3/22/2013

زۀ هم انسان یم


زۀ هم انسان یم

ماته خو داسې معلومېږي چې مونږ انسانان نه یو ، نه ددې خاورې د ملکیت او اوسېدو حق لرو ـ دلته هغه خلک ژوند ښه په نره او باتورۍ سره کوي چې یا بې غېرته وي او یا يې زور چلېږي ـ غریب تباه وو او تباه دے ـ
هغه ورځ رېډیو پروګرام له روان ووم کله چې د ګاډي نه کوز شوم نو پیاده لارې باندې روان ووم ـ څۀ ګورم چې ټرېفک ټول بند شو ، یو خوا بل خوا د ټوپکو په لاس سړي ودرېدل او ګاډو ته وايي چې تاسو به مخکښې نه راځئ ـ زۀ په بل اړخ پیاده روان ووم نو ځان ته مې پام نه وو چې زه ګورې ددوي په نظر کښې انسان نه یم ـ خېر ښه په خپل انداز کښې روان ووم چې د بل اړخ نه راباندې اواز وشو " خان صېب دوړو" ـ په اردو څه مات ګوډ علم لرلو له کبله زۀ پوهه شوم چې دا خو هم ما ته وايي ـ چې مې شا ته وکتل نو په وردۍ کښې ولاړ سړے راته چغې وهي چې منډې کړه زمونږ مشر راووځي ـ
زه په دې پوهه نه شوم چې ستا مشر راووځي نو زما هم مشر دے ـ ما ته ولې وايې چې تېز شه او منډې کړه .......؟؟؟ یا خو زه انسان نه یم او یا زه ددې خاورې اوسېدونکے نه یم ... خو ولې چې ځان سره مې سوچ وکړو نو زه خو دغه دواړه یم خو بیا هم د څه خلکو په نظر کښې کېدې شي په دې دواړو کښې نه راځم ـ 

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.