان پوهنتون بيا هم په دې وجه د خلکو په نظر کښې وو چې يوه تعليمي اداره وه او زدۀ کوونکي پکې وژل شوي يا ژوبل شوي وو خو د پېښور په صدر کښې چې څه موده وړاندې په بس کښې کوم بې ګناه خلک وژل شوي وو هغه د خلکو نه هېر دي ۔ نه ورله کوم سياسي ګوند ،نه مذهبي ګوند د مالي مرستو غوښتنې وکړې  او نه يې ورله چرته يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د حکومت نه دا غوښتنه شوې وې چې د تعليمي ادارو امنيت دې ټينګ کړے شي ۔ خو ولې به کوي ؟ ځکه نه کوي چې د خېبرپښتونخوا په ووټونو څوک د ملک وزيراعظم نه جوړېږي ۔ که د لاهور دپاره يې کوي نو هلته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کښې تر ټولو زياتې څوکۍ دي او چې څوک هم په ټول ټاکنو کښې د پنجاب نه برے ترلاسه کړي وزيراعظم جوړ شي ۔

          د دې هر څه نه ورته د باچاخان پوهنتون د بريد وروستو يوه کميټي جوړه شوه، فېصلې هم وشوې، په لاهور د بريد ورستو هم کميټي جوړه کړې شوې او لګيا ده خپل کار کوي خو د پېښور په ارمي پبلک سکول شوي بريد د پلټنو او يا د دې د ذمه وارو د بشپړولو لپاره لا کوم داسې ګام نه دے پورته کړے شوے ۔ که د دغه وژل شوو ماشومانو مور پلار احتجاج هم وکړي نو پاکستاني ميډيا ورته هېڅ ځاے نه ورکوي (او يا هغوي منع کولې شي) او بيا اخيري لار هم دا وه چې څو ورځې وړاندې دغه پلارانو او مئېندو د پېښور په لوے عدالت (هائيکورټ) کښې د پېښې د پلټنو او عدالتي کمېشن جوړولو لپاره يو درخواست جمع کړو د کوم چې لا څه فېصله نه ده راغلې ۔

سوال دا دے چې پښتانه وژل کېږي، پښتانه ترهه ګر ښودل کېږي، د پښتنو شناختي کارډونه ختمول کېږي (يا بلاک کولې شي)، ايا پښتانه د دې وطن اوسېدونکي نه دي؟

          په پنجاب کښې د ترهه ګرو پر ضد د عملياتو فېصله وشوه خو اعلی وزير يې وايي چې لکه د سيند به د هغه په صوبه کښې عمليات نه کېږي، په سيند کښې د ادارو دننه کرپشن (يا درغلۍ) لړ کښې هم په لوے کچ عمليات شوي دي او سياسي خلک هم نيول شوي خو پنجاب خپل زور ښايي چې نه سياسي خلکو ته به هېڅ نه وئيل کېږي او يواځې د وسله والو پرضد به عمليات کولې شي خو په دې خبرو کښې هم دا نه ده په ډاګه کړې شوې چې کومې وسله والې ډلې سياست کوي ايا د هغوي خلاف به هم عمليات نه کېږي؟ ځکه چې د پنجاب اعلی وزير شهبازشريف په وېنا چې سياسي خلکو ته به څوک څه نه وايي ۔ (دا خبره پاکستاني ميډيا کوي)

          پښتونخوا، بلوچستان او قبائلي سيمو سره سره په کراچۍ کښې د وسله والو پرضد عمليات ښه په درز کښې روان دي، په لکونو قبائلي ولس بې کوره شوي يا بې کوره کړې شوي دي او د مياشتو نه بلکې د کلونو راهسې د کډوالۍ ژوند کوي بيا د هغوي څه ګناه ده؟ ايا هغوي د دې وطن مېشت وګړي نه دي؟ په قبائلو خو د اېف سي ار په شکل کښې يو داسې خونړے او تور قانون ورتپل شوے چې د اپيل، دليل او وکيل حق نه لري بس چې بادشاه څه فېصله وکړه نو هغه به هر څوک مني لکه څنګه چې په مارشل لايي دور کښې يو آمر يا ډکټېټر فېصلې کوي ۔ نو بيا د جمهوريت مطلب او دعوې څه شوې؟

          د افسوس خبره خو دا هم ده چې پښتانه لا يو نه دي او که يو شو نو بيا به کله هم د دوي حق ته څوک په کږه سترګه ونه ګوري ، دغه ورځ به کله راځي ؟ امکان يي شته خو د انتظار د غرمو سېوري ته لا ټول پښتانه ژوند کوي چې کله به دغه زېرے اوري ۔

په داسې وخت کښې که سائل صېب ګيله کوي نو بې ځايه نه ده چې :

د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې

3/16/2016

د پېښور کريکې څوک نه اوري



 ښاغلي فضل سبحان عابد صېب نه پوهېږم د کوم تاثر لاندې دا سندره ليکلې وه چې "پېښور خو پېښور دے کنه" خو نن دا خبره وخت او حالات ثابتوي چې رښتيا پېښور پېښور دے ۔ چا ورته د ګلونو ښار ووايو، د چا په بدو پېرزو نه شو، چا ئې تنګې کوڅې وستائلې، څوک وائي ساه پکښې د سړي بنده وي، څوک وائي د الفت پکښې کمے دے، يو وائي خلک پکښې ورک شي او بې مينې شي، هم دغه سړے وائي چې دا ښار چا پسې نه ژاړي ۔ غرض دا چې هر سړي په هر انداز دا ښار ستائلے، ياد کړے او د باګرام د سيلۍ خواږه ئې بيان کړي دي خو نن به هر پښتون او د پښتون په درد دردېدونکے هر تن به دا مني چې د دې ښار تر ټولو لويه پېژندګلو بايد په بارودو او لوګو وشي ځکه چې د دې منطقې اور که هر ځاے بل شوے نو د اور لمبې ئې دې ښار په خپل ځان کښې راګېرې کړې دي ۔ که د  مسلمانانو په وطن کښې هم اور لګي نو لوګي ئې د پېښوره خېژي ۔ که چرته څوک د مسلمانانو په مشران پسې څه ووائي نو هم خلک سزا دې ښار ته ورکوي ۔ که د دې وطن په ګوټ ګوټ کښې چرته يو کس جرم وکړي نو دغه جرم دا ښار په نه زړۀ په ځان ومني او بيا په کلونو کلونو د زندان د تورو تمبو په شا ژوند تېروي ۔

زمونږ ليکوالان وائي چې دا د ښاپېرو د ګډاګانو وطن دے، دلته زرګونه کاله ښاپېرو ګډاګانې کړې دي خو مونږ کله هم د دې ښار ذکر په ښه معنو کښې د چا د خلې نه اورېدلے نه دے ۔ که چرته په دنيا کښې څوک يو رپورټ جوړوي نو دا ښار پکښې تر ټولو سخا ښارونو په صف کښې ولاړ وي ، که چرته د بارودو لوګي د چا پکار شي يا ئې ورته زړۀ وشي نو دا ښار خوښ کړي ۔ که چرته د "خړو ګولو" خرڅولو والا ته د خپلو ګولو خرڅولو ضرورت راشي نو د دې ښار په ساده باده پښتنو ئې خرڅې کړي ۔ که چرته د صحرا يو لېونے راشي او وائي چې زما سره تېل دي خو د تېلو په بدل مې هغه څه پکار دي کوم چې د نړۍ يو قام هم نه ورکوي نو د دې ښار ارته سينه ورله په خپله غېږه کښې ځاے ورکړي او ورته وائي چې څه دې هم پکار وي واخله خو بس هغه شين رنګ رانه خفه نه کړې ۔ د "شين رنګ" خفګان او د دې مينې مونږ له دومره تاوان راکړے چې په حقيقت کښې مونږ لا په دې پوهه نه يو چې رښتيا مونږ دغه خفګان نه خوښوو او که د شين رنګ د زمکې خاوندانو راته دا جال خور کړے او مونږ پکښې راګېروي ۔ زما په خيال هغوي ته هم پته ده چي دا د دوي کمزوري ده او په دې خبرو زر دهوکه کېږي ۔ کله کله خو مو په تورو دېوالونو هم دهوکه کړي وائي چې تور دېوال د دې تقاضا کوي چې تاسو د خپلو سرونو قرباني ورکړئ او که تاسو دا ورنه کړۀ نو د تور دېوال مالک به درنه خفه شي ۔

د بدقسمتۍ نه د دې ښار اوسېدونکي جذباتيان دي او په وړه وړه خبره داسې زر دهوکه شي چې دهوکه ورکوونکو ته هډو څه مشقت کول پېښ نه شي ۔ بس يو دوه درې کمزوري رګونه ټولو خلکو پېژندلي او چې د کوم رګ نه ورته فائده رسي هم په هغې د دې ښار اوسېدونکو له پښه کېږدي مجال شته که بيا څوک غږ وکړي ۔ د کلونو راهسې هم دا لوبه روانه ده او څوک غږ نه کوي، که په غلطۍ هم چا غږ کړے نو دوه انجامه د هغوي منتظر وي ۔ زۀ د هغه دوه لارو ذکر نه کووم بس دومره وايم چې يو حساب دے او بل کتاب ۔

اوس پوښتنه دا کول دي چې دې ښار خو د لسيزو راهسې د خلکو ارمانونه پوره کړي خو د دې "ظالم" او "خونړي" ښار خپل هم څه ارمانونه حسرتونه شته او کنه؟ کله د دې ظالم نه چا تپوس کړے چې په ځان دا دومره ظلم ته ولې کوې؟ ولې د خپلو اوسېدونکو په مرۍ هر وخت غلے ناست ئې او يا نورو ته ښه په ازاد مټ د دې خبرې اجازت ورکوې چې راشئ او په مرۍ ورله کښېنئ د تپوس ئې هسې هم څوک نشته ۔ کېدے شي زۀ په غلطه يم ، کېدے شي د خپلو ارمانونو ذکر ئې چرته څه چپه خُله کړې هم وي او که په چپه خُله نه هم وي نو د دۀ خبرې اوري څوک؟ د دۀ کريکې اورې څوک؟ دۀ ته پام څوک کوي؟ هر څوک راځي  خپله ګېډه ډکوي او بيا په داسې طرف لاړ شي چې نه ئې انسانان ويني او نه "پېريان" ۔

د پېريانو نه راياد شو، دلته ګورئ پېريان هم اوسي او د غېبو علم لرونکي هم دلته ډېر مېشت دي ۔ که په زړۀ کښې دې هم څه داسې خبره راغله چې د دې وطن "نېشنل انټرسټ" ته پکښې زيان وو نو بيا هم دغه دوه لارې يعنې "حساب" يا "کتاب" ۔ نو اے د دې ښار اوسېدونکو! هم دغه شان مړۀ ښۀ يئ ۔

2/14/2016

حيا او مينه، دواړہ مقدس دي


په نړيوال کچ څوارلسمه فروري د مينې خورولو ورځ نمانځل کېږي خو مسلمانان وائي چې نۀ، دا د حيا د ورځې په توګه نمانځل پکار دي ۔ دا ځان له بحث دے چې څوک ټيک دي او څوک غلط، خو که د تېرې لسيزې نه وګورو نو هم دې مسلمانانو (د اسلام په نوم) چې کوم نفرت په خپل مېنځ کښې او په ټوله نړۍ کښې خور کړے نو د هغې بېلګه به چرته لا پېدا کېږي، بيا د محبت ورځ له د حيا د ورځې نوم ورکول څه معنا لري؟ دا څوک چې د حيا خبرې کوي دا هم هغه خلک دي چې څوک ښه څه جار وائي چې هغه خلک څوک چې په وسله جهاد کوي نو هغه مجاهد دي، دا هم هغه خلک دي چې وئيل به ئې د افغانستان په جهاد کښې برخه اخستل د غزوه احد برابر ثواب لري، دا هم هغه خلک دي چې اوس هم افغانستان ته د جنګ لپاره خلک استوي، دا هم هغه خلک دي چا چې د پښتون قام د اتلانو پورې خندا کړې او وائي چې دومره راته پته ده چې باچاخان اوږې مټې لرلې او اوږد قد قامت ئې وو، دا هم هغه خلک دي چې وائي چې مونږ مغربي اقدار نه منو او نه د مغرب پلاوي يو، بيا چې کله دوي ته مرستې پکار وي نو ټولې د امريکائي مرستندويه ادارو نه غواړي۔


د نن ځوان کُول په يو دوۀ کښې حېران دے چې کوم ومني، ځکه چې له حيا انکار ګران دے او مينه خورول زمونږ ضرورت دے۔ مونږ چې په تېرو وختونو کښې څومري د نفرت کر کړے هغه لا رېبل کېږي او سوځو پکښې هم مونږ ټول۔ بيا نو ولې دا خبرې کېږي چې مينه مه خوروئ او حيا خپله کړئ؟ ولې مونږ بې حيا قام يو؟ مونږ مورپلار، ورور خور، خپل پردے نه پېژنو؟ داسې څوک شتۀ چې له دغو دا پوښتنه وکړي چې تاسو خو د جهاد خبرې کوئ خو په خپله مو څو ځله د جهاد لاره خپله کړې؟ څو وارې تاسو خپل بچي دغه جنګ له لېږلي د کوم پرضد چې تاسو د پښتون قام بچي راپاروئ؟ ها رښتيا راياد شو دا هم هغه خلک دي کنه چې وائي د کراچۍ نه به استنبول جوړوو او ترکي خپل مشر ورور ګڼي، د هغه هېواد صدر ته ډېر درناوے لري۔ داسې څوک شتۀ چې ورته ووائي چې په ترکي کښې څه روان دي؟ په استنبول کښې د مينې ورځ څنګه نمانځل کېږي؟ که نن مونږ د مينې له ورځې انکار وکړو نو فائده ئې ډېره ده او که تاوان؟
يو بل دليل د دغه خلکو دا دے چې که څوک د چا خور له "سُورګلاب" ورکوي نو بايد اول دا سوچ وکړي چې که دغه ګلاب د دۀ خور له څوک ورکړي نو څنګه به ورته محسوسېږي؟ خو داسې څوک شتۀ چې پوښتنه ترې وکړي چې مينه يواځې د يوې جينۍ سره نه وي، دلته خو خلک د خپل مور پلار لپاره سرۀ ګلابونه اخلي، څوک د خپلې خور لپاره سرې لوپټې اخلي، په نړۍ کښې د ځناورو لپاره ډالۍ اخستل کېږي، د دوي په نزد چې کوم خلک په دنيا مئين دي، هغوي له ځناورو، له ونو بُوټو، له غرونو، له بتانو او تر ټولو زيات له خپل ځانه سره مينه کوي نو دا د بې حيائۍ کار دے؟ که دا بې حيائي وي بيا خو مونږ ټول بې حيا ښه يو۔ او که نه د مينې مطلب انسانيت ته د مينې محبت پېغامونه لېږل دي بيا راځئ چې په شريکه مينه وويشو او نړۍ د مينې يو داسې پېغام ورکړو چې ټول خلک په سُور رنګ دومره مئين شي چې دا ورځ بيا د سرې ورځې په توګه ياد وساتي۔
يوه پوښتنه بله هم ده، مونږ اکثر اورو او وينو چې په دې وطن کښې بې روزګاري ډېره ده، خلک د غربت له کبله سره د خپلو بچو خودکشۍ کوي، څوک خپلې لوڼه يواځې په دې وجه خرڅوي چې د واده کولو توان ئې نه لري، او هم دا خلک په دې ورځ سرۀ ګلونه خرڅوي، لوے لوے کاروبار ئې دې ورځې ته تړل شوے وي۔ نو مونږ ولې د دغه خلکو نه د روزګار وسيله اخلو او خودکشۍ ته ئې پاروو؟ داسې څوک شتۀ چې دا پوښتنه د هغه خلکو وکړي چې که نن هغوي سره ګلونه خرڅ نه کړي او سبا د بچو لپاره رزق نه لري، خودکشي وکړي نو ذمه وار به ئې څوک وي؟
مونږ مينه خوروو، د مينې قائل يو، مينه غواړو، مينه ورکوو، حيا پېژنو، د ورور، خور، مور او پلار عزت هم پېژنو۔ زمونږ حوَس لا زمونږ په واک کښې دے، بې واکۍ ته ئې نه پرېږدو او که څوک بې واکه دي نو بيا دې ځان له غم وکړي خو که څوک د نفرتونو په دې ځنګل کښې يو څاڅکے د مينې خورول غواړي نو خداے ته وګورئ هغوي له دې نعمته مه محرومه کوئ، ستاسو به ډېره مننه وي۔

1/20/2016

د چارسدې قيامت څه نوے نه دے


نن د چارسدې په هغه تعليمي اداره باندې د ترهه ګرۍ ناوړه هڅه وشوه کوم چې د عدم تشدد د پېغمبر حضرت باچاخانؒ په نوم تېر حکومت جوړ کړے وو۔ په دغه حکومت کښې که ډېر کرپشن شوے او يا پرې د کرپشن ډېر تورونه لګول شوي دي ولې په تعليمي مېدان کښې چې د قام پرستو حکومت کومې کارنامې کړي هغه د پاکستان په تاريخ کښې نشته (د هغوي سره اختلاف په خپل ځاے خو حقيقت ته حقيقت وئيل د ضمير فېصله وي)۔ د دې پوهنتون يو مقصد که د هشنغر پشمول د ټولې پښتونخوا بچو ته تعليم ورکول وو نو بل اړخ ته د حضرت باچاخانؒ د هغه خوب تکميل هم دے کوم چې هغه د آزاد اسلامي سکولونو په شکل کښې ليدلے وو۔ که نن باچاخان بابا ژوندے وو او په خپل نوم ئې دغه پوهنتون کتلے وے نو زما يقين دے چې (د پرونه پورې) به ډېر به خوشحاله وو۔          شلمه جنوري د بابا د تلين ورځ ده او په هم دې لړ کښې په باچاخان پوهنتون کښې د پښتو "امن مشاعره" کېدونکې وه ولې د خوش قسمتۍ خبره دا ده چې لا شاعران ليکوالان دغه غونډې ته راغلي نه وو او په لار وو۔ حيات لالا دې خداے ژوندے لري، د دې ناوړي بريد په موقع مې ورته ټيليفون وکړ نو راته ئې ووئيل چې روغ يم خو حالات ښه نه دي، نن امن مشاعره کېدونکې وه خو لا څوک راغلي نه دي، ما وئيل ځه شکر دے۔ خبره چې سپينېده نو تر ماسپښينه خبر راغے چې دومره مړۀ او دومره ژوبل دي، د پښتنو لپاره دا څه نوې خبره نه ده ځکه چې بابړه لا زمونږ هېره نه ده او د چارسدې (هشنغر) نه چې لږ مخکښې شو نو د ټکر د شهيدانو يادګار هم مونږ د پښتنو قربانۍ يادوي۔ بيا چې پېښور ته راشو نو د قيصه خوانۍ شهيدان هم مونږ ته (له جنته) خاندي۔ په مسلمانانو (شيعه وروڼو) يوه کربلا تېره شوې او لا دا دے څوارلس سوه کاله پس ئې هم هر کال وير کوي، په پښتنو خو داسې څو څو کربلاګانې تېرې شوې خو پښتون نه ويښ شو او نه ورته ياد وي چې پرون څه شوي وو؟ په ټکر او بابړه کښې د پښتنو مشرانو او ځوانانو سره څه شوي وو، زما يقين دے چې نن د پښتون قام پينځه فيصده ځوانان او پېغلې به د دې نه نه وي خبر چې په ټکر او بابړه د پښتنو وينې ولې توئې شوې وې؟ او بيا راته د ارواښاد صاحب شاه صابر دا شعر بيا بيا رايادېږي:تۀ راته ووايه چې څۀ په کربلا کښې شويما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې
په ټکر او بابړه تبصره کول څه معنا لري؟ هېڅ نه ځکه چې پښتون قام لا يو قام نه دے، بلکې هغه زمونږ د ملګري شفيق ګيګياني خبره چې دا قام نه يو کنډک دے نور هېڅ نه دے۔ د حقيقت په سترګه که وکتل شي نو پښتون په رښتيا کنډک دے قام نه دے، ځکه چې لا مشترکه (يو) مشر نه لري، لا ئې د خپلو وسائلو اختيار نه دے ترلاسه کړے، لا د تعليم په مېدان کښې له هر چا وروستو يو، لا مو د مئېندو خوئېندو د عصمتونو څادرونه نه دي پېژندلي، لا مو د ژبې ارزښت ته پام نه دے کړے او يا ئې پېژندل نه غواړو، مونږ لا د کلتور په معنا پوهه نه يو او يا ځان پوهول نه غواړو۔ په داسې حال کښې که دښمن د پښتنو په تعليمي ادارو، حجرو او جوماتونو باندې بريدونه کوي نو د وير نه زيات زمونږ په وَس کښې هېڅ نشته ځکه چې مونږ لا په ځان يو۔
          نن د چارسدې قيامت هر چا وليدو خو زما يقين دے چې سبا به دا هم له هر چا هېر وي او د هغه متل په څېر چې" تود هغه ځاے وي چې اور پرې بلېږي" يواځې هم هغه خلکو ته به ياد وي چا چې په دې پېښه کښې زوے، پلار، لُور يا خپل خپلوان بائللي نور ټول به سبا په خپلو کارونو کښې بوخت وي او په سرکاري توګه به دا اعلان هم وشي چې "د ترهه ګرو نومونه دا دي، د دې ځاے اوسېدونکي وو او فلاني سړي رالېږلي وو" خو پښتون به بيا هم دغسې ويده او بې غمه وي۔          پښتنو اباسين صېب درته سم وئيلي چې تاسو له به بل پېغمبر خو نه راځي خداے ته وګورئ ځانونه وپېژنئ۔ نن په باچاخان پوهنتون بريد شوے سبا په بله اداره کېدے شي که نن مونږ يو نه شو، ويښ نه شو، خپله ژبه، کلتور، قام، تاريخ او د مشرانو مړانې مو ونه پېژندې نو ټول عمر به هم دغسې ډبېږو او د وير نه ورته به مو په لاس کښې هېڅ نه وي۔بس هغه روايتي خبره "خداے مو مل شۀ"

1/07/2016

په چا به يو کلے ورانېږي . . . ندا خان


د مارچ د مياشتې شپاړسمه نېټه کال دوه زره ديارلسم، د ژورنالسم څانګې يوه کوټه او په هغې کښې ناست شاوخوا شل کسان، په دغه شلو کسانو کښې  دوه جينکۍ هم وې۔ د يوې نوم ناظره او د بلې نوم ندا خان۔ په دغه کوټه کښې مونږ درې مياشتې يو ځائے تېرې کړې او لکه د وروڼو خوېندو مو د يو بل پسې ښه ډېرې ټوقې وکړې، د يو بل نه که مو څه زده کړي نه وي خو د مستۍ او ماشومتوب ټول يادونه مو تازه کړل۔ کله په سموسه جګړه او کله د چايو په پيالۍ۔
          دغه دواړه جينکې د يو غېرسرکاري تنظيم ”خوېندو کور“ کارکوونکې وې۔ ما ته وروستو پته ولګېده چې نداخان د نفسياتو ماهره ده او د خوېندو کور تنظيم لپاره هم په دغه مېدان کښې خپلې هلې ځلې کوي۔ بيا يوه ورځ ورته ئې ما ته ووئيل چې ”عمران! زۀ ستا سره ځان له څه خبرې کول غواړم“ زۀ حيرانه شوم چې څه شوي دي؟ زمونږ خُله خو په واک کښې نه وي ما وئيل کېدے شي څه ګډې وډې مې وئيلي وي او دا د نفسياتو استاذان خو هر څه ډېر په ژوره ګوري۔ چې کله د کلاس په مېنځ کښې وقفه شوه نو ما ته ئې وئيل عمرانه! ته چائے راواخله او شاته هغه کرسيو له راشه۔ زۀ لاړم ما ته په خندا شوه او دا خبرې ئې شروع کړې،”ما ته پته ده چې ته به هم حېران ئې چې په دې جينۍ څه شوي دي، خو زۀ د تېرو دوه مياشتو راهسې تا وينم، ګورم او مشاهده کووم، غواړم چې ستا په اړه ما څه محسوس کړي هغه درسره شريک کړم“ زما زړۀ په قلار شو ما وئيل بالکل راسره شريک کړه۔ بيا راته ووئيل چې دلته دوه عمرانان دي، مطلب يو ستا دننه عمران، کوم چې ډېر يواځې او د مايوسۍ په لار روان دے، بل ظاهري عمران دے، چې په کلاس کښې مستي کوي، هر څوک تنګوي، خاندي او ګډاګانې کوي۔ دا څه مسئله ده؟ زۀ هک دک ودرېدم چې پخوا مې يواځې اورېدلي وو چې د نفسياتو ماهران د خلکو دننه احساسات هم پېژني ولې نن مې په خپلو سترګو وليدل او په غوږونو مې واورېدل۔ زۀ د هغه ورځې نه د ندا د قابليت معترف ووم او تر دې دمه يم۔
بيا ئې راته يوه ورځ وئيل چې تا د پښتو ”دنيا لېونۍ“ ډرامه کتلې؟ ما وئيل بالکل، ډېرې پخوانۍ ډرامې زۀ اکثر په انټرنېټ ګورم، خو زۀ ډير وړوکے ووم چې دغه ډرامه ما کتلې۔ ندا په خندا شوه او راته ئې ووئيل چې تا ته پته ده په دغه ډرامه کښې هغه د شکيل(د يو هلک په کردار کښې) پلار څوک وو؟ ما وئيل يره زۀ خو ډېر وړوکے ووم دومره راته نه دي ياد۔ بس دومره راته ياد دي چې نوابے او دلدارے(عالمزېب مجاهد او جهانګير) پکښې وو۔ ما ته ئې ووئيل چې دغه زما بابا (پلار) دے۔ او بيا ئې راته د بابا ډېرې قيصې وکړې۔ ما ورته ووئيل زۀ ورسره ملاوېدل غواړم، نو وئيل ئې ضرور چې کله هم وائې ۔ خو افسوس چې څه د سبق او څه د مزدورۍ مجبورۍ زما دغه ارمان پوره نه کړو۔
ندا به مونږ تنګوله هم ډېره۔ او چې کله ورته عبدالله جان صېب د ليلا خطاب ورکړو نو بيا دغه نوم زمونږ د تنګولو يوه لويه ذريعه جوړه شو۔ او هم دغه رنګ د درې مياشتو دا سفر سر ته ورسېدو۔ په شپاړسم جون کال دوه زره ديارلسم مونږ د يو بل نه جدا شو او هر يو په خپلو منډو شو ولې ټيليفوني رابطې مو ختمې نه کړې او بيا د فېس بوک د لارې يو ګروپ (ډيولپمنټ جرنلزم بيچ ټو) هم زمونږ د يو بل نه خبرېدو کښې لوے کردار ترسره کړو۔
نن د نوي کال (دوه زره شپاړسم) اوومه ورځ ده، او ندا زمونږ سره بې وفائي وکړۀ۔ خپل يو ماشوم، خپل کورواله او خپل ملګري ئې يواځې پرېښودل۔ داسې خو څوک نه کوي ندا، څوک چې د يو ځاے نه ځي نو کم ازکم يوه مياشت مخکښې خو چا ته ووائي چې زۀ به ځم۔ تا خو د ټول عمر لپاره مونږ پرېښودو او ايله يوه ورځ وړاندې د ناظرې د خُلې نه خبر شو چې ندا په هسپتال کښې ده او دعا ورته کوئ۔ په هغه وخت مې زړۀ کښې هم دا خبره تاويده چې زمونږ په دعاګانو به څه وشي چې قيصه دومره ورانه شوې او د علاج څه اميد هم پاتې نه دے۔
د پاکستان په لوے ښار کراچۍ کښې ناست يم، دا ټکي ځکه ليکم چې د زړۀ بوجهـ مې سپک شي۔ درتلے نه شم خو زړۀ مې غواړي چې والوځم او لاړ شم۔ په چغو چغو ندا ته دا ګيله وکړم چې ولې دې دومره په تنکۍ ځوانۍ کښې مونږ ټول پرېښودو۔ ولې آخر ولې؟ او بيا د هغې په جنازه د ټولو خلکو په مخکښې دا ټپه په زوره زوره وکړم چې:
په چا به يو کلے ورانېږي
په مائې وران کړه ښکته پورته وطنونه

10/31/2015

د اردو فلمونو کښې پښتانه کردارونه ۔ ۔ د دوؤ فلمونو جاج

د اردو ژبې په يو شمېر فلمونو کښې د پښتون قام منفي اړخ ښودلے کېږي او داسې تاثر ورکوي چې ګنې هم دا د پښتون پېژندګلو ده ۔ ګډه وډه اردو ژبه وئيل ،د ټرک يا ټيکسي ډرائيور، څوکيداري کول، ټوپک په لاس ګرځېدل، په کلونو کلونو د يو بل سره دښمنۍ پالل، په خپلو کورونو کښې په زنانوو ظلم کول او د جينکو نه زيات هلکان په پام کښې ساتل داسې يو څو اړخونه دي کوم چې د نن دور اردو ليکوالانو د پښتنو پېژندګلو ګرځولې ده ۔
د اردو يو فلم “کراچي سے لاهور” د روان کال د جولائۍ د مياشتې د يو دېرشمې نېټې  راهسې د پاکستان په سنيماګانو اولس ګوري چې پکښې پښتون د خپل جنس يعنې هلکانو اړخ ته زيات مائل او د ټرک ډرائيور په توګه ځائے کړے شوے دے ۔ دا کردار هم يو ستر پښتون اداکار ترسره کړے چې رشيدناز نومېږي ۔
دغه رنګ يو بل فلم “دختر” د پښتنو يو داسې شکل ښائي چې ګني ټول پښتانه په زنانوو ظلم کوونکي، په کلونو کلونو دښمنۍ کوي، يو بل وژني او بيا د روغې لپاره د خپلې ماشومې لُور واده د شپېته کلن خپل دښمن سره کوي ۔
دلته يواځې د دغه دوۀ فلمونو تفصيل وړاندې کووم چې مقصد ئې هغه دروغ او پراپيګنډه په ډاګه کول دي کوم چې صرف په دې دوؤ نه بلکې د اردو ژبې په زياتره فلمونو او ډرامو کښې ښودل شي :

د فلم نوم : “دختر” په پښتو کښې د لُور معنا لري
د فلم پروډيوسر: عافيه نتهنائيل او محمد خالد علي
د فلم ليکواله او ډائريکټره : عافيه نتهنائيل د کوئټې څخه تعلق ساتي
 فلم کښې پښتانه اداکاران: آصف خان او عجب ګُل

پاکستاني فلم “دختر” کښې پښتون په زنانه ظلم کوونکے، وړه لُور د خپلې روغې لپاره يو بُوډا ملَک ته ودوَل، په زنانوو ظلم کوونکے او بې ځايه غېرتي ښودلے شوے
د فلم مرکزي کردار الله رکهي (سمعيه ممتاز) د دولت خان (آصف خان) ټبر ده، څوک چې په داسې حال کښې دولت خان واده کړې وه چې د الله رکهي عمر پينځلس کاله وو او دولت خان په عمر کښې د دې نه ډېر زيات وو ۔ دولت خان د خپلې قبيلې مشر وو او د الله رکهي سره د واده وروستو ئې خپله ټبر د لاهور نه غرونو ته راوستله او هلته ئې ژوند شروع کړو ۔
د دولت خان د قبيلې او د تورګُل (عبدالله جان) د قبيلې د کلونو راهسې جګهړه روانه وه خو اوس دولت خان غوښتل چې د تورګُل سره روغه وکړي او هم دې دپاره ئې خپله لس کلنه لُور زېنب (صالحه عارف) شپېته کلن تورګُل ته د واده کولو فېصله وکړه ۔ د زېنب مور الله رکهي (څوک چې په فلم کښې د لاهور اوسېدونکې يوه پنجابۍ ده) د دې فېصلې نه منلو فېصله ئې وکړه او سره د زېنب د نکاح په ورځ له کوره ووتل ۔
په لاره ورته د ټرک ډرائيور سهيل (محب مرزا،څوک چې هم پنجابے ځوان وي)  ملاؤ شي او د دوي ښۀ د زړۀ نه مرسته وکړي ۔ شهباز خان ( عجب ګل او د دولت خان وراره) سره د تورګل د بدمعاشانو کوششونه وکړي ولې دوي ناکامه شي او په پائے کښې شهباز خان د سهېل د لاسه په ګولۍ مړ شي ۔
بل اړخ ته غورځنګ خان (عدنان شاه) د خپلې قبيلې مشر تورګُل ووژني او خپله د قبيلۍ د مشرۍ پټکے په سر کېږدي ۔
په دې ټول فلم کښې چرته هم د پښتون ښه اړخ نه دے ښودلے شوے او که چرته ښه کردار دے نو هغه پکښې  پښتون يا پښتنې ته نۀ بلکې غېر پښتنو ته ورکړے شوے ۔
د پښتنو په اړه يو بل منفي خبره دا هم ده چې دولت خان خپله ښځه لس کاله د خپلې مور رخسانې (ثمينه احمد) سره ملاوېدو ته نه ده پرېښودې کومه چې په يو جوړ هم او چرته هم د پښتنو د شان سره سمه خبره نه ده ۔

د فلم نوم : “کراچي سے لاهور”
ليکوال : ياسر حسېن
ډائريکټراو پروډيوسر: وجاهت رؤوف
په فلم کښې پښتانه اداکاران : رشيدناز

په دې فلم کښې د پښتو د يو کردار ښودلو ضرورت هم نه وو ولې بيا هغه ضرورت نه پوره کېدو د کوم ترمخه چې هريو تن په فلمونو او ډرامو کښې پښتون يو ټرک ډرائيور، څوکيدار، د ټيکسي ډرائيور او يا چرته په ښځو ظلم کوونکے ښائي ۔ ولې دلته قيصه د دغه هر څه نه هم خطرناکه او لويه ده ۔
دا خبره د هر يو پاکستاني وګړي په ذهن کښې په زور يا په خوښه ورننباسلے شوې ده چې څوک غلطه اردو يا کمزورې اردو وائي، د نارينه او زنانه فعل يا مفعول په فرق نه پوهېږي او نه ورله د يو يا ډېر فرق په اردو ژبه کښې ورځي ۔ هم دغه رنګ په دې فلم کښې هم دا ښودلے کېږي چې پښتون به ټرک چلوي او چې کوم غلط کار دے نو هغه به هم دے کوي ۔
رشيد ناز په دې فلم کښې د خان صاحب په کردار کښې داسې ښکاري چې ښکلي هلکان ئې خوښ وي ۔ صرف يو څو خبرې کومې چې به دا په ډاګه کړي چې په دې فلم کښې د پښتنو داسې شکل ښودل څه معنا لري او ضرورت ئې څه وو؟
“دا خو ډير ښکلے هلک دے، واه لاسونه ئې څومره ښائسته دي ۔ نزاکت خانه که دا زمونږ په کلي کښې وو نو اوس به نه وو بلکې اوس به د کلاشنکوف ډزې وې ” ۔ بيا خان صېب (رشيدناز) د اردو يو غلط شعر ووائي چې خدا جب نزاکت ديتا هے تو حسن آهي جاتي هے نزاکت خانه !
خان صېب يو بل کمال دا وکړي چې د ګاډي ټيک کولو په بدله کښې ترې هغه ښکلے هلک (سېم) د يوې ورځې او يوې شپې لپاره وغواړي او ځان سره ئې بوځي ۔
دلته يوه ښه خبره کول هم ضروري دي چې په يو ځائے کښې زعيم (شهزاد شېخ) وائي چې دغه خلک خو ډېر شريف او تخليقي صلاحيت لرونکے قوم دے که څوک دوي کم عقل ګڼي نو هغه پخپله کم عقل دي ۔
خو دلته دا خبره هم په ډاګه کېږي چې يو اړخ ته خو دوي پښتون صرف د ټرک ډرائيور په توګه ښائي او بل اړخ ته وائي چې شريف او تخليقي قوم دے ،د دوي په خپلو خبرو کښې څومره تضاد دے  ۔
د ټرک ډرائيورانو مېله يوه بله قيصه چرته چې پښتون صرف د ټوپک او تمانچو سره ښودلے شوے او غلطه اردو وائي ۔

دا دوۀ فلمونه په ټوله نړۍ کښې پاکستانيانو کتلي او ډېر ئې خوښ کړي دي ۔ فلم ”دختر“ اوس اوس په امريکه کښې د سنېما په پرده خپور شوے او خلک ئې ډېر په شوق ګوري، ستائنه ئې کوي چې ليکوالې ډېر په مړانه د زنانوو د حقونو خبره کړې ولې دا څوک هم نه وائي چې په دې کښې مثال د پښتون ولې ورکړل شوے دے ۔
دوئم فلم ”کراچي سے لاهور“ هم خلکو ډېر خوښ کړے او په شوق سره وائي چې د اردو سنېماګانو يو وارې بيا خپل معيار ښه کول پېل کړي خو د پښتنو پشمول يو تن هم دا جرأت نه دے کړے چې په فلم کښې صرف پښتون قام او پښتانه وګړي د خندا ګُوډاګي ولې ښودلے شي ؟
دغه رنګ يو بل فلم ”جواني پهر نهي آني“ چې اوس هم په سنېما ښودلے کېږي او د اردو فلمونو د تاريخ تر ټولو ښه فلم ورته وئيلے کېږي ، په دې کښې هم (صرف لږ وخت له) يو پښتون ځوان هلکانو اړخ ته مائل ښودلے شوے او په دغه فلم کښې د پښتنې مېرمنې په توګه چې کومه زنانه کردار ښودلے شوے هغه ګډه وډه اردو وائي او د ټوپک په زور په خپل خاوند خپل حکمونه مني ۔ بلکې تر دې چې د فلم شروع هم د دې مېرمنې د دې کردار نه کېږي چې په خاوند پسې ئې ټوپک راخستے وي او ورته وائي چې ټوپک زما قانون ۔ 

8/08/2015

اسلام آباد کښې د کچه آبادۍ ورانول، حقيقت څه دے؟


د کچه آبادۍ په ضد د سي ډي اے عملياتو نه وړاندې د دغه ځائے د ماشومانو سره يو عکس
 د اسلام آباد په کچه آبادۍ کښې ميشته خواوشا پينځويشت زره پښتنو د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې  دغلته ژوند کوو او د اسلام آباد (نام نهاده) پرمختيائي ادارې کېپټل ډويلپمنټ اتهارټي (سي ډي اے) دغه پښتانه د اسلام آباد هائي کورټ په حکم (وروستو به واضحه شي چې حکم څۀ وو؟) د دغه ځايه وويستل او کورونه ئې ورله وران کړل ۔ دغه پښتانه که قانوني اوسېدل او که غېرقانوني،دا يو ځان له بحث دے خو په کومه بې دردۍ چې ئې دوي وويستل او کورونه ئې ورله ويجاړ کړل هغه ما په خپلو سترګو ليدلي ۔ زۀ بې وسه ووم خو د زړۀ نه مې يو الله خبر وو چې څۀ پرې تېرېدل، بيا مې سوچ کوو چې کاش مونږ د کنډک په ځائے يو قام وے نو په چا کښې هم دومره قوت نشته چې يو قام ته دومره په سپکه وګوري ۔
اصل قيصه څه وه ؟ ولې دا خلک وويستلے شول او ولې آخر د نولس سوه اتيايم راهسې جوړ شوي دا کورونه وران کړے شول ؟ دوه ورځې د دغه ورانولو نه مخکښې، څلور ورځې د سي ډي اے د آپرېشن په مهال او وروستو د هر څه نه بيا هلته تګ او رپورټ کولو نه پس هر څه په ډاګه شو چې ولې دا هر څه وکړے شول ؟ هغه کوم حکم وو چې اسلام آباد هائي کورټ ورکړو او سي ډي اے چارواکو دومره زړۀ وکړو چې دا کورونه وران کړي ؟ صرف د آئي الېون سيکټر ولې وران شو؟ په اسلام آباد کښې خو نورې هم د شلو نه زياتې کچه آبادۍ دي نو بيا ولې صرف دا آبادي مخکښې کړے شوه؟
دلته 1200 پوري کورونه آباد وو۔ د ځائي اوسيدونکو وينا

د خلکو سره د خبرو دوران هغوي دا دريځ خپل کړے وو چې مونږ هسې دلته نه يو ميشته، بلکې د سي ډي اے چارواکو د کور يا کوټې جوړولو په وخت زمونږ نه باقاعده پېسې اخستې دي ولې هم دغه خلکو د وخت تېري لپاره دا لويه غلطي کړې چې هيڅ ليکلے ثبوت ئې د هغه کسانو نه نه دي اخستي چا چې ترې پېسې اخستي ۔ د پاکستان عدالتونه خو ثبوت غواړي او دغه بې تعليمه، مزدورکاره او کډوالو پښتنو سره په دې اړه هيڅ ثبوت نه وو ۔ دا يواځې د دې ځائے مسئله نه ده بلکې د يو قام په حېث هم دا مسئله ده چې مونږ صرف د نن سوچ کوو سبا ته مو هډو پام نه وي بيا چې سبا مو څوک ډبوي نو مونږ وايو چې زمونږ سره زياتے کېږي ۔
د آئي اليون په کچه آبادۍ کښې 2300 خاندانونه ميشته وو
د پښتنو سامانونه څو ورځې په لارو کښې پراته وو
اوس به راشو لږ قانوني اړخ ته، چې آخر کومې فېصلې سي ډي اے له دومره حوصله ورکړه چې دا دومره لويه آبادي ورانه کړي؟ ما چې کله د دې قيصې په اړه د سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن پخواني صدر او د عوامي ورکرز پارټۍ مرکزي صدرعابدحسېن منټو صېب نه پوښتنه وکړه نو هغه راته ووئيل چې په اصل کښې دا قيصه د کچه آبادۍ نه وه او نه په عدالت کښې د کچه آبادۍ په ضد څه درخواست جمع کړے شوے وو بلکې هم د دې کچه آبادو نه يوه آبادۍ کښې يو تن ته د شناختي کارډ جوړولو ستونزه رامخې ته شوه او نادرا دفتر (څوک چې شناختي کارډونه جوړوي) ته لاړو نو هغوي ورله کارډ نه جوړوو ځکه چې د هغه تعلق د کچه آبادۍ سره وو۔ دغه تن د نادرا په ضد اسلام آباد هائي کورټ کښې يو درخواست جمع کړو چې زما د کارډ ستونزه دې هواره کړے شي ۔ عدالت د نادرا ادارې ته حکم وکړو چې دا تن پاکستانے دے او بايد کارډ ورله جوړ کړے شي ۔ بس قيصه ختمه شوه خو د اسلام آباد هائي کورټ معززه جج دغه کېس ختم نه کړو، حالانکې د دې سړې کېس صرف او صرف ددې پورې وو چې ما ته دې کارډ راکړے شي ۔ عابدحسېن منټو صېب وائي چې دغه کېس په دې ځائے ختمول پکار وو ولې جج صېب د کچه آباديو ټول ريکارډ د چارواکو نه وغوښتو او چې کله هغوي په عدالت کښې رېکارډ جمع کړو نو جج صېب په باقاعده توګه حکم جاري کړو چې د کچه آباديو په ضد دې کارروائي وکړے شي او دا دې ورانې کړے شي ۔ اوس سوال دا راپورته کېږي چې د کارډ قيصه کوم ځائے وه او د کچه آبادۍ د ورانولو قيصه کوم ځائے؟ د دې دواړو خپل مئينځ کښې تعلق څه دے او ولې جج صېب دا حکم جاري کړو؟ د پاکستان د نولس سوه درې اويايم د آئين ترمخه آرټيکل نهم کښې هر پاکستاني وګړي ته دلته د ژوند کولو حق ترلاسه دے ۔ منټو صېب د ژوند کولو مطلب واضحه کولو په وخت ووئيل چې د ژوند کولو مقصد صرف ساه اخستل نه دي بلکې د ژوند ټول ضرورتونه خپلو اوسېدونکو ته ورکول د يو رياست ذمه واري ده ، که چرې داسې نه وي نو د دې ښکاره مطلب دا دے چې رياست خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي ۔
عابد حسين منټو، د سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن پخوانے صدر، مرکزي صدر عوامي ورکرزپارټي
دا خبره څومره صحيح ده او څومره غلطه خو سوال دا دے چې د يو ماهر قانون د خُلې دا خبرې زمونږ د دغه معززه جج په نظر کښې څه حېثيت لري او کنه؟ آيا د پاکستان آئين د دې وطن اوسېدونکو ته څه بنيادي حقونه ورکوي؟ که ورکوي نو هغه رياست پاکستان تر کومه حده پورې پوره کوي؟ که نه پوره کوي نو معززه عدليه يا د پارليمان په يخو ودانو کښې ناست د خلکو په ووټونو ټاکلے شوي مشران څه کوي؟ د جمهوريت دعوه لرونکي خلک چرته دي؟ د جمهوريت د پياوړتيا لپاره خو آئيني حدونه نه پېژني ولې د غريب د سر سېورے ختمولو په وخت دغه نام نهاده مشران غلي ناست وي ولې ؟
دآئي اليون آبادۍ ورانيدو وروستو يو منظر
ګنهګار څوک دے او بې ګناه څوک ؟ دا فېصله کول د هغه ادارو کار دے د چا چې دا ذمه واري ده خو يو څو سوالونه دلته نور راپورته کېږي ۔ وړومبے خو دا چې د اسلام آباد دننه خواوشا شل يا يوويشت کچه آبادۍ موجودې دي، آيا سي ډي اے به د دغه ټولو په ضد کارروائي وکړے شي؟ د پښتنو يوه لويه شمېره په پلازمېنه اسلام آباد کښې ميشته ده، د يوې اندازې تر مخه دغه شمېره د سرښار د ټولې آبادۍ شپېته فيصده ده ولې د پښتنو دلته نه خو مشران په نظر راځي او نه د دې غريبو پښتنو د کورونو ورانېدو په وخت مونږ څوک وليدل ۔ آو يو څو مشران راغلي وو، د ميډيا سره ئې خبرې وکړې، تصويران ئې په سوشل ميډيا خواره شو او بيا چا ونه ليدل ۔
د اردو ژبې ميډيا دې آبادۍ ته افغان بستي وئيله، زۀ دا هر ګز نه وايم چې دلته افغانان (پښتانه نه اوسېدل (په اردو ميډيا کښې د افغان نه مطلب افغانستانيان اخستے کېږي) ولې د سي ډي اے چارواکو سره چې ما کله هم خبرې کړي نو هغوي ښه په ډاګه وئيلي چې دا "افغان بستي" نه ده بلکې کچي بستي ده چرته چې صرف پينځه فيصده افغان مهاجرين او باقي د پاکستان پښتانه اوسېدل ۔ د دې سوال په جواب کښې چې ولې دا آپرېشن وشو د سي ډي اے چارواکي وائي چې که د اسلام آباد هائيکورټ حکمنامه نه وې نو هم به دا کورونه ورانېدل ، ولې د نورو کچه آبادو او په خصوصي توګه د هغه خلکو په اړه څوک چې د اسلام آباد صفائي کوي يا نور خدمت کوي نو د سي ډي اے چارواکي وائي چې هغوي ته به په باقاعده توګه بيل کورونه يا فليټونه ورکولے شي ۔ اوس دا فېصله به څوک کوي چې د اسلام آباد د خدمت مطلب څه دے ؟ اسلام آباد کښې څومره غېرقانوني لوئې لوئې بنګلې او پلاټونه دي؟ کومو لويو خلکو په هغې قبضې کړي دي؟ آيا داسې څه منصوبه شته چې چرته کښې هم او چا هم په غېرقانوني توګه په زمکه قبضه کړې نو د هغوي په ضد به پوره پوره او بغېر د مالدار او غريب د امتيازه کارروائي کولے شي ؟ نۀ لا داسې څه نشته خو د اسلام آباد په لويو لويو څوکو او يخو محلونو کښې ناستو خلکو په سترګو کښې پښتانه ازغي ښکاري او ګڼي چې پښتانه صرف د ځان تر حده سوچ کوي د اسلام آباد په پرمختګ او خدمت کښې هيڅ څه کردار نه لري ۔
د کورونو ورانيدو نه وړاندې دغه خلکو احتجاج هم کړے وو چې پکښې ماشومانو او زنانوو برخه اخستې وه
په پلازمينه اسلام آباد کښې د پښتنو کورونه وران شو، سامانونه ئې د خاورو لاندې شو ولې تپوس ئې چا ونه کړو
يوه خبره بله چې د کچه آبادۍ د ورانولو نه مخکښې ما ليدلې هغه دا ده چې دلته پښتانه اوسېدل دا خو په ډاګه وه خو د پښتنو هغه خويونه دوي د خپل تاوان په وخت هم کول د کوم په اړه چې خوشحال خان بابا درې سوه کاله وړاندې ژړا کړې وه :
اتفاق په پښتانه کښې پېدا نه شۀ
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کۀ
زما پوره يقين دے چې که په دغه پينځويشت زره پښتنو کښې اتفاق وې نو چا به هم ورته په کږه سترګه نه وو کتلي ۔ په کوم حال چې د قرآن پاک په لاس زنانه د کوټو د چهتونو نه راکوزې کړې شوې او بيا لکه د ځناورو په زمکو راښکلے شوې دا د ليدو منظرونه نه وو او نه پښتون دا زغمي چې د هغه زنانه دې دومره په بې عزتۍ سره د کورونو نه وباسي، هغه که پوليس وي يا نورې طاقتورې ادارې ۔
د اتفاق په اړۀ به زۀ صرف دومره ووايم چې ما د رپورټنګ په وخت د هم دغه ځائے يو اوسېدونکي ته ټيليفون وکړو چې ستاسو د سي ډي اے والا سره نن خبرې وې آيا شته او کنه؟ هغه ما ته ووئيل چې نۀ مونږ ته سي ډي اے والا وخت رانه کړو۔ زۀ چې وروستو خبر شوم نو هغه تن ئې د ملاقات لپاره نه وو رابللے او نه کوم کسان چې د سي ډي اے چارواکو سره ملاقات له تلي وو دې ئې خبر کړے وو نو ځکه هغه ما ته هم ووئيل چې نن ملاقات نشته ۔ حالانکې دې ښه خبر وو چې ملاقات شتۀ خو هغه پخپله او د هغه د ګوند نور کسان د دغه خبرو اترو برخه نه وه نو ځکه ئې ما ته هم ووئيل چې نۀ څه نشته ۔ وروستو بيا هم د دغه اختلاف نتيجه ټولو پښتنو وليده چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کښې د پښتنو ماشومانو، زنانوو او نارينوو سره کوم سلوک وکړے شو ۔ 

6/29/2015

پښتون ولې خفه دے؟


د دې خاورې هر پښتون د هر وخت د چارواکو او ذمه وارو نه دا ګيله کړې ده چې هغه سره کله هم انصاف نه دے شوے او نه ورته چا کله خپل حق ورکړے دے ۔ ټول عمر ئې د فرياد لمن کلکه نيولې او صرف دغه چغه وهي چې ولې د پښتون قام حق هغوي ته نه ورکولے کېږي ولې په دې خبره ئې کله هم سوچ نه دے کړے چې صرف پښتون نه بلکې هر هغه قام چې د هغوي نه خپل مشر، د خپل ژوند مقصد او د ژوند تېرولو لپاره ضرورې توکي هېر وي هغه قام کله هم نه خپل حق اخستے شي او نه کله د نړۍ د قامونو سره خپل ځان په صف کښې ودرولے شي ۔
په دې خاوره د پښتونخوا، قبائلي سيمه او د بلوچستان پښتانه ښه په ګڼ شمېر کښي آباد دي چا له چې لوئے څښتن په هر مېدان کښي د وسائلو يوه لويه ذخيره هم ورکړې ولې د دغه ذخيرون نه د پښتنو نه زيات نور خلک ګټې پورته کوي او پښتانه په دې وطن د تېرو اته شپېتو کالو راهسې لکه د غلامۍ په زنځيرونو د بندي غوندې ژوند تيروي ۔ نه ئې په وسائلو اختيار شته نه دومره خپلواکه دي چې د خپل حق لپاره په جار آواز پورته کړي ۔ او زما دپاره د لوئے افسوس خبره دا هم ده چې د پښتون نه خپل مشر ورک دے ۔ يو پښتون د يو مشر سندرې وائي بل د بل ۔ ولې د اتفاق يعنې د يووالي د ټکي سره ئې دښمني دي ۔ لکه سترخوشحال چې هم د نن د پښتنو لپاره درې نيم سوه کاله پخوا دا شعر وئيلے وي ۔
اتفاق په پښتنو کښي پېدا نه شۀ
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کۀ
نن مغل نشته او د مغل ګرېوان پاره پاره شو خو پښتون هم د ځان په خوږو نه ځان پخپله پوهه کړو او نه نورو خلکو هغه په دغه خوږو پوهېدو ته پرېښودو ۔ زما پښتون په عمومي توګه ګيله مند پاتې شوے او ټول عمر ئې د وخت د زردارو نه ګيله کړې ولې په دې ئې کله هم سوچ نه دے کړے چې ګيله مند ولې يم ؟ ولې زما وينه دومره ارزانه ده چې هر څوک ئې په هر وخت او هر ځائے کښي په اسانه تويوي ۔ خو خير په دې کښې هم که ځان ګرم بولو نه هم نو مونږ ګرم يو چې ولې مونږ لا د حمزه بابا هغه ارمان پوره کړے نه دے چې
څو چې راغونډ په يو مرکز ئې نه کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم
د حمزه بابا د ذاتي ژوند سره به ډېر پښتانه ليکوالان اتفاق نه لري خو د هغه دغه لفظونه نن هم آوازونه کوي چې شتۀ داسې څوک چې د پښتون وطن تاله ترغه وطن راټول کړي، شتۀ داسې څوک چې د پښتنو هرې تپې ته د جرګو سره لاړ شي او ورته ووائي چې يه پښتنو په تاسو څه شوي دي چې يو خوا درنه خپل مشر ورک دے بلخوا په هر ځائے کښې تاسو ډبولے کېږئ، ستاسو د ورکولو سازشونه روان دي ۔ څوک هم ستاسو وجود منلو ته تيار نه دي ۔
بيا هم که څوک راپېدا شي نو آوازونه به وکړي خو لکه چې خوشحال خان خټک نه واخله تر ننه پورې هر پښتون اديب او شاعر په دې خبره پوهه دے چې پښتون په يوه نقطه او يوه خبره راټولول ګران څه چې ناممکنه ښکاري نو بيا ولې پښتون د يو قوم په حيث مونږ معارفي کوو ۔ يا خو به دا قوم نه وي او که وي نو بايد چې لکه د نورو قامونو د خپلو شريکو مفاداتو او حقونو لپاره په ګډه سره آواز بلکې چغه پورته کړي ۔ که څوک د دۀ حق ورکولو ته تيار نه دے نو په پښتون قام کښې داسې د سر سړي پکار دي چې خپل حق په زور د اخستو توان لري او که داسې ونه شي نو ګرانه ده که پښتون د خوشحالۍ مخ وويني ۔ يا خو دې پښتون د يو قام په حېث ځان ثابت کړي او يا دې په قلاره کښېني او هم دغه رنګ به ټول عمر په خفګان کښې تېروي ۔ 

وضاحت: دا زما ذاتي رائے ده د دې سره اختلاف د هر وګړي حق دے او دغه اختلاف که په ليک کښې مخې ته راشي نو ډېر خلک ترې فائده پورته کولے شي مننه 

3/18/2015

زۀ افغان يم خو افغانستانے نه يم

د ډېرې مودې راهسې مونږ يو څو ملګري په دې سوچ کښې وو چې مونږ افغانان يو، پاکستانيان يو، پښتانه يو او که افغانستانيان يو۔  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ؟ هم دې سوچ مونږ دې نتيجې ته ورسولوچې مونږ څه یو او مونږ له څه کېدل پکار دي ـ اول خو دا چې مونږ پښتانه يو (نو افغانان هم شو ځکه چې ټول پښتانه افغانان هم دي) بيا پاکستانيان يو ځکه چې شين شناختي کارډ او شين پاسپورټ لرو ۔ د پولې دې اړخ ته اوسېدونکي ټول پښتانه، که هغه په پښتونخوا کښې دي او که په بلوچستان کښې, بايد په دې خبره سوچ وکړي چې که مونږ د ډيورنډ کرښه منو او کنه خو دنيا ئې مني او مونږ ټوله نړۍ د پاکستاني په نوم پيژني ـ ډېر خلک به دا ګیله هم کوي چې نه زمونږ پلار نيکه د افغانستان دي نو مونږ به څنګه هغه وطن هېر کړو ؟ دلته دا خبره په ډاګه کول پکار دي چې مونږ د کوم قانون لاندې ژوند کوو نو د هغي مشري څوک کوي؟ مونږ د چا لپاره منډي ترړې وهو، مونږ د کوم نظام د لاندې سبقونه وايو؟ مونږ د کوم نظام لاندې ټريفکي اصول خپلوو؟ مونږ د کوم نظام لاندې د پوليسو او فوجدارۍ مقدمې کوو؟ تر ټولو مهمه مونږ د کومې پيسې د لارې خپل ځان او خپل بچي پالو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ که په دې هر څه مونږ سوچ وکړو نو کيدے شي ډير څه مو ذهن ته راشي ۔
       اوس به راشو لږ د هغه خلکو اړخ ته څوک چې ډېر د افغانستان افغانستان چغې وهي ۔ په سياست کښې هم مونږ د وړوکوالي راهسې ډېرې چغي اوريدلې چې افغانستان زمونږ وطن دے افغانستان تر اټکه دے بلکې تر جهلمه دے ۔ بايد پښتون يو پښتونستان جوړ کړي او د ټولې دنيا پښتانه ورته راغونډ شي ،خو نن هم هغه سياستدانان د پاکستان دننه د هغه خلکو مرستيال دي څوک چې به هغوي د پنجابي استعمار او د پښتون د دشمن په نومونو بلل ۔ نو بيا ولې مونږ د افغانستان د پاکې خاورې بې عزتي وکړو او خپل ځان نه د دين کړو او نه د سادين ۔
         بله مهمه خبره دا هم ده چې د نن پاکستاني پښتون او د افغانستان په پښتون کښې ډېر فرق هم دے عن تر دې چې د افغانستان په پښتو د پښتونخوا پښتون ډېر په ګرانه پوهيږي ۔ بلکې مونږ تر اوسه لا په دې شش و پنج کښې يو چې مونږ ټيک پښتو وايو او که د افغانستان پښتانه ۔ هغوي دا دعوه کوي چې هغوي ټيک پښتو وائي او مونږ دعوېدار يو چې مونږ ۔ د افغانستان پښتانه چې د بلې ژبې څه نوے ټکے وويني نو زر ورله خپل ټکے جوړ کړي په کوم چې صرف هغوي پوهېږي لکه تيلي ويزون، راډيو، ټريفيکي تريجيدي او داسې نور۔ ولې دې اړخ ته پښتانه دا وائي چې کوم ټکے هم جوړيږي نو بايد په مشاورت سره جوړ شي ولې پښتون قام به څوک په يوه خبره متفق کوي؟ پښتانه پوهان لا په دې نه دي متفق چې زمونږ املا کومه ده ۔ د افغانستان پښتانه وائي چې تاسو پنجابيان يئ او د پنجاب د ژبې يعنې اردو نه متاثره يئ ځکه ستاسو اوږده ے مونږ نه ليکو او مونږ به اوږده ے داسې (ی) ليکوځکه چې مونږ پنجابۍ پښتو نه منو ۔ د دې نه ورته ډېر داسې ټکي شته چې د پښتونخوا پښتانه ئې يو رنګ ليکي او د افغانستان پښتانه بل ۔
       دا به پرېږدو او دې له به راشو چې مونږ حقيقت پسند څومره يو؟ مونږ اته شپېته کاله په پاکستان کښې تېر کړل، مشران مو وائي چې مونږ پاکستان نه منو او نه د دې خاورې سره زمونږ څه تعلق شته ۔ مونږ خو د پاکستان د جوړېدو او د پښتونخوا په پاکستان کښې د شاملېدو مخالفت کړے نو بيا ولې د پاکستاني قانون د لاندې ژوند تېرولو ته مو خپل ځان نيولے دے ۔ خبره اصل دا ده چې مونږ د کومې خاورې اوسېدونکي يو نو بائد هغه ومنو چې هم دا زمونږه خاوره ده او زمونږ وطن دے که مونږ ترې ډېر هم انکاري شو خو په حقيقت کښې کله هم د دې خبرې انکار نه شو کولے چې مونږ د دې وطن اوسېدونکي نه يو او يا دا زمونږ وطن نه دے ۔
      راځئ چې د نن نه دا خبره ښه په ډاګه ومنو چې آو زۀ افغان يعنې پښتون يم، زما پلارنے ملک هم دغه افغانستان دے خو لکه څنګه چې ډېر جرمنيان د نړۍ په يو شمېر ملکونو کښې آباد دي ، لکه څنګه چې ډېر هندوستانيان د پاکستان جوړېدوروستو پاکستانيان شول، لکه څنګه چې هر عربے ملک سعودي عرب ځان ته نه وائي بلکې عربيان دي خو وطن ئې بيل دے  او هم هغه وطن د دغه اوسېدونکو پېژندګلو جوړه شوې د کوم نه چې مونږ پښتنو له هم سبق زدۀ کول پکار دي ۔ ۔

3/09/2015

Women are not for Sale .. March 8th 2015

We are living in a country where every day we listen, we read about the victimization of a part of our society, calling them Women- being thought a second-rate part of the society-….
Women have equal part to partake and to play their role for the betterment of the social order and realm.  The participation of women in daily routine life, especially in economic sector of the Pashtun society, is lacking on its part, which needs to be made more and more enhance in this regard.
The mentality of our nation should also be measured in the context of women rule over the society and over the men of the so called civilized society of our terrain. The 49.2 percent of the population are still facing many problems including their freedom of speech, education, health and the power of decision, not accepted by the men living with them. Every house consisted of a large number of women; still their majority has no authority in real sense. They are being considered inferior to men because of their biological structure.
Today, in era of science & technology, women are ruling everywhere except in Pashtun’ society, where they are still being considered a weakest generation of the world, because they can’t uphold a heavy weight.

Globally women are fully participating in every field where they are free to walk, free to live, free to express their views, free to share their internal feelings freely; but we can’t bear it because we are mentally mature yet.
The International Women day-8th March- every year observed as International women’s day with intentions to protect the women rights globally. For this purpose long speeches with good wording come from the political leaders in addition with the civil society campaigns and seminars, but with no result. 
Why do we think they should have a substandard life? Because they are not being let to do what they want... Because we think they are not a part of nation who can have something for this nation…
Let’s not to celebrate only 8th of March for them but every day belongs to them as they are not only the beauty of the world, but they are equal part of this world too..

Happy International Women’s Day

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.