5/29/2015

افسانه ۔ ۔ ۔ ۔ تصوير

د دغه يو تصوير لپاره تا څومره ستړې وکړې خو پېدا دې نه کړو بس کړۀ مړه نور ئې پرېږده د دې نيمګړي تصوير سره تۀ خپل ژوند ولې نيمګړے کوې ۔ دا د قسمت لوبه ده ستا د ژوند په کېنوس کښې به دغه تصوير نه وو ۔ سمير چې کله جبران يو وارې بيا د کېنوس په خوا کښې ستړے ستومانه وليدو نو هم هغه زړې خبرې ئې ورته وکړې کومې چې هغه تقريباٌ هره ورځ جبران ته کوي او تسلي ورکوي چې کوم تصوير تۀ په خيال کښې جوړول غواړې دا هغه شان نه شي کېدے لکه څنګه چې د اصلي تصوير نه جوړېږي ۔
جبران يو ښه مصور وو او د ډېرې مودې راهسې يو تصوير ئې د سلو نه زيات ځله جوړ کړو خو زړۀ ئې پرې اوبه نه څښلې او بيا به ئې د نيمګړي تصوير ټوټې د ردۍ ټوکرۍ ته وغورځولې ۔ نن چې کله سمير بيا جبران خفه خفه وليدو نو د تسلۍ هغه ټکي ئې ورباندې واورېدل کوم چې هغه د جبران د زړۀ ښه کولو لپاره هره ورځ استعمالوي ۔
جبران د يو غريب مور پلار زوے وو ولې په خپل محنت او خوارۍ ئې ځان تر شپاړسمه راورسوو او په شپاړسم ټولګي کښې ئې د ټولو ښه نمبرې واخستې ۔ چې وروستو ورته يوه ښه نوکري هم ملاؤ شوه خو ولې هغه نه په نوکرۍ وو او نه په سبق کښې په ښه پوزيشن اخستو ۔ هغه خو د چا په خيالونو کښې داسې ورک وو چې کله کله به ټوله شپه صرف پخپله تصوراتي دنيا کښې ورک شو او په ويښه به ئې د ژمي اوږدې شپې تېرولې ۔
په پوهنتون کښې د سبق وئيلو دوران جبران د يوې داسې جينۍ په مينه کښې خپل زړۀ او سکون بائيلو چې د هغې مخ ئې هم کله ليدلے نه وو۔ جبران چې به کله هم د هاسټل نه تر خپل ډپارټمنټ راتلو نو په لار به ئې هغه جينۍ ليدله کومه چې د دۀ په ډپارټمنټ کښې نه وه خو لار ئې يوه وه ۔ جبران به پخپل زړۀ کښې دغه جينۍ ته سپوږمۍ وئيله ۔ ټوله شپه به د ستورو او سپوږمۍ په خبرو کښې مشغوله وو ځکه خو ئې تنهائي هم ډېره خوښه وه ۔
جبران په پوهنتون کښې د سبق وئيلو دوران څو وارې کوشش وکړو چې خپل د زړۀ حال دغه سپوږمۍ ته بيان کړي ولې حوصله ئې کله هم ونکړے شوه ۔ خو دومره ئې معلومه کړه چې دغه جينۍ د ښار د يوې لوئې کورنۍ سره تعلق ساتي او د پلار يکې يوه او ډېره نيازبينه لُور ده ۔ د دوۀ کالو د سبق موده ډېره زر تېره شوه خود سترګو جنګونه په دغه دوۀ کالو کښې هره ورځ جاري وو او هره ورځ به دواړو يو بل ته ښه په مينه کتل خو دواړو کښې دا جرات نه وو چې د زړۀ حال په ژبه راولي ۔
د پوهنتون نه فارغېدو وروستو جبران د دغه جينۍ د کور لټون شروع کړو او آخر د خپل ملګري سمير په ذريعه ئې د دغه جينۍ کور هم معلوم کړو ۔ خو د کله نه چې د جبران نوکري په بل ښار کښې شروع شوې وه نو هره هفته به ئې د چهټۍ ورځ د خپل کور په ځائے د دغه جينۍ ښار ته راوړه او مازيګرے به ئې هلته په تشو ګرځېدو تېروو ۔
څو کاله هم دغه شان تېر شو ۔ د ورځو نه يوه ورځ وه چې کله جبران د دغه سپوږمۍ په ديدن پسې د هغوي ښار ته راغلے وو هغه خپله دغه بې نومه مينه وليده ۔ د دواړو سترګې چې کله د يو بل سره د يوې لوئي مودې پس ملاو شوې نو په جبران رپ رپے ولګېدو او د پوهنتون هغه ټول دوه کاله ئې په يوه لمحه کښې په مزغو کښې لکه د پخواني ريکارډ تېر شو ۔ جينۍ چې کله جبران وليدو نو حېرانه شوه خو وار ئې خطا نه شو او په لار ئې خپل سفر روان وساتو ۔ جبران غوښتل چې د دغه جينۍ سره په لار يو ځائے لاړ شي خو د جينۍ يوې اشاري د هغه دغه ارمان د خاورو سره خاورې کړو ځکه چې د هغې پلار د هغې نه مخکښې روان وو ۔ جينۍ د خپل پلار سره د ګاډي اړخ ته روانه وه او ساعت پس به ئې په جبران پسې شا شاته کتل ۔ د دواړو ورکو مئينانو دغه نظاره د لرې نه سمير هم ليدله او چې کله جينۍ سره د خپل پلار ګاډي کښې روانه شوه نوجبران ته ئې صرف په اشاره سلام وکړو او لاړه ۔
د جبران رنګ د ويرې او خوشحالۍ نه تک زيړ شوے وو ځکه چې په تېرو څلورو کالو کښې په وړومبي ځل ورته د مينې د اثبات جواب ملاؤ شو ۔ سمير چې دا هر څه وکتل نو جبران ته ئې په اوږه لاس کېښودو او ورته ئې ووئيل ۔ اشنا اومبارک شه د دوۀ زړونو قيصه يو کېدو والا ده ۔
د دې خبرې په اورېدو جبران داسې وشرمېدولکه چې مور او پلار د هلک يا جينۍ نه د واده  په اړه پوښتنه کوي ۔
دواړه ياران واپس خپل منزل اړخ ته روان شو خو جبران سمير ته د تلو نه مخکښې يوه ذمه واري پرېښوده چې په هر جوړ وي د دې جينۍ سره زما په څه چل خبرې وکړه ۔ سمير هم د خپل اشنا دغه خبره ومنله او وعده ئې ورسره وکړه چې په هر جوړ وي د دغه جينۍ او ستا خبرې به زۀ کووم ۔
د دې وروستو جبران د خپلې نوکرۍ ښار ته روان شو۔په لاره ئې هم دغه سوچونه کول چې د دې جينۍ به زما سره دومره مينه وي او کنه څومره چې زۀ کووم ؟ د دې د لاس د اشارې نه زۀ څه مطلب واخلم ؟ صرف د مېلمه په توګه خو به ئې راته سلام نه وي کړے ؟ بيا به ئې پخپله ځان له تسلي ورکړه چې نۀ نۀ هغه هم ما سره مينه کوي ۔
څو ورځې پس سمير هم د جبران سره يو ځائے شو او هلته ئې کار روزګار شروع کړو۔ تر دې دمه سمير د هغه جينۍ او جبران په خبرو کولو کښې بريالے شوے نه وو۔ د جبران سره وعده پوره کول د سمير په زړۀ وو نو ځکه چې کله د روزګار په غرض بل ښار ته تلو نو خپلې د ترۀ لور شاندانې ته ئې ټوله قيصه کړې وه ۔
شاندانې ورو ورو د هغه جينۍ کور ته تګ راتګ شروع کړو او څو ورځو کښې د دغه جينۍ ښه ملګرې جوړه شوه ۔ څو ورځې پس چي کله سمير واپس د کور نه د جبران خوا له راغے نو يوه خوشخبري ئې د ځان سره راوړې وه او هغه وه د دغه جينۍ نوم ۔
څلور کاله پس په وړومبي ځل د جينۍ نوم زدۀ کول جبران يوه لويه کاميابي وګڼله او اوس به د بې نومه مينې په نوم هغه د هر تصوير سره ګلالۍ نوم هم ليکو ۔ جبران به د مينې نه بيا دغه جينۍ ته په خپله خيالي دنيا کښې ګُل وئيل ۔
يو کال تېرېدو وروستو شاندانې ته پته ولګېده چې د ګلالۍ پلار د هغې رشته د خپل يو مالدار کاروباري ملګري د زوي سره کول غواړي ۔ او هم په هغه ورځ ئې سمير ته ووئيل چې ګلالۍ نه تپوس نه دے شوے او رشته ئې پلار پخپله خوښه وکړه ۔ ګلالۍ د شاندانې مخکښې ډېر ژړلي وو خو د خُلې نه ئې دا خبره چا هم وانه ورېده چې هغه ولې ژاړې ځکه چې هغه هم د هغه ورک عاشق په مينه کښې ورکه وه د چا انتظار چې هغې د تېرو څلورو کالو نه کوو۔
يوه ورځ د شاندانې ټيليفون راغے چې ګلالۍ د جبران سره خبرې کول غواړي ۔ سمير زر جبران ته په چغه آواز وکړو چې راشه ۔ جبران په منډه منډه راغلو او چې کله ئې موبائل غوږ ته کړو نو ټول په رپېدو شو ۔ د بل اړخ نه صرف سلګۍ وې او ژړا ۔ ګلالۍ ورته په چغو چغو خپل د تېرو څلورو کالو د زړۀ رازونه وسپړدل او جبران هم پخپله ژړا قابو ونه موندله ۔ په چغو چغو دواړو ژړا شروع کړه ۔ دلته سمير جبران له دلاسه ورکوله او هلته ګلالۍ له شاندانې ۔ خو د دواړو دغه کوششونه ناکامه وو ځکه چې د څلورو کالو د انتظار نه پس د هغوي وړومبۍ خبرې آخيرۍ خبرې وې ۔ د ګلالۍ واده درې ورځې پس د هغې د پلار د مالدار کاروباري ملګري د زوي سره کېدونکے وو د کوم لپاره چې ټولې تياريانې شوې وې ۔
شاندانې د ګلالۍ نه ټيليفون واخستو او سمير ته ئې ووئيل چې دا د ګلالۍ او جبران آخيري خبرې دي ځکه چې د هغې د واده ټولې تياريانې شوي ۔ جبران سمير ته صرف يو خواست وکړو چې شاندانې ته ووايه چې ماله د ګلالۍ يو تصوير صرف راواخلي ۔ زۀ به ئې ټول عمر د دغه احسان منت بار يم ۔ ولې هلته ګلالۍ شاندانې له قسم ورکړو چې زما تصوير به کله هم جبران له نه ورکوې ۔ زۀ نه غواړم چې هغه خپل ټول ژوند د يو تصوير په ليدو تباه کړي ۔
نن چې سمير خپل يار د نيمګړي تصوير سره د کېنوس په خوا کښې ولاړ وليدو نو منتونه ئې ورته شروع کړل چې بس کړۀ دا تصويرونه پرېږده ۔ اصلي تصوير نشته نو د خيالي تصويرونو نه څه جوړېږي ؟ اوس هغه د بل په نوم دۀ ۔ ته په دې خبره ولې نه پوهېږې؟ شپږ کاله تېر شو خو ستا دغه تصوير تا پوره نه کړو بس کړه د خيالي دنيا نه راووځه جبرانه! ولې جبران د هغه خبرې لکه د نور کله په شان واورېدې هيڅ غږ ئې ونکړو او د کوټې نه بهر چمن اړخ ته ووتو ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.