يوه غريبي او بله ناچاري، دواړه د يو کور دوه مالکان دي، که
يو راځي نو بل ورسره ارومرو خپل ځان انسان ته ښائي ۔ که يو منې نو بل درباندې په
زور ځان مني، که يو ته انکار کوې نو بل دې مجبوروي، که يو راشي نو د ځان سره دوئم
په زور راولي۔ که د يو مقابله وکړو بل راله شکست راکړي۔ که څه هم د غريبۍ ټکے ډېر
عجيبه دے خو د دنيا د پېغور نه ډېر ښه دے ځکه چې کله د غريبۍ سره سره د بېغېرتۍ او
بې ننګۍ پېٖغورونه يو شي نو انساني ژوند په نورو نورو سر کړي۔
غريبي بد
شے نه دے، دا خو انسان ته ډېر څه ښائي، د ژوند تېرولو طريقې ښائي۔ انسان ته د خپل
او پردي توپير ورښائي، د دوست دښمن پته پکښي لګي، د خواخوګي او خپل مطلبه خلکو فرق
بنده ته معلوم شي۔ خو ولې ناچاري چې ورسره يو شي نو بيا د دغه غريبۍ د ژوند نه
بنده مرګ غوره ګڼي ۔ او بيا چې کله د خپل مطلبۍ په دې دنيا کښې د خلکو سره په زور
د ژوند کولو هڅه هم شروع شي نو بيا خو ژوند په بنده بوجهـ جوړ شي۔
د دې ليک مقصد کله هم دا نه دے چې غريبي
او ناچاري په چا راشي نو هغه دې د ژوند نه لاس ورکړي او يا دې ژوند کول پرېږدي۔
بايد په چا راشي نو د ژوندون هر اړخ دې ولټوي او ودې ګوري چې غلطي او کمزوري چرته
ده ځکه چې هغه يو مشهور قول دے کنه چې غريب خداے کړې نو بېغېرته چا کړې۔ بې غېرته
کېدل په خپله د يو پېغور او کنځلو نه کم نه دي خو هله چې څوک ئې احساسوي۔ دا هر څه
په خپل ځاے او وخت ثابتېږي چې څوک څومره غېرتي، څومره باتوره، څومره د ننګ او حيا
نه ډک، څومره د چا په ښه راتلونکے، څومره د رښتياؤ زغمونکے، څومره د چا په شا د
هغه په اړه رښتيا وئيونکے، څومره خپله غلطي منونکے او څومره بيا د خپلي دغه غلطۍ
اصلاح کوونکے دے۔بايد په دې خبره ونه شي چې څوک څومره غېرتي دے، خو پکار ده چې په
دې خبره وشي چې که يو څوک کومه غلطي وکړي نو د هغې تلافي به څنګه کوي۔ که په يو تن
کښې د دې توان وي نو د هغه د کاميابۍ په لار کښې که څوک ډېر هم خنډان واچوي، خو
کاميابي په هغه پسې پخپله منډې وهي او دا د انساني ژوند د تجربو نچوړ هم دے۔
نن که زۀ په اشارو کښې خبرې ليکم نو سبا
کېدے شي دا نېغ په نېغه هم وي خو مطلب کله هم دا نه دے چې زما سره څه شوي يا د بل
يو تن سره څه شوي او زۀ ئې د بيانولو نه ويرېږم خو د يو پښتون په هېڅ زمونږ او
ستاسو دا ذمه واري جوړېږي چې کله هم د خپل يا بل چا په اړه څه بده يا ښه خبره
واورو نو بايد پلټنې ئې وشي ځکه چې دا نه يواځې زمونږ د نفسياتو غوښتنه ده بلکې دا
د يو انسان په حېث د انسانيت تقاضه هم ده۔ که څوک ځان ته انسان وائي نو په هغه کښې
بايد د خپلې غلطۍ منلو او د هغې کمي پوره کولو توان هم وي، که څوک داسې نه کوي زۀ
په جار وايم هغه يو بې حسه انسان دے۔
خو د سرخط په بنسټ دغه دوه خبرې کله هم
بايد هېرې نه کړې شي چې ناچاري او غريبي بدې بلاګانې دي۔که يو څوک راګېر کړي نو
خلاصے ترې ډېر ګران دے ولې ناممکن نه دے خو د زړۀ نه د يو کار کول او بيا سر ته
رسولو ته اړتيا لري که څوک داسې وکړي نو زما يقين دے چې کله به ناکامي د هغه د
مرام په لار کښې خنډ جوړ نه شي۔ که يو ځل جوړ هم شي نو چې بنده لکه د ربړ نور هم
په تېزۍ سره د خپل مرام په لور سفر روان وساتي۔ ګنې بيا به ئې ټول عمر هم دا ټپه
په غوږونو کښې وي چې:
د
ناچارۍ مېرمنه واخلم
سړے
به ستړے وي د بل زړۀ به ساتينه
ولې
دا هم هېرول نه دي پکار چې د غريبۍ مثال د يو امتحان دے، لوے انسان هغه دے څوک چې
د دې امتحان په وخت دا ټپه هم ياده وساتي:
د
غريبۍ مېرمنه واخلم
د
مور راوړي ترې نه هم په ډډه ځينه
د
غريبۍ ژوند که يو اړخ ته لوئې ستونزې لري نو بل اړخ ته د رشتو کمے هم لري۔ په دا
وخت کښې اکثر د مور راوړي خو څه چې مور او پلار هم د بنده نه اکثر لاس راونغاړي او
چې بيا کله دغه غريبي ختمه شي نو هر سړے به وائي دا زما خپل دے۔ چې کله هيڅ نه ئې
نو هيڅوک به دې نه وي خو چې کله څۀ شې نو بيا به دې هره رشته جوړه، روغه او ډېره
وي۔ دا د انسان په محنت اډاڼه ده چې هغه د خپل ژوند لارې په کوم اړخ او څنګه سموي
خو بايد انسان خپله ژبه، کلتور، تاريخ او په تېره تېره خپل اصليت کله هم هېر نه
کړي ځکه چې کله د يو قام نه ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي۔
قيصه په دې ختمووم چې غريبي ده او که
ناچاري د دنيا د لعنت نه کمه نه ده خو د هر انسان اصليت وخت ثابتوي۔ نن که يو څوک
په کاميابه ډګر ولاړ دے نو د هغې په شا د هغه د کلونو محنت دے او کوم خلک چې لنډې
لارې استعمالوي د هغوي د کاميابۍ عمر هم لنډ وي خو که يو څوک د چا د ناچارۍ او
غريبۍ پورې خندا کوي نو ياد ساتئ دا عمر او دا حالات په هر چا راځي ۔
0 comments:
Post a Comment