12/30/2015

مظفر کاکا - د پښتني رواياتو يو ښکاره بېلګه

تېره ورځ سره د خپلو ملګرو د سخاکوټ نه د ورک منزل په لور روان شو ۔ تلو تلو تر د کوز دير سيمې باډوان ته ورسېدو ۔ بيا هم روان وو ځکه چې د ناستي ځائے راته سم نه وو ملاو شوے ۔ ولي الله، زمونږ د سخاکوټ ملګري هسې ووئيل چې چائے څښئ ؟ مونږ وئيل په دې غرۀ کښې که چائے ملاو شي نو دا خو به داسې وي لکه چې په پرهر پټۍ سړے کېږدي ۔ په يو د لرګي نه جوړ وَر باندې ورننوتو خو دا راته پته نه وه چې دلته يو ښائسته کور سره د حجرې هم شتۀ ځکه چې هغه په داسې يو انداز سره جوړ شوے وو چې هلته د کور او حجرې هيڅ پته نه لګېده ۔ ولي الله وړاندې شو او يو کاکا ته ئې آواز ورکړو (د چا باره کښې چې مونږ ته وروستو پته ولګېده چې دا مظفر کاکا دے) ۔ دننه د تلو په وخت مونږ ټول په دې شش و پنچ کښي وو چې دا سړے ناآشنا دے او کنه په مونږ کښې يو کس نيم پېژني ؟ خو خېر دننه حجرې ته ئې بوتلو او مونږ ستړي هم وو ۔ کاکا چې خبرې شروع کړې نو ډېر په مينه ئې اول د ډوډۍ تپوس وکړو چې ډوډۍ مو خوړلې او کنه خو مونږ ورته ووئيل چې ډوډۍ نه خورو صرف چائے څښو ۔ هغه د کور نه زر يو يخ د ډيو (Dew) بوتل راوويستو ولې مونږ پرې واپس کړو ۔ 


خېر د چايو وروستو مو د مظفر کاکا سره ګپ شپ لګوو نو هغه د خپل ځان باره کښې ووئيل چې دوه زامن ئې د کور نه بهر دي او سره د خپل بچو او نمسو کاکا يواځې په دې غر کښې آباد شوي کور کښې اوسي ۔ زامن ئې په کراچۍ کښې مزدوري کوي او کاکا د کور خيال ساتي ۔ د چايو نه وروستو مونږ چې د تلو خبرې شروع کړې نو هغه په دې شرط پرېښودو چې واپس به هم ضرور راځو بلکې د ځان سره به هر يو تن (مونږ څلور کسان وو) څلور کسان خامخا راولي ۔ هر څه چې وو خو په آخر کښې مو ورسره يو انځور واخستو چې ياد پاتې شي او د انځور يو مقصد د دې ليک سره لګول هم وو ۔

په خبرو خبرو کښې زمونږ يو ملګري (جميل) مظفر کاکا ته ووئيل چې کاکا تۀ چې کومې خبرې کوې دا خو صرف اوس په کتابونو کښې پاتې دي ځکه چې چا سره هم دومره وخت نشته چې مېلمنو ته خوشحاله شي او بيا په داسې ځائے کښې چرته چې لرې لرې پورې نه د بازار پته لګي او نه د دوکان نو بيا تۀ ولې مېلمنو ته خوشحالېږې ؟ کاکا وائي چې که مېلمه راشي او کنه زمونږ په کور کښې خامخا څه پخېږي او که مېلمه راشي نو زمونږ سره تيار ساګ سُوکړک وخوري په دې کښې څه بديت نشته بلکې که په دې غرۀ کښې زما خوا له څوک راځي نو دا زما لپاره په دې هم د وياړ خبره ده چې د بهر نه زمونږ کور سم نه ښکاري او بيا هم خلک د څه په تکل کښې يا په څه مقصد دلته راشي نو خدائي مېلمه زما مېلمه دے ۔ 

کاکا مخکښې وائي چې يواځې خوشحاله يم ځکه چې نه مې د وړو سره څوک جګهړې کوي او نه راته څوک د پېغورونو شته ۔ چې څه هم وي په يو کور د يوې کورنۍ دننه مسئلې يا ستونزې دي او پخپله ئې د دېوال د چارديوارۍ دننه حل کوو ۔ يو خپل موټر سائيکل لرم او غم ښادي پرې کووم بلکې سُود سودا هم په دې موټر سائيکل راوړم ۔ 

د رخصتېدو وروستو مونږ په خپل مئينځ کښې خبرې کولې چې دا سړے يا خو ډېر کم عقل دے او يا ډېر پښتون ۔ ځکه چې مونږ په دۀ کښې کوم عادتونه وليدل نو دا د يو روايتي پښتون نه بلکې د هغه پښتون دي د چا باره کښې چې د تاريخ کتابونه ليکلے شوي دي ۔ نر، باتور، ننګيالے، مېلمه پال، قام پرست، د خپل قام سره مينه، د پښتون سره مينه، د مېلمه خيال د ځان نه زيات ساتل، په غرۀ کښې خپله غم ښادي ښه په نره پالل، د خپل کور ساتنه او بچي مزدورۍ ته لېږل ، د خپل کور ټوله وداني په خپل لاس کول او داسې نور ډېر خصوصيات د مظفر کاکا په شخصيت کښې دي کوم چې هر انسان په دې مجبوره کوي چې بيا بيا د کاکا سره کښېني او واوري ئې ۔

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.