2/19/2013

مايوسي ګناه ده



په ژوندکښې هر انسان ته داسې پړاوونه راځي چې پکښې د ډېر تکليف او ګرانو سره مخ کېږي دغه تکليفونه او ګرانۍ کله خو حل شي او تر څه حده ترې انسان خلاص شي ولې کله کله دغه ګران وختونه ډېر اوږده شي انسان کوشش کوي چې ځان ترې خلاص کړي او د ډېر کوشش باوجود هم د کامیابۍ آثار په نظر نه راځي ـ په دغه وخت کښې بنده ته څه داسې محسوسېږي چې دا ناکامۍ او ګرانۍ یوه نه ختمېدونکې سلسله ده د کومې چې نه حل په نظر راځي او نه ئې څه چل بنده ته ورځي ـ دغه وخت کښې بنده همت بائيلي او د مقابلې کولو په ځائې ماتې ومني ـ وخت او حالات خپلې خوښې ته پرېږدي چې څه هم کېږي ګټه وي اوکه  تاوان بنده ته داسې ښکاري چې اوس حالات قابو کول د وس نه بهر دي ـ داحالت ، همت بائيلل او وخت خپلې خوښې ته پرېښودل مايوسي ده کوم چې په نورو معنو کښې د ژوند ښکلا ، رنګونه او رڼاګانې ختمېدل دي ـ
په مايوسۍکښې انسان داسې ښکار ي لکه چې د زړه زور ئې ختم شوے وي ـ دا حالت بنده د ډېرو خطرو او ناکامو سره مخ کوي ځکه چې کله څوک حوصله بائيلي ، زړه ئې مات شي او مایوسه شي نو بیا د څه کار توان هم په ځان کښې نه ويني او چې کله توان ختم شي ، حوصله ختمه شي نو د بنده د ژوند نه د ناکامیانو دائره چاپېره شي د کومې نه چې وتل ډېر ګران وي خو ولې ناممکنه نه ده ـ
مايوسي ولې راځي ...؟ د مايوسۍ راتللو هسې خو ډېر وجوهات کېدې شي خو دلته يو څو لوئې وجوهات څه دارنګ دي ـ
کله کله داسې اوشي چې انسان د څه حاصلولو کوششونه کوي خو حاصلېږي نه ـ نه ئې څوک مرسته کوي او نه ورته څوک لار ښائې په دغه وخت کښې انسان داسې محسوسوي چې په دنیا کښې هم دغه انسان تنها دے او ټول تکلیفونه هم دده په سر دي خو ولې په دغه وخت کښې هم داسې خلک وي چې دده نه هم زیاتو تکلیفونو سره مخ وي خو چونکه دې پخپلو خوَلو کښې ډوب وي نو ځکه ورته څوک په نظر نه راځي او نه د بل تکلیف ویني ـ او داسې په داسې حالت کښې ژوند تېرول شروع کړي چې بس نور هېڅ نه ویني که ويني نو صرف د ناکامیانو او مایوسۍ دائره ـ
د مایوسۍ بله وجه احساس محرومي هم کېدې شي ځکه چې هر انسان غواړي چې زما سره دې د دنیا سازوسامان  ډېر وې خو ولې دا ضروري نه ده ځکه چې هر انسان ته د هغه د قسمت او محنت مطابق ورکولې کېږي ـ ولې ډېر خلک داسې هم وي چې ځان د هر څه نه محرومه ګڼي او چې د ځان نه اوچت خلک ويني نو خفه کېږي هم او مایوسي پکښې هم پېدا کېږي خو ولې باید په دغه وخت کښې انسان د ځان نه ښکته خلکو ته وګوري چې داسې کمزوري خلک هم شته چې د دغه انسان نه هم لاندې حالت کښې ژوند تېروي ـ
په دنیا کښې يو کار هم داسې نشته چې حل نه لري یا د حل جوګه نه وي ـ هر تکلیف پخپل ځان کښې يو سبق هم لري که دغه تکلیف ته د يو تکلیف په نظر وګوري او ځان ته ترې غر جوړ نه کړي نو دغه ستونزه ډېر زر او په اسانه سره ختمېدے شي ـ خو هر څه په هغه انسان دي چې څومره په ښه طريقه ، په اسانه او په حوصلې سره د دغه ستونزې د ختمولو او هوارولو هڅه کوي ځکه چې کله هم څوک کار د زړه نه کوي نو کامیابي د هغه پښو ته راځي ـ
کله چې هم د یو کار د کولو اراده وشي او بیا هغه کارته وخت ورکړې شي د زړه نه کار وشي نو هر څه کېدې شي هېڅ هم ممکن نه دي ـ
مايوسي که يو اړخ ته ګناه بللے کېږي نو بل خوا د انسان په ژوند کښې هغه ټولې ډيوې مړې کوي کومې چې دغه انسان دپاره د رڼا ، ښکلا ، د ژوند رنګينو او خوندونو سبب ګرځي ـ او په دې هر ذي شعوره بنده پوهېږي چې کله د ژوند نه خوشحالۍ ، خوندونه او رڼاګانې ختمې شي نو هغه ژوند بیا په نيشت حسابولے شي ـ
په ژوند کښې داسې هېڅ کار نشته چې حل نه لري خو شرط دادے چې د هغه کار کولو دپاره د زړه نه هڅه وشي ـ وخت ورکول شرط دے محنت کول شرط دے سمې لارې خپلول هم يو شرط دے ـ کله کله داسې هم وشي چې يو کار نه کېږي او انسان غواړي چې زر وشي ولې کېږي نه ځکه چې سمې لارې نه وي خپلې شوي او نه کېدل یا وروستو کېدل او په وخت نه کېدل هم بنده مايوسۍ ته بوځي ـ ولې په دغه وخت کښې دا سوچ خپلول پکار دي چې کېدې شي دا کار نور وخت غواړي باید وخت ورکړے شي ـ
شاعري د انسانانو او په خصوصي توګه د پښتنو په ژوند کښې لوئې اهمیت لري او د شاعرۍ په ژبه ورکړې شوې پېغام په اسانه ذهنونو ته پرېوځي خو له بده مرغه اکثر په شاعرۍ کښې د مایوسۍ خبرې کېږي نو د مايوسۍ د پېغام نه دا ښه ده چې بنده د خوشحالو او مينې پېغام ورکړي داسې به  د هغه خلکو په ذهنونو کښې مایوسي کله هم نه راځي څوک چې په شاعرۍ یقین لري او ترې خوندونه اخلي ـ
انساني سوچ د بنده په اختیار کښې دے خو کله کله هم دغه سوچ بنده مایوسۍ اړخ ته بوځي او سوچ د حالاتو پېداوار دے خو که حالات که هر څنګه وي خو سوچ د مایوسۍ اړخ ته تلل نه دي پکار ـ
په دنیا کښې هر څوک غواړي چې اسائشونه او خوشحالۍ ورسره وي غمونه ئې نه ليدې او چې څه کار د کولو اراده وکړي چې هغه کېدلې خو ولې ضروري نه ده چې د انسان د سوچ مطابق ټول کارونه سر ته ورسي ځکه چې که بنده هر څنګه سوچ کوي خو کېږي به هغه چې څه په قسمت کښې وي او څومره بنده د يو کار دپاره کار کوي د خپل کار نه زیات دنتيجې سوچ کول نه يواځې کم عقلتوب دے بلکه د انسان په ژوند کښې د امېدونو ډيوې مړې کول هم دي ـ نو که وخت او حالات هر څه وائي يا کېږي خو باید بنده ورته تیار وي او حوصله کله هم نه بائيلي ـ

د مايوسۍ وجوهات
۱-  ناممکن خواهشات
۲-  د خواهشاتو زیاتوالے
۳-د خلکو نه زیات امېدونه ساتل
۴-منفي ذهنیت
۵-معاشي وجوهات

د مایوسۍ نخښې
بغېر له څه وجې خفه کېدل
زر خفه کېدل
اکثر ژړا راتلل
په کار توجه نه ورکول
په خوددارۍ کښې کمي
پخپل ځان تنقيد نه برداشت کول
تنهائي خوښول
په خبرو کښې ربط او پوخوالے ختمېدل
د اوده کېدو وختونو کښې تغیر
توجه کښې کمي
د خودکشۍ خبرې کول

د مايوسۍ د ختمولو طريقې
ځان سره دا وعده کول چې د مايوسۍ نه به اوځم او هرې قربانۍ ته ځان تیار ساتل ـ
غېر حقیقي خواهشات د زړه نه ختمول او کله هم نه لرل ـ
د خواهشاتو په زیاتوالي کنټرول ساتل ـ
داسې سوچ جوړول چې د کار کېدل یا نه کېدل په عمومي ژوند باندې هېڅ اثر نه پرېیاسي ـ او خپل ځان نتیجې ته د وړاندې نه خپل زړه او ذهن تيار ساتل ـ
د خلکو نه زیات توقع نه ساتل ـ
مایوسي خورونکي ټولو موادو نه ځان بچ ساتل که هغه کتابونه وي ، فلم ، ډرامې ، خبرونه ، نغمې عن تر دې چې هغه ټولو خلکو نه هم ډېر حد پورې ځان ساتل چې مایوسي خوروي ـ
کوم خلک چې زمونږ نزدې وسي باید د هغوي په ښه کارونو نظر وساتلے شي او د هغوي کمي کله هم په نظر کښې نه دي ساتل پکار ځکه چې څوک هم مکمل نه دي ـ داسې په مونږ د خلکو نه ګيلې نه کوو او خپل ځان کښې  به همېشه مثبت سوچ  پېدا کول هم مایوسي کموي ـ
په خواهش او عمل کښې امتیاز لرې کولو سره هم مایوسي ختمېدے شي ـ
وړه وړه خوشحالي هم په لویه سطح نمانځل پکار دي او وړې خوشحالۍ ته هم ډېر خوشحالېدل پکار دي ـ
که يو کار يا انسان بنده خفه کوي یا مایوسۍ اړخ ته بوځي نو باید چې د هغه نه خپل ځان لرې وساتلې شي ـ


مایوسی لویه ګناه ده ته به نه ما یوسه کیږې
دغه برخه زما او ستا د ه ته به نه ما یوسه کیږې

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.