نوې خېبر پښتونخوا او زړه پښتونخوا
پښتانه
په هر دور کښې د بدلون مرستیال پاتې شوي دي او غواړي چې د ښه نه ښه په تلاش کښې
خپل ژوند صرف کړي ـ کله کله د دغه ښه په تلاش کښې خپل ټول ژوند هم خرچ کړي خو د ښه
د ټکي په معنی او مفهوم خپل ځان هم پوهه نه کړي ـ کله هم ددغه ښه په تلاش کښې د
نورو نورو بدو سره مخ شي او چې کله ښه په
نیت څه ته لاس اچوي نو بده او ترخه مېوه په لاس ورځي ـ خو په دې امېد چې چرته به
خوږه مېوه هم په لاس ورشي، خپلې شپې سبا کوي ځکه چې پښتانه په دې متل یقین لري چې"دنیا په امېد خوړلے شي" ـ
یولسم مئي ۲۰۱۳ ء هم هغه
ورځ وه چې د پښتونخوا پښتنو یو ځل بیا د خپل فطرت نه مجبور د بدلون په لورد قدم
اخستو هڅه وکړه او د څه خوږې مېوې په تلاش کښې يې د یو نوي مشر مرسته وکړه ـ په دې
امېد چې دا نوے مشر به د زړو مشرانو نه ښه او خوږ وي او د دوي په ژوند کښې جوړې ستونزې (کوم چې د دوي په
اند تېرو مشرانو راوستې دي ) هوارې کړي او دوي به ددې ګران وخت او حالاتو نه بهر
راوباسي ـ خو ولې دوي بیا هم د امېد په کشتۍ سواره هغه مسافر دي چې دا یقین نه لري
چې منزل ته به صحیح سلامت ورسي او کنه ...................؟
دا سوال نن د هر پښتون په ذهن کښې
پروت دے چې آیا د دوي فېصله غلطه ده او که صحيح ..؟ ځکه چې دوي هغه خلک خپل مشران
کړل کوم چې دوي د دې نه وړاندې لیدلي هم
نه دي ـ خو بیا هم د "نوي
پاکستان" په نعره د سیاست چغه لرونکے دغه سیاسي ګوند چونکه نوے دے او عموماً خلک دا نظریه لري چې ټول مو وکتل راشه دا ځل
پکښې دوي هم وګـــــــــــــوره چې څه کوي ...............؟
د پښتونخوا موجوده حالت او پينځه کاله دا یو بیل سوال دے چې په دغه پینځه کاله کښې
قام پرست ګوند ،چې حکمران و ، څه يې وکړل او کنه ..؟ خو اوس خبره د ماضي نه، د
مستقبل کېږي ـ ځکه چې څه هم وو هغه تېر شو او چې تېر شي نو هېر شي ـ که تېر حکمران
ګوند ډېر کارونه هم کړي دي خو چونکه هغه کارونه (کوم چې هغوي بیانوي ) د یو عام پښتون (چې دومره تعلیم او
پوهه نه لري ) د پوهې نه بهر خبرې دي
ـ ځکه چې د نن دور انسان صرف یو څو څیزونه غواړي او چې چا هم ورله دغه څیزونه
ورکړل هغه يې مشر دے، هغه يې سالار دے او هم په هغه پسې چغې او نعرې وهي ـ
د تحریک انصاف ګوند په صوبه کښې
پینځه دېرش (۳۵) صوبايي سيټونه ګټلي دي ،چې ورسره وروستو د مضبوط حکومت جوړولو
دپاره آزاد ممبرانو هم په تحریک انصاف کښې شامل شوي دي ، د حکومت جوړولو اعلان کړے او ورسره قومي وطن پارتۍ (اووه سيټونه )او اسلامي نظریه لرونکي جماعت اسلامي (اووه سيټونه) هم یو ځاے شوي دي ـ دغه درې جماعتي اتحادي حکومت ته هم د پښتنو د هغه ستونزو په اړه
هغه شان سترګې دي او غواړي چې په وړومبي فرصت کښې د دې عام اولس دپاره د دغه
مسايلو اسان او ګټه ور حل راوباسي ـ
د ټولو نه وړمبۍ مسئله د امن و
امان ده ـ په هر ځاے کښې د ملک دننه وي او که بهر ، خو چې
د پېښور یا پښتونخوا نوم اخستے کېږي نو ورسره په ذهن کښې
د خلکو د بدامنۍ سوچ پخپله راځي ـ تر دې چې زۀ
کله د ابوظهبي نه واپس راتلم نو ما ته د کابل یو ملګري ووئيل چې پېښور کښې حالات
خراب دي، دهماکې دي ، هلته مه ځه ـ په دغه وخت کښې ما دا سوچ کوو چې مونږ د
افغانستان په اړه سوچ لرو چې هلته بدامني ده ، دهماکې دي، خو هغوي ته ځان د پېښور
په مقابله کښې محفوظ ښکاري ـ کومه چې دا خبره جوتوي چې په نړیوال کچ زمونږ په اړه
دا پروپېګنډه کړے شوې ده چې په پښتونخوا کښې امن نشته ،
پېښور د بمونو او چاودنو ځاے دے ـ د نن نه څو کاله وړاندې داسې نه وو خو چې کله نه زمونږ دا موجوده نسل په
ښه او بد پوهه شوے دے
نو هم د دغه خبرو سره مخ دے ـ
دوېمه لویه مسئله چې پښتانه
خصوصاً او ټول اولس عموماً ترې تنګ دي ، په نن وخت کښې د ژوند یو کار هم بغېر د
بجلۍ نه ګران دے او چې بجلي نه وي نو د ژوند کاروبار ټول ټپ وي او داسې محسوسېږي چې د ژوند
د ګاډي سفر بېخي ولاړ دے ـ زمونږ په صوبه کښې د
بجلۍ پېداوار شته ، ډېره پېدا کېږي خو چونکه رسد يې نورو صوبو ته هم دے او لکه د جنوبي پښتونخوا(بلوچستان) ، چې په خپل ګېس کښې ورته د ګېس سهولت شته ، مونږ ته هم
په خپله بجلۍ کښې بجلي نه ملاوېږي ـ یو خوا وئیلے
کېږي چې د بجلۍ پېداوار کم دے نو بل اړخ ته په کلو او
ځينو ښارونو کښې سرمایه دار او صنعتکار بجلي خو استعمالوي خو ولې د بلونو ورکولو
نه انکاري دي او یا د بجلۍ غلاګانې په بیلا بیلو طریقو کولے شي ـ خو خېر بیا هم دوېمه لویه مسئله چې اولس ورسره مخ دے هغه د بجلۍ کمي ده ـ او د لوډشيډنګ په نوم او لس ژوند لنډ تنګ کړے شوے دے ـ
درېمه لویه مسئله د کرپشن،
لاقانونیت او په ادارو کښې د مېرټ خیال نه ساتل دي ـ بس چې چرته د چا زور رسي دهغه
شور وي ـ غریب نور غریب کېدو اړخ ته روان دے
او مالدار نور مالدارېږي ـ نه د غریب د حق تپوس شته ، نه غریب ته دا حق شته چې
دخپل حق تپوس وکړي او که چرې تپوس يې وکړو نو سبا به يې یا خپل کور وران وي او یا
به ورته دهمکي ملاؤ شوې وي چې سم شه ګني سم به دې کړم ـ داسې نورې مسئلې هم شته چې
د عام اولس نه واخله تر لوے لوے سیاستدانان ترې ټول ښه خبر دي ـ
اوس به لږه د نوي حکومت خبره هم
وکړوـ د ټول ټاکنو نه وړاندې یوه نعره چې د تحریک انصاف د ګوند په خُله وه چې مونږ
به نوے پاکستان جوړوو ـ د نوي پاکستان جوړول خو د نعرو تر حده پاتې شوالبته اوس
دا خبره کېږي چې "نوې
خېبرپښتونخوا" به جوړوو ـ د
تېر حکومت پښتونخوا هغه سیمه ده چې په نړیوال کچ پرې د هر چا سترګې دي ـ که یو اړخ
ته د افغانستان سرحدات دي نو بل اړخ ته چين پروت دے
ـ ددې دواړو هېوادونو په څه نه څه شکل کښې تعلق د سُپر پاور سره هم شته ځکه په
نړيوال کچ په دې صوبه ډېر نظر ساتلے شي ـ ولې بل اړخ ته په
صوبايي حکومت کښې دوه داسې ګوندونه هم شامل دي چې هغه د امريکے د پالیسو او د امریکې خلاف دي ـ او د خپل سیاسي
منشور لویه برخه يې د امریکې مخالفت هم ګرځولې ده ـ
پښتون چونکه مذهب پرست دے او د خپل مذهب سره یو جذباتي تړون لري نو ددې حکومت د جوړېدو یوه وجه په
دغه منشور کښې د دغه نعرې شاملول هم وو ـ خو که وکتلے
شي نو د امريکې نه بغېر د پاکستان معاشي صورتحال خرابېدے
هم شي ـ د آيي ـ اېم ـ اېف (عالمي مالیاتي اداره) د قرضو له کبله پاکستان
مجبوره دے چې د هغوي شرطونه هم اومني ـ
اوس دا چېلنج موجوده حکومت ته دے چې د امن ، د بجلۍ د کمي ، مهنګايي ، لاقانونیت او کرپشن ، د ادارو د
اصلاح او د عام اولس د متاثره کولو او د هغوي په امېدونو د پوره پوره ثابتېدو
دپاره څه ګامونه پورته کوي ـ ولې دا خبره سم په ذهن کښې لرل ضروري دي چې په صوبايي
حکومت کښې د صوبايي حکومت مرکزي کردار "تحریک انصاف" کښې
ډېر داسې مخونه دي چې د هغوي سترګو د اسمبلۍ مېدان په وړومبي
ځل ولیدو ـ او په وړومبي ځل لیدل د دوي اخري ځل لیدل هم ثابتېدے شي او یا د نوي پاکستان خوب ليدونکے عمران خان د خپل دې حکومت په بنیاد د ۲۰۱۸ء ټول ټاکنو ته ځان هم تیارولے شي خو دا موقع بیا بیا نه راځي ـ ولې ددې موقعې راتلو سره سره باید خپل
ځان ته حالات هم داسې جوړ کړي چې د اولس تر مېنځه اوسېدل ورته ګران نه وي ـ ځکه چې
عام اولس، د هغوي نفسیات او خويي بويي صرف هغه خلک پېژندلے
شي څوک چې په دغه اولس کښې پاتې شي ـ او که د صوبايي اسمبلۍ یا قامي اسمبلۍ د غړو
په مزغو کښې د اقتدار او اسمبلۍ نشه کښېناسته او عام اولس يې هېر کړو نو دا ځل
راتګ او د اسمبلۍ دیدار کول به يې اخيري راتګ وي ـ
Nice efforts, keep it up
ReplyDeleteThanks a lot dear..
Delete