6/29/2015

پښتون ولې خفه دے؟


د دې خاورې هر پښتون د هر وخت د چارواکو او ذمه وارو نه دا ګيله کړې ده چې هغه سره کله هم انصاف نه دے شوے او نه ورته چا کله خپل حق ورکړے دے ۔ ټول عمر ئې د فرياد لمن کلکه نيولې او صرف دغه چغه وهي چې ولې د پښتون قام حق هغوي ته نه ورکولے کېږي ولې په دې خبره ئې کله هم سوچ نه دے کړے چې صرف پښتون نه بلکې هر هغه قام چې د هغوي نه خپل مشر، د خپل ژوند مقصد او د ژوند تېرولو لپاره ضرورې توکي هېر وي هغه قام کله هم نه خپل حق اخستے شي او نه کله د نړۍ د قامونو سره خپل ځان په صف کښې ودرولے شي ۔
په دې خاوره د پښتونخوا، قبائلي سيمه او د بلوچستان پښتانه ښه په ګڼ شمېر کښي آباد دي چا له چې لوئے څښتن په هر مېدان کښي د وسائلو يوه لويه ذخيره هم ورکړې ولې د دغه ذخيرون نه د پښتنو نه زيات نور خلک ګټې پورته کوي او پښتانه په دې وطن د تېرو اته شپېتو کالو راهسې لکه د غلامۍ په زنځيرونو د بندي غوندې ژوند تيروي ۔ نه ئې په وسائلو اختيار شته نه دومره خپلواکه دي چې د خپل حق لپاره په جار آواز پورته کړي ۔ او زما دپاره د لوئے افسوس خبره دا هم ده چې د پښتون نه خپل مشر ورک دے ۔ يو پښتون د يو مشر سندرې وائي بل د بل ۔ ولې د اتفاق يعنې د يووالي د ټکي سره ئې دښمني دي ۔ لکه سترخوشحال چې هم د نن د پښتنو لپاره درې نيم سوه کاله پخوا دا شعر وئيلے وي ۔
اتفاق په پښتنو کښي پېدا نه شۀ
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کۀ
نن مغل نشته او د مغل ګرېوان پاره پاره شو خو پښتون هم د ځان په خوږو نه ځان پخپله پوهه کړو او نه نورو خلکو هغه په دغه خوږو پوهېدو ته پرېښودو ۔ زما پښتون په عمومي توګه ګيله مند پاتې شوے او ټول عمر ئې د وخت د زردارو نه ګيله کړې ولې په دې ئې کله هم سوچ نه دے کړے چې ګيله مند ولې يم ؟ ولې زما وينه دومره ارزانه ده چې هر څوک ئې په هر وخت او هر ځائے کښي په اسانه تويوي ۔ خو خير په دې کښې هم که ځان ګرم بولو نه هم نو مونږ ګرم يو چې ولې مونږ لا د حمزه بابا هغه ارمان پوره کړے نه دے چې
څو چې راغونډ په يو مرکز ئې نه کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم
د حمزه بابا د ذاتي ژوند سره به ډېر پښتانه ليکوالان اتفاق نه لري خو د هغه دغه لفظونه نن هم آوازونه کوي چې شتۀ داسې څوک چې د پښتون وطن تاله ترغه وطن راټول کړي، شتۀ داسې څوک چې د پښتنو هرې تپې ته د جرګو سره لاړ شي او ورته ووائي چې يه پښتنو په تاسو څه شوي دي چې يو خوا درنه خپل مشر ورک دے بلخوا په هر ځائے کښې تاسو ډبولے کېږئ، ستاسو د ورکولو سازشونه روان دي ۔ څوک هم ستاسو وجود منلو ته تيار نه دي ۔
بيا هم که څوک راپېدا شي نو آوازونه به وکړي خو لکه چې خوشحال خان خټک نه واخله تر ننه پورې هر پښتون اديب او شاعر په دې خبره پوهه دے چې پښتون په يوه نقطه او يوه خبره راټولول ګران څه چې ناممکنه ښکاري نو بيا ولې پښتون د يو قوم په حيث مونږ معارفي کوو ۔ يا خو به دا قوم نه وي او که وي نو بايد چې لکه د نورو قامونو د خپلو شريکو مفاداتو او حقونو لپاره په ګډه سره آواز بلکې چغه پورته کړي ۔ که څوک د دۀ حق ورکولو ته تيار نه دے نو په پښتون قام کښې داسې د سر سړي پکار دي چې خپل حق په زور د اخستو توان لري او که داسې ونه شي نو ګرانه ده که پښتون د خوشحالۍ مخ وويني ۔ يا خو دې پښتون د يو قام په حېث ځان ثابت کړي او يا دې په قلاره کښېني او هم دغه رنګ به ټول عمر په خفګان کښې تېروي ۔ 

وضاحت: دا زما ذاتي رائے ده د دې سره اختلاف د هر وګړي حق دے او دغه اختلاف که په ليک کښې مخې ته راشي نو ډېر خلک ترې فائده پورته کولے شي مننه 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.