8/15/2013

14th August "THE INDEPENDENCE DAY OF PAKISTAN"





 



په داسې ورځ چې هر اړخ ته دا چغې سُورې دي چې آزادي مو مبارک شه نن زمونږ د آزادۍ ورځ ده ـ زۀ دا منم چې په دې ورځ پاکستان آزاد شوے دے یو نوے وطن چې د دنیا په نقشه يې خپل ځان ښکاره کړو او ټولې دنیا اومنو هم ... خو سوال دا دے چې آیا پاکستان یو آزاد، خودمختاره ریاست دے ؟ په دې خاوره اوسېدونکے هر وګړے دا حق لري چې هغه دې د آزادۍ نه هغه رنګ خوندونه واخلي لکه څنګه چې ترې په جناح کنونشن سنټر اسلام اباد کښې د دې وطن واکداران او سیاستمداران اخلي ...؟؟
که صرف د پښتون د حق خبره کوو نو خلک دا تور لګوي چې دوي باغیان دي د پاکستان د وجود نه انکاري دي .. خو دا خبره دروغ ده هر چا بلکې ددې خاورې ډېرو خلکو خپلې وینې د آزادۍ په کوششونو کښې تويې کړې دي خپل مالونه يې بائیللي دي او د آزادۍ جنګ يې ګټلے دے خو هغه خلک څه شو؟ هغه خلک چا یاد کړل ـ د پښتنو خبره ځکه کووم چې په دې سیمه هم د حاجي صېب ترنګزو او پير صېب زکوړي غندې خلکو د آزادۍ جنګ ښه په نره کړے دے ولې تر اوسه يې هیچا د کردار او کوششونو ستاینه نه ده کړې ـ هر څوک بس د ۶ ستمبر ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ خبرې کوي او یا د ۲۸ مئي ۱۹۹۸ خبرې کوي ـ په دې سیمه چې نن د ډېرو داسې ستونزو سره مخ ده چې په یوه سطح هم دې واکدارانو له د هغې د حل کولو چل نه ورځي خو بیا هم په دې خاوره مېشته زلمي او پېغلې د څوارلسم اګست په شپه او ورځ د آزادۍ مبارکي یو بل له ورکوي ـ
دا وطن د ګلدرو وطن دے خو ولې زما په اند تر اوسه د عام اولس د خېر ښېګړې سوچ هیچا نه دے کړے ـ هر مشر چې راشي نو خپل ځان پوره کړي او واپس ځي ځکه د تېرو شپږ شپېته کالو راهسې مونږ یو مستقل او کامیابه حکومت نه دے لیدلے ـ تېر حکومت پینځه کاله تېر کړل خو ولې عوام ورپسې تر اوسه سپورې ستغې وايي ـ
په داسې ملک کښې چې د اختر په ورځ هم د جوماتونو نه د خلکو په ځاے جنازې راووځي ، چرته چې په رښتیا ويیلو خلک دار ته خېژولے کېږي ، چرته چې د قام مشر د قام په ځائے پخپلو بنګلو او بلټ پروف ګاډو کښې ژوند کوي ، چرته چې چغې هر څوک وهي چې چرته څه کېږي خو نعرې اورېدو والا هیڅوک نه وي نو په داسې وطن کښې آزادی نمانځل څه فايده لري ـ د یو روایت تر حده خو ډېره ښه خبره ده خو ولې د ټولو نه ضروري خبره دا ده چې د دې قام هر وګړے د آزادۍ په معنا او مفهوم ځان پوهه کړي ـ باید هغوي پوهه کړے شي چې آزادي څه وي ـ
نو بیا به آزادي نمانځو هم او خوندونه به ترې هم اخلو ـ بیا به څوک ددې آزادۍ مخالفت نه کوي خو که دغه خلک واورېدے شي ــ او ګیلې يې ورکې کړې شي ـ د آزادۍ دعوې کول ښه خبره ده خو ددې نه هم ښه خبره دا ده چې د روایتي الفاظو په ځائے د آزادۍ اصلي شکل عوام ته وښودلے شي ـ

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

1 comments:

  1. Dair khuklee khbry dai wakhrhe ror,,
    Yao so khbry ba paky za hm okama..awala da 6 Dasy bilkul hm nada chy sirf pukhtun dalta pa gutaa day ao nor tol khalk ka da punjab v,ka da sindh v,ka baloch dai ao ka kashmiri ya bal sa,,Pa mazo k di ,

    na bilkul hm na,,
    Munga tol pakistanian pa takleefono k yo,,da takleefuna sirf pa pukhtun nadi,,har pakistani trena tang dai,,

    jinnah convention centre k noro sara zamunga Pukhtun masharan hm nast de,, haghoi zimawari nada 6 pukhtun qaom la para soch waki,,?

    dai k pakistan sa qasoor dai,,,?

    Pukhtun haq wahly shawy dai,,laka sang 6 sindiano baloachiano ,,,
    Haghy haq la para zamaunga poiticians la pakar da 6 manda trha oki,,tag ratag oki,,,hagoi trena election rawazo k ghoghaa jorha ki,,ao munga sadagan hagy khalko pa khbro k rasho,,,

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.