5/28/2013

New KP and Pukhtunkhwa



د پشکال باران                                                 


چې کله ګرمي خپل حد ته ورسي ، نمر یو څو نېزې راښکته شي، د خولو تګ لکه د اوبو روان شي ، هر اړخ ته خولې خولې وي او نمر لکه د سور تړک پړقېږي ـ د سړک نه هم د ګرمۍ له کبله لوګے او تپ راخېژي نو دا د پشکال موسم وي ـ د جېټ هاړ د ګرمۍ نه وروستو د پشکال نمبر شي ـ دا ځل کله د تېر کال په شان ګرمي ښه په تېزۍ سره راغلې ده او خپل زور ښايي لګیا ده ـ خصوصاً د پېښور ګرمي د برداشت نه بهر وي ـ
                خو که شپه ډېره هم اوږده شي آخر سحر راځي ـ هم دغه شان د دې ګرمۍ نه وروستو د پشکال موسم کښې بارانونه شروع شي او د ګرمۍ زور ورو ورو په کمېدو شي چې آخر ختم شي ـ خو ګرمي هم په دوه قسمه وي ، یعني ظاهري او باطني ـ ظاهري د باران او باطني د انسان د خپل عمل او نیت سره تعلق لري ـ
خېر د پشکال سره هم ظاهري ګرمي ختمېږي خو ولې دغه باران کله رحمت شي او کله زخمت ـ لکه زمونږ د نن سبا د لېډرانو .............................. پښتون په هر دور کښې بدلون غواړي ځکه چې هغه په یو حالت کښې هم خوشحاله نه وي او د ښه نه ښه په تکل کښې خپل ټول ژوند اکثر په بدو ورځو کښې تېر کړي ـ د تېرو ټول ټاکنو مثال هم د پشکال د هغه باران و چې پښتنو ترې د خېر طمع کوله او داسې مشران يې خوښ کړل چې تر اوسه يې د هغوي د اسمان نه د زحمت یا د رحمت باران لا نه دے لیدلے ځکه چې هغوي ته تر اوسه پورې اسمان نه و ملاؤ شوے ـ په تېر حکومت کښې د قام پرست ګوند ناکامي د پښتون د هغه سوچ عکاسي کوي چې دوي د تېر حکومت نه مطمئن نه وو ـ او د بدلون په نعره يې د یقین دايره د خپلو ذهنونو نه راتاؤ کړې ده خو اوس سوال دا پېدا کېږي چې د پشکال دا باران به څنګه وي ...............................................؟
د نن پښتون د خپل مشر په تکل کښې سرګردانه دے خو غواړي هم چې خپل مشر پخپله وټاکي ځکه يې دا لویه فېصله (بلکې خطره) پخپل سر وکړه ـ او لا په دې سوچ کښې دے چې د پشکال دا باران چې مونږ پخپله د خپلې ګرمۍ ختمولو دپاره اووروو ، به زمونږ دپاره د رحمت وي او که د زحمت ـ

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.