3/31/2016

د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې


د افسوس خبره خو دا هم ده چې پښتانه لا يو نه دي او که يو شو نو بيا به کله هم د دوي حق ته څوک په کږه سترګه ونه ګوري ، دغه ورځ به کله راځي ؟ امکان يي شته خو د انتظار د غرمو سېوري ته لا ټول پښتانه ژوند کوي چې کله به دغه زېرے اوري
رحمت شاه سائل صېب وايي

چرته چې چا برخې د مينې د دنيا ويشلې

هلته زمونږه د جذبو ژبې ګويانه نه وې

نه مو چا شور واورېدو نه مو چرته اور پورې کړۀ

جذبې د مينې خالي داسې له وجدانه نه وې

           خو د پېښور خاوره له مودو راهسې بې ايمانه هم ښکاري او بې جانانه هم ۔ د جانان تذکره خو هلته څه بې فائدې غوندې ښکاري ځکه چې لا خو د پېښور يا پښتونخوا خلک د ژوند په خوږو او د امن په خوند پوهه شوي نه دي، چې کله لږ د امن موسم وويني نو زر پرې د يو خوا نه د بارودو تور لوګي رانازل شي او بيا چې بېرته خپل ځاے له راځي نو د ژوند خوند رنګ او د تېر ژوند قيصې ترې ټولې هېرې وي ۔ د بارودو د شنو لوګو نه چې لږ دمه شي نو د مزدورۍ، خوارۍ او د بچو د رزق فکر يې په وجود خور شي او چې د هغې وزګارېږي نو ژوند يې د لاسه ورکړے وي ۔ دا داسې خلک دي چې د چا لپاره د ژوند ټول کلونه پوره کول ضروري هم نه دي ځکه چې کله خو يې بچي د لسو کالو د عمر نه وړاندې د چاودنو ښکار شي او کله په خپله د داسې ناڅاپي مرګ سره مخ شي چې بنده پرې د ارمان نه سېوا هېڅ نه شي کولے ۔

          د دوه زره يو راهسې روان د پښتنو په خاوره د ترهه ګرۍ پرضد جنګ لا ختم نه دے او نه په لنډه موده کښې يې د ختمېدو اراده په نظر راځي، لا هېڅ معلومه نه ده چې څومره پلاران به د بچو لپاره قربانۍ ورکوي، څومره مئېندې به بُورېږي او څومره بچي به يتيمانان کېږي خو د افسوس او غم خبره دا ده چې د دوي قربانۍ څوک مني هم نه ۔ لرې به نه ځو خو په تېره لنډه موده کښې که وګورو نو د شپاړسم دسمبر دوه زره څوارلسم نه راپه دېخوا لا د بارودو لوګي ساړه شوي نه دي ۔ پر باچاخان پوهنتون د بريد نه لا وزګار نه وو چې په شبقدر کښې چاودنه وشوه او هغه غم لا هېر نه وو چې په پېښور کښې د سنهري جومات مخې ته د سرکاري کارمندانو په بس کښې  اور بل شو او لا ترې د بارودو شنه لوګي خېژي ۔ دا خو يواځې لويې پېښې دي دا هسې په ډز ډوز کښې مرګ ژوبله خو اوس خلک ګپ ګڼي ځکه چې هغوي د لسګونو او سوونو مرګونو سره عادت شوي دي ۔

          د دغه قربانو د نه منلو يوه بېلګه يې تېره ورځ مونږ په خپلو سترګو وليدله ۔ کله چې پر باچاخان پوهنتون بريد وشو نو د دې ملک (پاکستان) وزيراعظم نوازشريف د ملکه بهر وو او يواځې د غندنې او افسوس د پېغام ورته يې هېڅ څه وئيل مناسب ونه ګڼل او يا ورسره د وخت کمے وو ۔ بيا چې کله د سرکاري کارمندانو پر بس بريد وشو نو هم دغه حال وو خو چې کله د دې ملک (پاکستان) په مشره صوبه کښې بريد وشو نو وزيراعظم نه صرف لاهور ته لاړ، هلته يې د يوې غونډې مشري وکړه بلکې روغتون ته هم ورغلو او د ژوبل کسانو پوښتنه يې وکړه ۔

          د دې مقصد کله هم دا نه دے چې ګنې پښتانه په لاهور کښې په مړو خلکو خوشحاله دي خو د وزيراعظم نه يې ګيله پر ځاے ده ځکه چې هغه که د پنجاب وزيراعظم وي خو بيا ترې د ګيلې حق پښتانه نه لري خو که نه د ټول ملک د مشرۍ دعوه کوي نو بيا د پېښور، کراچۍ، کوئټې، چارسدې، خضدار، ژوب، مستونګ، شبقدر، ملاکنډ، مردان خلک د دې پوښتنې حق لري چې ولې يواځې وزيراعظم صېب د لاهور په چکر لاړو، خپله د امريکې دوره يې هم وځنډوله او وروستو يې د هغه خلکو لپاره د مالي مرستو اعلان هم وکړ ۔

          د مالي مرستو نه راياد شو چې دا اعلانونه د لاهور د خلکو دپاره يواځې وزيراعظم يا د هغې صوبې اعلی وزير نه دي کړي بلکې د بلوچستان او سيند صوبې اعلی وزيرانو هم د مالي مرستو اعلانونه ښه په نره او ډاډ زړه وکړه، په کراچۍ کښې د يو سياسي ګوند له خوا د هغه خلکو دپاره دعا وشوه او شمعې هم بلې شوې ۔ دا يواځې د لاهور د خلکو دپاره کېږي ، د پېښور يا کوئټې خلک يا خو دا حق نه لري او يا د دوي سياسي ګټې په دغه سيمو کښې دومره نه دي لکه څومره چې په پنجاب او لاهور کښې دي ۔ د پېښور ګلالي ماشومان چې ووژل شو نو هم د يو شمېر اعلانونه شوي وو خو زۀ نه يم خبر چې په څومره به عمل شوے وي ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  خو د هغوي مور او پلار لا د خپلو بچو د قاتلانو په تکل کله په سړکونو لاريون کوي او کله د عدالت د لارې انصاف ته په انتظار وي ۔

          کله چې پر باچاخان پوهنتون بريد وشو نو يوه ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوه، فېصلې هم راغلې او د ياد پوهنتون د امنيت مشر (اشفاق خان) يې د خپلې څوکې څخه د لرې کولو سفارش وکړو (زما په خيال هغه لرې کړے شوے هم دے) ۔ څه خلک هم ونيول شو خو نه د هغه شهيدانو لپاره د مرکزي حکومت له خوا څه اعلان وشو او نه د صوبايي حکومت له خوا هغه اعلانونه وشو د کومو لپاره چې څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون محصلينو احتجاج کړے وو ۔

          باچاخان پوهنتون بيا هم په دې وجه د خلکو په نظر کښې وو چې يوه تعليمي اداره وه او زدۀ کوونکي پکې وژل شوي يا ژوبل شوي وو خو د پېښور په صدر کښې چې څه موده وړاندې په بس کښې کوم بې ګناه خلک وژل شوي وو هغه د خلکو نه هېر دي ۔ نه ورله کوم سياسي ګوند ،نه مذهبي ګوند د مالي مرستو غوښتنې وکړې  او نه يې ورله چرته يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د حکومت نه دا غوښتنه شوې وې چې د تعليمي ادارو امنيت دې ټينګ کړے شي ۔ خو ولې به کوي ؟ ځکه نه کوي چې د خېبرپښتونخوا په ووټونو څوک د ملک وزيراعظم نه جوړېږي ۔ که د لاهور دپاره يې کوي نو هلته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کښې تر ټولو زياتې څوکۍ دي او چې څوک هم په ټول ټاکنو کښې د پنجاب نه برے ترلاسه کړي وزيراعظم جوړ شي ۔

          د دې هر څه نه ورته د باچاخان پوهنتون د بريد وروستو يوه کميټي جوړه شوه، فېصلې هم وشوې، په لاهور د بريد ورستو هم کميټي جوړه کړې شوې او لګيا ده خپل کار کوي خو د پېښور په ارمي پبلک سکول شوي بريد د پلټنو او يا د دې د ذمه وارو د بشپړولو لپاره لا کوم داسې ګام نه دے پورته کړے شوے ۔ که د دغه وژل شوو ماشومانو مور پلار احتجاج هم وکړي نو پاکستاني ميډيا ورته هېڅ ځاے نه ورکوي (او يا هغوي منع کولې شي) او بيا اخيري لار هم دا وه چې څو ورځې وړاندې دغه پلارانو او مئېندو د پېښور په لوے عدالت (هائيکورټ) کښې د پېښې د پلټنو او عدالتي کمېشن جوړولو لپاره يو درخواست جمع کړو د کوم چې لا څه فېصله نه ده راغلې ۔

سوال دا دے چې پښتانه وژل کېږي، پښتانه ترهه ګر ښودل کېږي، د پښتنو شناختي کارډونه ختمول کېږي (يا بلاک کولې شي)، ايا پښتانه د دې وطن اوسېدونکي نه دي؟

          په پنجاب کښې د ترهه ګرو پر ضد د عملياتو فېصله وشوه خو اعلی وزير يې وايي چې لکه د سيند به د هغه په صوبه کښې عمليات نه کېږي، په سيند کښې د ادارو دننه کرپشن (يا درغلۍ) لړ کښې هم په لوے کچ عمليات شوي دي او سياسي خلک هم نيول شوي خو پنجاب خپل زور ښايي چې نه سياسي خلکو ته به هېڅ نه وئيل کېږي او يواځې د وسله والو پرضد به عمليات کولې شي خو په دې خبرو کښې هم دا نه ده په ډاګه کړې شوې چې کومې وسله والې ډلې سياست کوي ايا د هغوي خلاف به هم عمليات نه کېږي؟ ځکه چې د پنجاب اعلی وزير شهبازشريف په وېنا چې سياسي خلکو ته به څوک څه نه وايي ۔ (دا خبره پاکستاني ميډيا کوي)

          پښتونخوا، بلوچستان او قبائلي سيمو سره سره په کراچۍ کښې د وسله والو پرضد عمليات ښه په درز کښې روان دي، په لکونو قبائلي ولس بې کوره شوي يا بې کوره کړې شوي دي او د مياشتو نه بلکې د کلونو راهسې د کډوالۍ ژوند کوي بيا د هغوي څه ګناه ده؟ ايا هغوي د دې وطن مېشت وګړي نه دي؟ په قبائلو خو د اېف سي ار په شکل کښې يو داسې خونړے او تور قانون ورتپل شوے چې د اپيل، دليل او وکيل حق نه لري بس چې بادشاه څه فېصله وکړه نو هغه به هر څوک مني لکه څنګه چې په مارشل لايي دور کښې يو آمر يا ډکټېټر فېصلې کوي ۔ نو بيا د جمهوريت مطلب او دعوې څه شوې؟

          د افسوس خبره خو دا هم ده چې پښتانه لا يو نه دي او که يو شو نو بيا به کله هم د دوي حق ته څوک په کږه سترګه ونه ګوري ، دغه ورځ به کله راځي ؟ امکان يي شته خو د انتظار د غرمو سېوري ته لا ټول پښتانه ژوند کوي چې کله به دغه زېرے اوري ۔

په داسې وخت کښې که سائل صېب ګيله کوي نو بې ځايه نه ده چې :

د پښتنو کوڅې خو داسې بې ايمانه نه وې

داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.