8/21/2013

علم نېکي ده



علم نېکي ده




معاشره که پښتنه وي او که بله مثال يې د یو ګاډي دے چې ښځه او سړے يې دوه پايۍ دي او چې د ګاډي یوه پايۍ هم بېکاره شي نو ګاډے ودرېږي ـ دغه رنګ معاشره هم ده چې سړے او ښځه وغواړي نو یوه معاشره ښايسته کېدے هم شي او خرابه هم ـپښتانه دښځو په اړه یو سوچ لري چې د ښځې دپاره یا کور دے او یا ګور ـ دا خبره که ټيک وګڼو نو د ښځې دپاره بیا بهر وتل مرګ دے ـ خو مونږ په یویشتمه صدۍ کښې ژوند کوو چرته چې انسان په هواګانو کښې خبر د ملک او د نړۍ د یو ګټ نه تر بل ګټه په سیکنډونو کښې رسوي ـ له بده مرغه زمونږ په معاشره کښې د تعلیم که هغه د ښځو وي او که د سړو خو په هر دور کښې يې پښتون قام د یولوئے کمي سره مخ دے اوهم دا وجه ده چې پښتون قام يې د نړۍ د نورو قامونو نه وروستو پاتې کړے دے ـ دغه خبره اباسین یوسفزے صېب داسې کوي ـ                                زما قام که په قامونو کښې غمے دے                                خو د علم پکښې لـــــږ شانې کمے دے  زما په اند دغه کمے لږ نه بلکې ډېر زیات دے او لا تر اوسه دغه کمے پوره شوے نه دے او نه چا په سنجیدګۍ سره په دې غور کړے دے چې آو دا کمے شته او پوره کول يې زمونږ اولینه ذمه واري ده ـ هر چا پښتون قام ، پښتو ژبه او پښتون کلتور د خپل مقصد او مدعا دپاره استعمال کړي دي او چې کله يې مقصد تر لاسه شوے دے نو بیا يې په نیمه لار کښې پرېښودي دي ـ دا د هغه خلکو ګناه نه ده چې چا د پښتنو سره داسې کړي دي ـ دا د پښتون خپله غلطي او کمزوري ده چې تر اوسه يې په انفرادي توګه یا په اجتماعي توګه خپلې ذمه وارۍ نه پېژندلي دي او نه يې د ترسره کولو عملي هڅه کړې ده ـ                تعلیم، علم یا پوهه د هر دور ضرورت دے او دغه ضرورت تر سره کولو دپاره د خبرو نه ورته د عملي کار ضرورت دے ـ پښتون په دې مېدان کښې عموماً وروستو پاتې دے یا پاتې کړے شوے دے او خصوصاً چې د زنانؤو د تعلیم خبره وشي نو دغه خو په اوړو کښې د مالګې برابر هم نه دے ـ دا زمونږ یوه لویه بدبختي ده چې یا خو د کور مشران د ښځو د تعلیم خلاف وي او یا د خپل کور د تنګ نظرۍ یا انا له کبله خپله خور او لُور د کور نه بهر پرېښودو ته تیار نه یُو ـ دا که جهالت وګڼو او که نام نهاده پښتون پرستي ، خو غلط ته به غلط وایُواو دا یو غلط عمل وو او دے ـ پخپله هم دغه مشران پوهه دي چې مونږ څه کوو نو غلط يې کوو خو د کور کلي د خبرو نه مجبوره وي او یا يې په زړۀ کښې داسې وسوسې وي چې د خپل تربیت نه يې هم یقین اوچت شي ـ                د پښتون تاریخ او پښتو ژبه ډېره زړه ده خو تر اوسه پکښې هغه کم علمي او ناپوهتیا شته چې اوس هم په دې دور کښې اوسېدونکي ډېر تعلیم یافته خلک او په لویو لویو څوکو ناست خلک د خپل نارینه اولاد د تعلیم په حق کښې او د ښځينه اولاد د تعلیم خلاف دي ـ دا زمونږه بدبختي نه ده نو نور څه دي چې په دې ترقي یافته دور کښې اوسېدونکي خلک هم دومره کم ذهنه او ناپوهه دي ـ خو ګیله د دغه خلکو نه نه بلکې زمونږ د تعلیمي نظام او زمونږ د حکومتي چارواکو نه هم پکار ده چې زنانؤو ته د تعلیم هغه موقعې نه ورکولې کېږي کوم چې د هغوي بنیادي او سماجي حق دے ـ ډېر داسي کلي اوس هم شته چرته چې د جینکو سکولونه او کالجونه د نیشت برابر دي ـ                ددې نه ورته یوه بله المیه دا هم ده چې په پښتنو کښې که یوه پېغله څه کول غواړي او په هغې کښې هغه صلاحيتونه او هنرونه هم ښکاري خو حالات، وخت، خلک او په خصوصي توګه د کور خپل خلک ورته اجازت قدرې هم نه ورکوي ځکه چې د پښتنو په نزد اوس هم ښځه صرف د کور د کارونو ، د مالُونو(دمېښو غوایانو) د غوشانو او غوجلو د پاکولو او د اخلي پخلي دپاره پېدا شوې ده ـ د پښتنو په سیمه داسې خلک هم شته چې یوه جینۍ د کور دننه تعلیم حاصلول غواړي او چرته کتاب په لاس کښې راواخلي نو د کور نارینه يې ورټي او د لاس نه يې د کتاب په شکل کښې د رڼا بل مشال وغورځوي په دې خبره چې ستا کار تعلیم نه دے په تا مونږ نوکریانې نه کوو او نه درنه بېنظیره جوړوو د کور کارونه کوه ـ څومـــــــــــــــــــــــــــــره د افسوس مقام دے ـپښتنه پېغله ډېر څه کولے شي او ډېر څه يې کړي دي چې چرته هم ورته موقع په لاس ورغلې ده نو خپل ځان يې د یو کامیاب او کامران انسان په حېث ثابت کړے دے که هغه په هر مېدان کښې وي ـ خو د ځوان په نسبت د زنانؤو کردار هغه نه دے کوم چې پکار دے ـ نن که مونږ وګورو نو په تعلیمي ادارو کښې د هلکانو سره سره جینکۍ هم تعلیم حاصلوي خو هغه جینکۍ ډېرې کمې دي چې خپل کور پرېږدي او د خپل کور کلي نه لرې د تعلیم پسې راځي ځکه چې د کور خلک يې دې ته تیار نه وي چې یوه جینۍ خپل کور پرېږدي او په لرې ښار کښې تعلیم حاصلوي ـ او د بهر وتلو مجبوري دا ده چې په کور کلي کښې ورته هغه اسانتیاګانې نشته کوم چې هغوي غواړي یا يې د لوړو زده کړو(Higher Education) دپاره ضروري دي ـ                د جینکو د تعلیم چې څوک هم مخالفت کوي او خپله خور لُور د تعلیم دپاره لویو لویو ادارو ته نه لېږي نو د هغوي سره خپل څه وجوهات هم شته چې د هغې په بنا هغوي نه غواړي چې د دوي د کور جینکۍ دې تعلیم دپاره خپل کور کلے پرېږدي ـ وړومبۍ خبره خو دا کېږي چې چونکې په دغه ادارو کښې د هلکانو او جینکو ګډ تعلیمي ماحول دے نو ځکه مونږ د خپل کور جینکۍ نه پرېږدو ـ ددې ځواب ډېر اسان دے چې په دوه ډوله کېدے شي ـ۱ـ داسې ادارې شته چې هلته صرف او صرف جینکۍ تعلیم حاصلوي ـ۲ـ که ستاسو د بچو تربیت داسې وي چې ستاسو عزت ساتلے شي نو بیا ویره د څه خبرې .......؟؟؟۳ـ عزت د هلک هم وي او د جینۍ هم ـ اول خو دا خبره د ذهن نه ویستل پکار دي چې جینکو ته مسئله وي ـ دغه مسئلې هلکانو ته هم راتلے شي خو علم حاصلول زمونږ مقصد دے صرف او صرف هم دا په نظر کښې ساتل او د ځان سره سره د نورو د عزت او حيا خيال په ذهن کښې ساتل دي بیا به هېڅ مسئله هم نه وي ـخو که بیا هم داسې ادارې نه وي چرته چې صرف زنانه تعلیم حاصلوي نو بیا هم دا د مسئلې حل نه دے چې جینکۍ به تعلیم نه حاصلوي ـ هر څوک خپل ځان، خپل خاندان او ددې عزت پېژني ـپه کلي کښې هم داسې څه ستونزې د کلیوالو په نظر کښې شته چې له کبله يې هغوي د کور نه په یو څو میله لرې تعلیمي ادارې ته هم خپله لُور خور لېږلو ته تیار نه وي ـ په دې کښې که هره مسئله مخې ته راځي خو د هرې مسئلې حل هم وي او حل يې په پُرامنه توګه راویستل د ځيرک او پوهه انسان کار دے ـ په کلي کښې مسئلې حل کول د ښار یا قصبو په نسبت اسانې وي خو صرف په دې بهانه خپل خور یا لُور د تعلیم د نعمت نه محرومه کول سراسر زیاتے دے ـ                داسې پښتنې هم شته چې هغوي د خپلې معاشرې، د خپلې ژبې او خپلې خاورې دپاره ډېر څه کړي دي ـ که هغه د قلم په ذریعه وي او که په عملي توګه ـ خو له بده مرغه که دغه پېغلو قلم هم اوچت کړے دے نو خپله پېژندګلو نه شي ښودلے ـ او لکه د سیده آمنه بېګم که شاعري کوي نو د ځان دپاره کله الطاف او کله د ممتاز فرضي نومونه استعمالوي ـ که سیده بشری بېګم لیک کوي نو س ب ب استعمالوي ـ دغه رنګ ډېرې پېغلې اوس هم شته چې په خپل لیک او خپل هنر د خپل قام او خپلې خاورې خدمت کولو ته تیارې دي خو کورني یا خانداني کم علمي، د تعلیم موقعې نه ملاوېدل او یا نور داسې کږلېچن حالات دي چې هغوي مخکښې راتلو ته نه پرېږدي ـ خو ددې مطلب دا نه دے چې ګنې پښتنه پېغله هېڅ نه شي کولے ـ پښتنه چې مېدان ته راووځي نو کله ترې د مېوند ملاله جوړه شي اوکله ترې ملاله یوسفزۍ ـ کوم چې دا خبره جوتوي چې پښتنه پېغله د پښتون ځوان نه په هېڅ کمه نه ده او د ځوان سره څنګ په څنګ ودرېدے شي خو چې حالات ورته اجازت ورکړي ـ                د جینکو په تعلیم اعتراض کوونکي دا هم وايي چې ښځې ته څه ضرورت دے چې بهر راووځي یا تعلیم حاصل کړي ...؟؟ نو ددې اسان ځواب دا دے چې طوطي د طوطي په ژبه ښه پوهېږي ـ کله چې یوه ښځه ذات ناجوړه شي نو د هغې علاج صرف یوه ښځه ډاکټره په ښه توګه کولے شي او هر پښتون چې ځان ته کلک او نر پښتون وايي هغه هم دا غواړي چې دده د خاندان ښځې دې د علاج دپاره ښځې ډاکټرې ته لاړې شي خو ولې دغه نر او کلک پښتون خپله خور او لُور ډاکټره جوړولو ته خو څه چې بنیادي تعلیم ته هم نه پرېږدي ـ کاش که په دغه وخت کښې يې سوچ لږ کار وکړي .....................................                پښتون که ځوان دے او که پېغله ................ هغه خپل عزت هم پېژني او د خپل خاندان هم ـ نو بیا جینۍ د هلک نه په څه کمه ده ..؟ ولې د هغې حق تروړلے کېږي ..؟ ولې هغه په تعلیمي مېدان کښې وروستو پاتې کړے شوې ده ..؟ او په نورو مېدانونو کښې هغې ته لار هم نه ورکولے کېږي ....
                دا ټیک ده چې هغه د کور دکارونو ذمه واره هم ده خو ولې دغه کارونه یو سړے نه شي کولے ...؟؟ بله دا چې زنانؤو له هم خدائے پاک که څه صلاحيت یا هنر ورکړے وي نو ددغه صلاحیت او هنر څه تقاضې هم وي ـ او دغه احساس پېغله مجبوروي چې د خپل فن، خپل هنر او خپل حق پالنه او غښتنه وکړي او ددې تقاضې په ښه شان سره پوره کړي ـ خو داسې همت د هر چا په نصيب کښې نه وي ـ‍‍                مایوسي ګناه ده خو ټولو پښتنو پېغلو ته په دې مختصر لیک دا یو پېغام ورکول مقصد دے چې پېغله او ځوان دواړه انسانان دي او د یو بل نه په څه هم کم نه دي ـ لکه الف جان خټکه چې وايي :                                ښځې هم زړونه لــــــــري زړه کښې خواهشات لــــري                                سر کښې مازغه لري مازغو کښې احساسات لري                                کاڼي هم نه دي دا هــــــــم ستا په شان جـــــذبات لري                                ښــــــه خیالات لـــــري بلکې ستــــا نه هم زیات لــــري                                دا بېګناه مــــرغۍ دې ګېره کړه پنجره کښې ولې ..؟                                وایه کړې ښـــــځې دې ژوندۍ په هديره کښې ولې ..؟


دغه مات ګوډ احساسات د هغه پښتنو ملالو په نوم چې د نام نهاده پښتو انا په اور سوزي او د خپل حق نه محرومه دي ـ هیله لرم چې دا مختصر مات ګوډ احساسات به که ډ‎ېرې نه وي نو یو څو پېغلې به رابېدارې کړي او خپل هنر او خپل فن به د مړ کېدو نه بچ کړي ـ کوم چې د هغوي معاشرتي او سماجي حق دے ـ

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.