7/13/2015

شعور او لاشعور ۔ ۔ ۔ ۔ د ياسر علي شاه ياسر د قلم نه


د ډېرې مودې نه زۀ په دې فکر کښې ووم چې دا شعور څه شے دے او د لاشعوري دنيا حقيقت څه دے؟ ما په دې حواله مطالعه شروع کړه ۔ په دې موضوع په پښتو ژبه کښې کتابونه نه وو نو زۀ مجبوره ووم چې په دې حقله د اردو ژبې لمنه ولټووم ۔ يو خوا که زۀ حېران شوم نو بل خوا د خفګان مې هم څه انتها نه وه ولې چې په دې حواله کۀ په اردو کښې ډېر کار نه دے شوے خو د پښتو په مقابله کښې د نفسياتو په اړه سل چنده زيات کار شوے ۔ د فرائډ زيات تره کتابونه اردو ته د نورو ژبو نه ژباړلے شوي دي ۔ نو ماهم اردو کښې تقريبٌا هغه ټول کتابونه ولوستل چې د هغې د نفسياتو سره څه نه څه علاقه راتله ۔ خو هغه کتابونه دومره په علمي کچ ليکلے شوي دي چې زما غوندې مبتدي او د متوسطې مطالعې خاوند ته په هغې رسېدل ګران دي ۔ نو زۀ کوشش کووم چې د نفسياتو لحاظ سره د لاشعور او د شعور په اسانو ټکو کښې وضاحت وکړم ۔ داسې که به يو خوا د خپلې ژبې سره د مينې حق ادا شي نو بل خوا به د عمران اشنا د دغه حکم تعميل هم وشي چې باچاجي په دې حواله څۀ ليکل وکړه ۔
هسې خو شعور د نفسياتو هغه صفت دے چې دا په حېوانيت او انسانيت دواړو کښې قدر مشترک دے خو دا په نفسِ انسان کښې په درې برخو منقسم دے او هم دا وجه ده چې د انسان او حېوان په مئينځ کښې د بېلتون لويه او او اهمه وجه ده ۔ حېوان خو د شعور مالک وي خو د تحت الشعور او د لاشعور د بنيادي صفت نه محرومه وي ۔ زما خو خپل فکر دا دے چې د انسان په شخصي او عقلي لحاظ ځکه غالب حېثيت لري چې دے د شعور او لاشعور ترمئينځه ربط راوستے شي ۔ دغه ربط کله د شاعرۍ رنګ واخلي، کله د مصورۍ زرغونه په ځان راخوره کړي، نو کله د موسيقۍ په چپو خپله لاشعوري احساسات په غېرشعوري انداز کښې د درد سانده کړي او بيا د شعور او لاشعور ترميانه د تحت الشعور کردار هغه مستحکم کردار دے چې د دې په ذريعه د حواسو تکميل او تفريق وشي ۔
            دغه تکميل او تفريق د پېدائش نه پس د هغه مرحلې نه شروع شي چې کله ماشوم تے روي او هم تے رول د شعور هغه ښاخ دے چې د فکر او شعور ترمئينځه د اصليت پابند وي ۔ د ماشوم په ارتقا کښې لويه خوشحالي د دۀ په وخت خوراک حاصلول دي ۔ څه موده پس دغه ماشوم د خوراک سره سره محبت هم وپېژني او په اساسي توګه په خپله وړه دنيا او په خپل وړوکي ذهن کښې يو جامع اظهار او تعريف هم لري خو د قوت بيان نه عاجزه وي ۔ هم د دغه عجز له کبله دے خپله مينه برقرار غواړي چې دے خپل اُوده شعور د رفتار قابل کړي ۔ دا هرڅه دے په غېرشعوري توګه نه کوي بلکه د شعور صفت په دۀ باندې حاوي وي او دا د دۀ په دماغي روغتيا انحصار لري ۔ که چرې په دې دوران کښې داسې غم راشي کوم چې د قدرت مظهر وي نو هغه د ماشوم په ژوند يو لوئے اثر غورځوي ۔ مثال په توګه که چرې د ماشوم مور په داسې حالت کښې مړۀ شي چې دے د خپل احساس اظهار نه شي کولے او دے دغه درد په شعور کښې محفوظ کړي ۔
اکثر زمونږ خلک وائي چې ماشوم لا کم عمره دے نۀ پوهېږي، ولې زۀ د دې سره دومره اتفاق ضرور کووم چې آو دا ماشوم نه پوهېږي خو دے په دې خو پوهېږي چې د ژوند په يو اړخ کښې مې غېرمعمولي بدلون راغلے دے ۔ دے اندازه د پردۍ ښځې د هغه تي او پيو نه لګوي چې دے ترې هغه لذت نه اخله او هغه اطمينان نه محسوسوي کوم لذت او کوم سکون به چې دۀ د خپلې مور د پيو نه محسوسوو ۔ کله به چې په دۀ معمولي تکليف راغے نو خپلې مور به د دۀ خوا ته رامنډه کړۀ ۔ اوس دا هغه واړه واړه احساسات دي چې د شعور په واسطه په موده پس د لاشعور برخه جوړه شي ۔ اوس به دا ماشوم په ذهني او د طبيعت لحاظ سره د هغه واړو ماشومانو نه مختلف وي چې کومو ته د مور مينه حاصله وي ۔
بيا هم دا لاشعور يو انسان په غېرشعوري توګه پرېشانه ساتي ۔ داسې انسانان به تاسو په خپل امروزه ژوند کښې ډېرليدلي وي چې د هغوي تاسو سره د ملاوېدو نه پس وړومبۍ جمله دا وي چې زۀ خو نن ډېر خفه يم پته نشته په څۀ خفه يم او ولې خفه يم ۔ د انساني ژوند تمام حادثات او واقعات د وخت سره د لاشعور برخه جوړېږي ۔ د فرائډ په نکته نظر سره د لاشعور مثال د هغه ګودام دے چې هغې کښې کباړي کباړ يو خوا ته ايښے وي ۔ زما خپل فکر دا دے چې د انسان ارتقا او پېدائش که جسماني لحاظ سره مختلف وي نو دا دې ذهني لحاظ سره هم مختلف وي ۔ که دوۀ ماشومان په يو ځائے وشي نو ضروري نۀ ده چې جسماني لحاظ سره سره به دوي په ذهني لحاظ سره هم د يو بل نه زيات تفاوت ولري ۔ د ماحول تبديلي، د خلکو رويه او د لاشعور مزے د دوي په شخصيت کښې په ذهني لحاظ د يو بل نه انفراديت راولي ۔
احساس د لاشعور سمندر دے او لاشعور د دغه سمندرکشتۍ ده ۔  د احساس ماده د لاشعور په تبه کښې اهم کردار اداکوي ۔ زۀ خپله خبره د ايډلر په دې خبره راټولووم چې هم دا لاشعور دے چې د فنون لطيفه محرک او باني دے خو زۀ د اېډلر د دغه خبرې سره دا خپله خبره هم د يوځائے کولو جسارت کووم چې هم دا لاشعور دے چې د انسان انفراديت ئې برقرار ساتلے دے ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.