کال دوه زره څوارلسم تېر شو او پينځلسم شروع شو ولې مونږ هغه شان یو مطلب دا چې مونږ نه بدلېږو ولې د پښتونخوا په سیمه
داسې ناسور اغلے چې اوس به بدلېدل وي او داسې به بدلېدل وي چې زمونږ د ذهنونو او
فکرونو یوه نوې لار پېدا شي ـ دا به څنګه پېدا کېږي دا هغه سوال دے چې د نن پښتنه
سیمه ئې د هر پښتون وګړي نه کوي ـ د پاکستان نومې وطن حال د هغه بازار دے چې هر
هغه څوک پکښې کامیاب دے څوک چې زور لري وس ئې رسي او د لویو لویو کوټو او محلونو
مالک وي ـ غریب صرف د غمونو، خوارو، مزدورو او تکلیفونو لپاره جوړ دے خو ولې هم د
دغه غریب په لاس کښې هم داسې یو توان شته چې هغه پرې د خپل لیکلے شوي تقدیر یو یو
ټکے بدلولے شي خو بدلېږي به څنګه ؟ بدلېږي به داسې چې خپل اصلي دوست او دښمن به
پېژندل وي ، ځان له به داسې مشر کتل وي څوک چې په اصلي معنو کښې د دې قام مشري
وکړي، څوک چې صرف د خبرو مشر نه وي او نه د لویو لویو دعوو دعوه کوونکے وي بلکې د
اولس د مئینځه وتلے مشر به ټاکل وي څوک چې په
حقیقي معنو کښې زما او ستاسو د ستونزو نه خبر وي ـ
د پښتون قام
لویه بدقسمتي دا ده چې د دنیا په کوم ګوټ کښې هم هغه مېشته دے نو د ژوند معیار ئې
اکثر غورځېدلے دے خو ولې د دې نه هم لویه بدقسمتي دا ده چې هغه پخپله په دې حالت
خوشحاله دے او د دې د ښه کولو لپاره هېڅ منډه ترړه نه وهي ـ که مشر هم ټاکي نو
داسې مشر ټاکي څوک چې پخپله خو په لوئے محل کښې اوسي ولې دعوې د غریب اولس د
ستونزو د هوارولو کوي ـ
نن په نړۍ کښې
د فکرونو جنګ روان دے ولې پښتون بچے د خپل سوچ او فکر نه لرې کولے شي ـ خو په دې
کښې ګناه د بل هیچا نه ده د پښتون قام پخپله ده چې نن هم د پښتون قام بچي د خپلې مور
پښتو نه خبر نه دي ـ تېر کال هم نه وو خبر او راروان کال به هم خبر نه شي ـ نه خو
د تاریخ پاڼې لولي او نه ئې ورته څوک ښائي چې پښتون څوک دے پښتو څه ته وائي او
پښتو به څنګه پالو؟
نن د نظریو
جنګ هم روان دے ولې د پښتون قام سره خپله نظریه نشته او په پردۍ نظریه پسې منډې
وهي ـ منډې خو لا پرېږده چې پردۍ نظریه، پردے سوچ او پردي روایات خپل ګڼي ـ د دې
هر څه په شا څوک دي؟ هېڅوک نشته یا خو زۀ او یا تۀ ـ دا ټوله ګناه زما او ستا ده چې نه خو د ښوونځو په کچ
پښتو ته څوک په سم نظر ګوري او نه په پوهنځو او پوهنتونونو کښې ورته هغه مقام
ترلاسه دے کوم چې د نړۍ یا د دې وطن نورو ژبو ته حاصل دے ـ
زما د نن
پښتون بچے پښتو سپکه او انګریزي یا اردو درنه ګڼي ـ یو پښتون ځوان هم داسې نشته چې
په جار ووائي چې ما له پښتو لیک لوست نه راځي او زۀ ئې زدۀ کول غواړم ـ د دې نه ورته د پښتون قام او پښتو ژبې لوئې
لوئې نامې هم د دې حالاتو ذمه وار دي څوک چې لوئے نوم ته خو ډېر خوشحالېږي ولې د
پښتون بچي د پښتو سره د مینې پېدا کولو یا هغه ته د پښتو ښودلو لپاره هېڅ څه عملي
ګامونه نه پورته کوي ـ
هم داسې پښتنو
ته ارواښاد صاحب شاه صابر ډېر پخوا وئیلے وو :
دا څه خبرې دي
دا څه اورو دا څه وائي څوک
پښتو به وائي
خو پښتون به ځان ته نه وائي څوک
زما یاران دې
پښتو وائي او پښتون دې مني
ما ته دې خېر
دے نوموړے ادیب نه و ائي څوک
مونږ په دې خو
ډېر ویاړو چې د پښتون قام برخه یوـ هرچا ته لکه د زمري غړمبېږو چې پښتون قام ډېر
غېرتي دے، ننګ دے پکښې ، پت پالي، ډېر مېلمه پاله دے خو ولې دا ټول خاصیتونه هم
اوس د کتابونو یا الفاظو ترحده پاتې دي ځکه چې مونږ صرف پښتو د یو بل د پوهولو
لپاره استعمالووـ مونږ تر اوسه پورې کوم یو داسې کار کړے چې د هغې فائده پښتون
قام، پښتو ژبې او پښتون کلتور ته رسېدلې وي؟ دا به منو چې مونږ اوس هم د دنیا په
مقابله کښې د تیارو نه ډک ژوند تېرووـ مونږ هغسې لا د زمکې لائق نه یو ، مونږ هغسې
د تربور سره په پُوله جنګونه کووـ مونږ هغسې لا د اوبه خور په اوبو مرګونه کووـ
مونږ هغسې کسب ګر ته سپک ګوروـ مونږ هغسې د خپلو روایاتو او تاریخ نه ناخبره ژوند
کووـ مونږ هغسې لا تعلیم صرف د پېسو ګټلو یوه ذریعه ګڼوـ مونږ هغسې لا د مشرۍ په
نوم د خپل قام وینه څښوـ مونږ هغسې لا د خپلو لوڼو برخې ورکلو ته تیار نه یوـ په
مونږ کښې اوس هم د مذهب په نوم دومره انتهاپسندي ده چې مونږ د کوڅې د یو مُلا د غلطې
خبرې د رد کولو توان نه لروـ زمونږ نه مشر ورک دے، مونږ تقسیم شوي یا تقسیم کړے
شوي یوـ زمونږ په ذهنونو لا تراوسه پردې پرتې دي ـ
دا هر څه
حقیقتونه دي او تر څو پورې چې مونږ حقیقت ته حقیقت نه وي وئیلے تر هغې مونږ نه خو
د نظریو په دې جنګ کښې بریالي کېدے شو او نه د فکر جنګ ګټلے شو ـ که مونږ په عملي توګه د خپل ځان ، د خپل قام، د دې
خاورې، د دې ژبې او د دې کلتور خیال ساتل او دا مخ په وړاندې بوتلل شروع نه کړل نو
لکه څنګه چې په کال دوه زره څوارلسم کښې د پښتون قام وینې توئې کړې شوې هم دغه رنګ
به په پینځلسم کښې هم توئېږي او هېڅ ځائے به نه نیسي ، نه به ئې څوک د تپوس کولو
وي ـ
0 comments:
Post a Comment