د نن پښتانه اوددوي ميډيا
دا خبره نن سبا هر څوک کوي چې نن دور د ساينس او
ټیکنالوجي دور دے ـ دا دور پخپل ځان کښې د ډېرو اسانتیاګانو سره سره ډېرې
خرابۍ هم لري خو دغه خرابۍ د انسان خپلې جوړې کړې شوې دي ـ باید مونږ د هر کار ښه
اړخ په نظر کښې وساتو ـ بحیثیت پښتون د پښتو او پښتنو دپاره سوچ او فکر کول زمونږ
د فطرت حصه که وي او کنه خو مجبوري ضرور ده ځکه چې یو پښتون ددې ژبې او قام سوچ
ونکړي، ددې د پرمختګ دپاره څه هڅې ونکړي نو څوک به يې کوي ......؟
خبره
دا ده چې د نن دور دساینس او ټیکنالوجي
دور دے
او د نن پښتون ته هم ځان ددې دور سره د چلولو اهل جوړول پکار دي ـ که مونږ وګورو
نو په هر ځائے کښې د پښتون قام او پښتو ژبې پسې خلک لګیا دي څوک ورپسې
ټوقې کوي او په نړیوال کچ دا سازشونه کېږي چې پښتون کم عقل، بې تعلیمه او د
ډرائیورۍ کنډکټرۍ (چې
پښتانه ورته کلینډري وايي )
په شکل کښې وښايي ـ بل اړخ ته دا قام چې د خپل تاریخ په هر دور کښې يې د چا غلامۍ
ته سر ټيټ نه دے وړے نو هم ددوي دغه خاصیت ختمولو هڅې هم روانې دي او د
غلامۍ زنځير ورته ورپه غاړه کوي ـ په دې هر څه کښې یواځې غېر پښتانه شامل نه دي
بلکې هغه نام نهاده پښتانه هم شامل دي چې پښتو وايي خو د پښتو نه خبر نه دي ـ خو
صرف په پښتو وئیلو کله هم څوک پښتون کېږي نه ....
کال
۲۰۱۳ء دے
د مېډیااو انټرنټ لارې دومره فراخه شوې دي چې بغېر ددې نه دنیا او دنیاوي ژوند
نیمګړے
ښکاري ـ او حقیقت هم ده چې بغېر ددې نه ژوند نیمګړے دے ځکه چې ددنیا سره په یو رفتار کښې د تلو دپاره هر هغه
لار خپلول مجبوري شي کوم چې نوره نړۍ خپلوي ـ دا دخوشحالۍ او ویاړ خبره ده چې چې
پښتانه په یو مېدان کښې هم له چا نه وروستو نه دي او چې کوم مېدان ته يې هم ورټوپ
کړي نو د خپل قابلیت او صلاحیت په بنسټ يې له هرچا نه ځان ښه ثابت کړے دے ـ
خو تش په پښتو وئيلو چې څنګه څوک پښتون کېږي نه هم دا رنګ صرف ځان ته پښتون وئيل
او خپله قبیله په پښتنو کښې حسابول هم د یو پښتون د پښتون کېدو لپاره کافي نه ده ـ
باید چې هر پښتون ځان عملي طور ځان پښتون کړي او پخپل عمل سره ځان پښتون ثابت کړي
ـ
خبره
د مېډیا او پښتنو به هم لږه وکړوـ ټي وي او ريډیو د مېډیا دوه مهمې څانګې دي چې
ورسره ورځپاڼې (اخبارونه) هم د پرنټ مېډيا (Print Media) په نوم د میډیا برخه ده ـ
د خوشحالۍ خبره دا ده چې د
پښتنو سره خپل اخبارونه شته خو دغه ورځپاڼې غېرپښتانه خو څه چې خپل پښتانه يې هم
نه پېژني ـ هر څوک غواړي چې اردو او انګلیسي ورځپاڼې ولولي ځکه چې په دې په ډېر
اسانۍ سره پوهېږي ولې پښتو لوستل او په هغې ځان پوهول د پښتنو د وس نه بهر خبره ده
ـ څومره د افسوس خبره ده چې خپل پښتانه د پښتو د لوست نه قاصره دي ـ بله وجه چې کومه
ماته ښکاري چې د پښتو ورځپاڼې څوک لولي نه ، نو هغه دا ده چې ددغه ورځپاڼو معیار
دومره نه دے
چې څوک يې ولولي ـ بل ورسره نه دومره وسائل شته چې د اردو او انګلیسي ورځپاڼو
غوندې خبرونه خپاره کړي ـ کله چې يې څوک اخلي نه نو ګټه یا کم ازکم دغه خپله خرچه
به د کوم ځائے نه پوره کېږي ...؟ ددې دپاره خصوصي هڅه په ډېره سنجیدګۍ
سره پکار ده ـ دې سره سره باید دغه ورځپاڼې لیک هم داسې معیاري کړي چې که څوک يې
لولي نو چې ترې د پښتو لیک لوست هم زده کړي ـ
د
ورځپاڼو نه ورته د پښتو او پښتنو په نوم خپلې ټي وي چېنلې هم شته چې د پُولې پورې
خو ډېرې دي ولې په د پُولې دې اړخ ته صرف یو د پښتو چېنل کار کوي او داسې کار کوي
چې هر ځائے
ته يې ځان رسولے دے او د هر پښتون په زړۀ کښې ئې که ځائے نه وي کړے نو کم از کم خپل غږ او خپل نوم يې پرې منلے دے ـ ډېرې ادبي ، کلتوري او سماجي خپرونې کوي خو د دغه ټي
وي چېنل څخه هم ګيلې شته او حقه هم دا ده چې ګیله ترې وشي ځکه چې ګیله د خپلو نه
کېږي ـ په دغه ټي وي چېنل کښې ناست پښتانه نه پوهېږم چې لکه د نورو پښتنو د پښتو
لیک لوست نه محرومه پاتې کړے شوي دي او یا يې ورته پام نه دے چې په دغه ځائے کښې کوم د پښتو لیکدود استعمالېږي نو هغه په یو بنیاد
هم د پښتو معیاري لیکدود نه دے ـ
زمونږ دپاره د خوشحالۍ
خبره دا ده چې تر ډېره حده مونږ د پښتو خپله معیاري او مکمله املا (لیکدود)
لرو خو ولې په دغه ټي وي کښې يې استعمال نشته ـ زمونږ ګیله د دغه ټي وي چلوونکو نه
نه ده ځکه چې هغوي د پښتو په نوم د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې ناستو پښتنو دپاره یوه هڅه
روانه کړې ده او تر ډېره حده پکښې کامیاب هم دي خو ولې په دغه اداره کښې د پښتو
ډېر نوموړي هم شته چې دغلته د پښتو ادبي ، ثقافتي او سیاسي خپرونې کوي خو د هغوي
پام هم دغه اړخ ته نشته او نه تر اوسه راغلے دے ـ باید دغه پوهه خلک کم از کم دې اړخ ته خپل پام
راوګرځوي داسې به نه یواځې دغه چينل معیاري شي بلکې د پښتنو کومې ګیلې چې د دغه
ادارې نه دي هغه به هم تر څه حده ورکې شي ـ
په ډېره بخښنه سره خو ډېر
داسې خلک ددغه پلېټ فارم یوه حصه ده چې هغوي له پښتو هم نه ورځي لیک لوست خو
پرېږده چې وئیل هم ډېر په ګرانه کوي ـ دوه درې ژبې یو ځائے کوي او خپلې خبرې پرې مخ په وړاندې بوځي ـ څومره د
بدبختۍ خبره ده چې د پښتو ژبې دعویداران، د پښتو ژبې او کلتور د خدمت دعوه کوونکي
په داسې حال کښې پښتو ژبه د مخ په وړاندې بوتلو خبرې او منصوبه بندۍ کوي ـ او که
ددغه خلکو دا حال وي نو د یو عام وګړي نه به څوک څه ګیله وکړي ـ بیا خو دې د پښتو
هم خدائے
مل شي او د پښتنو هم ...........
درېم مهم او اسان مېدان د رېډیو دے چې د ایف ایم او اے ایم (FM & AM) په نوم
باندې خپل پېغامونه او خپل اواز د خلکو تر سماعتونو رسوي ـ په نن دور کښې دا یوه
مؤثره او اسانه ذریعه ده چې پرې خپل پېغام یو عام وګړي ته ورسولے شي خو له بده مرغه دلته هم پښتانه لا د خپل ځان نه، د
خپلو ذمه وارو نه او د خپلو ضروري هڅو نه بې خبره پاتې کړې شوي دي ـ او د دغه
رېډیو کار د کاروبار تر حده محدود پاتې شوے دے او په دغه ادارو کښې کار کوونکي هم لکه د ټي وي غوندې د
پښتو نه بې خبره ژوند کوي ـ
اوس خبره دا ده چې دومره
هر څه کېږي او مونږ يې وینو هم نو تر اوسه ددې مخ نیوے ولې نه دے شوے؟ خو ولې په دغه ځایونو کښې په لویو لویو څوکو ناست خلک
هم دغه رنګ دي څنګه چې لاندې کار کوونکي ـ هغوي ته هم ګناه نشته ځکه چې د پښتو د
نوم نه اخوا د څه نه هم ځان خبرول نه غواړي ـ ددې هر څه په شاه که هر څه وي هر څه
مقصد وي خو ولې ګنهګار هغه پښتانه لوئې لوئې لیکوالان دي چې لري خو لوئې لوئې نامې
خو بس د نوم تر حده اوسي ـ په عملي توګه د هیڅ کار خلاصولو هڅه په نظر نه راځي ـ
نه ددې پر ضد څوک اواز اوچتوي چې پښتو ولې داسې بکره پرته ده ...؟ ولې يې تر اوسه
چا پلو د جمال وانه خستو ....؟ دا تپوس به څوک کوي دا هم یوه پښتنه ده چې لا د
ځواب په انتظار ده .......................
ډېر ښه بلاګ۔۔۔
ReplyDeleteخوشحاله شوم چۀ ځوک هو شته چې دا پښتون غمونه بيانوي
بايد مونږ پښتانۀ هم حپل دا مواسېلاتو ذرائع را پيدا کړو چې نړې دا نور ترقي يافته قامونو په صف کښې شامل شو۔۔
يو ځل بيا ډيره مننه
خوشحاله اوسې وروره.. له تاسو څخه هم دغه هیله لرم چې خپلې هڅې د پښتو او پښتون قام د ترقۍ او پوهې لپاره وکاروئ .. مننه
ReplyDelete