8/08/2015

اسلام آباد کښې د کچه آبادۍ ورانول، حقيقت څه دے؟


د کچه آبادۍ په ضد د سي ډي اے عملياتو نه وړاندې د دغه ځائے د ماشومانو سره يو عکس
 د اسلام آباد په کچه آبادۍ کښې ميشته خواوشا پينځويشت زره پښتنو د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې  دغلته ژوند کوو او د اسلام آباد (نام نهاده) پرمختيائي ادارې کېپټل ډويلپمنټ اتهارټي (سي ډي اے) دغه پښتانه د اسلام آباد هائي کورټ په حکم (وروستو به واضحه شي چې حکم څۀ وو؟) د دغه ځايه وويستل او کورونه ئې ورله وران کړل ۔ دغه پښتانه که قانوني اوسېدل او که غېرقانوني،دا يو ځان له بحث دے خو په کومه بې دردۍ چې ئې دوي وويستل او کورونه ئې ورله ويجاړ کړل هغه ما په خپلو سترګو ليدلي ۔ زۀ بې وسه ووم خو د زړۀ نه مې يو الله خبر وو چې څۀ پرې تېرېدل، بيا مې سوچ کوو چې کاش مونږ د کنډک په ځائے يو قام وے نو په چا کښې هم دومره قوت نشته چې يو قام ته دومره په سپکه وګوري ۔
اصل قيصه څه وه ؟ ولې دا خلک وويستلے شول او ولې آخر د نولس سوه اتيايم راهسې جوړ شوي دا کورونه وران کړے شول ؟ دوه ورځې د دغه ورانولو نه مخکښې، څلور ورځې د سي ډي اے د آپرېشن په مهال او وروستو د هر څه نه بيا هلته تګ او رپورټ کولو نه پس هر څه په ډاګه شو چې ولې دا هر څه وکړے شول ؟ هغه کوم حکم وو چې اسلام آباد هائي کورټ ورکړو او سي ډي اے چارواکو دومره زړۀ وکړو چې دا کورونه وران کړي ؟ صرف د آئي الېون سيکټر ولې وران شو؟ په اسلام آباد کښې خو نورې هم د شلو نه زياتې کچه آبادۍ دي نو بيا ولې صرف دا آبادي مخکښې کړے شوه؟
دلته 1200 پوري کورونه آباد وو۔ د ځائي اوسيدونکو وينا

د خلکو سره د خبرو دوران هغوي دا دريځ خپل کړے وو چې مونږ هسې دلته نه يو ميشته، بلکې د سي ډي اے چارواکو د کور يا کوټې جوړولو په وخت زمونږ نه باقاعده پېسې اخستې دي ولې هم دغه خلکو د وخت تېري لپاره دا لويه غلطي کړې چې هيڅ ليکلے ثبوت ئې د هغه کسانو نه نه دي اخستي چا چې ترې پېسې اخستي ۔ د پاکستان عدالتونه خو ثبوت غواړي او دغه بې تعليمه، مزدورکاره او کډوالو پښتنو سره په دې اړه هيڅ ثبوت نه وو ۔ دا يواځې د دې ځائے مسئله نه ده بلکې د يو قام په حېث هم دا مسئله ده چې مونږ صرف د نن سوچ کوو سبا ته مو هډو پام نه وي بيا چې سبا مو څوک ډبوي نو مونږ وايو چې زمونږ سره زياتے کېږي ۔
د آئي اليون په کچه آبادۍ کښې 2300 خاندانونه ميشته وو
د پښتنو سامانونه څو ورځې په لارو کښې پراته وو
اوس به راشو لږ قانوني اړخ ته، چې آخر کومې فېصلې سي ډي اے له دومره حوصله ورکړه چې دا دومره لويه آبادي ورانه کړي؟ ما چې کله د دې قيصې په اړه د سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن پخواني صدر او د عوامي ورکرز پارټۍ مرکزي صدرعابدحسېن منټو صېب نه پوښتنه وکړه نو هغه راته ووئيل چې په اصل کښې دا قيصه د کچه آبادۍ نه وه او نه په عدالت کښې د کچه آبادۍ په ضد څه درخواست جمع کړے شوے وو بلکې هم د دې کچه آبادو نه يوه آبادۍ کښې يو تن ته د شناختي کارډ جوړولو ستونزه رامخې ته شوه او نادرا دفتر (څوک چې شناختي کارډونه جوړوي) ته لاړو نو هغوي ورله کارډ نه جوړوو ځکه چې د هغه تعلق د کچه آبادۍ سره وو۔ دغه تن د نادرا په ضد اسلام آباد هائي کورټ کښې يو درخواست جمع کړو چې زما د کارډ ستونزه دې هواره کړے شي ۔ عدالت د نادرا ادارې ته حکم وکړو چې دا تن پاکستانے دے او بايد کارډ ورله جوړ کړے شي ۔ بس قيصه ختمه شوه خو د اسلام آباد هائي کورټ معززه جج دغه کېس ختم نه کړو، حالانکې د دې سړې کېس صرف او صرف ددې پورې وو چې ما ته دې کارډ راکړے شي ۔ عابدحسېن منټو صېب وائي چې دغه کېس په دې ځائے ختمول پکار وو ولې جج صېب د کچه آباديو ټول ريکارډ د چارواکو نه وغوښتو او چې کله هغوي په عدالت کښې رېکارډ جمع کړو نو جج صېب په باقاعده توګه حکم جاري کړو چې د کچه آباديو په ضد دې کارروائي وکړے شي او دا دې ورانې کړے شي ۔ اوس سوال دا راپورته کېږي چې د کارډ قيصه کوم ځائے وه او د کچه آبادۍ د ورانولو قيصه کوم ځائے؟ د دې دواړو خپل مئينځ کښې تعلق څه دے او ولې جج صېب دا حکم جاري کړو؟ د پاکستان د نولس سوه درې اويايم د آئين ترمخه آرټيکل نهم کښې هر پاکستاني وګړي ته دلته د ژوند کولو حق ترلاسه دے ۔ منټو صېب د ژوند کولو مطلب واضحه کولو په وخت ووئيل چې د ژوند کولو مقصد صرف ساه اخستل نه دي بلکې د ژوند ټول ضرورتونه خپلو اوسېدونکو ته ورکول د يو رياست ذمه واري ده ، که چرې داسې نه وي نو د دې ښکاره مطلب دا دے چې رياست خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي ۔
عابد حسين منټو، د سپريم کورټ بار ايسوسي اېشن پخوانے صدر، مرکزي صدر عوامي ورکرزپارټي
دا خبره څومره صحيح ده او څومره غلطه خو سوال دا دے چې د يو ماهر قانون د خُلې دا خبرې زمونږ د دغه معززه جج په نظر کښې څه حېثيت لري او کنه؟ آيا د پاکستان آئين د دې وطن اوسېدونکو ته څه بنيادي حقونه ورکوي؟ که ورکوي نو هغه رياست پاکستان تر کومه حده پورې پوره کوي؟ که نه پوره کوي نو معززه عدليه يا د پارليمان په يخو ودانو کښې ناست د خلکو په ووټونو ټاکلے شوي مشران څه کوي؟ د جمهوريت دعوه لرونکي خلک چرته دي؟ د جمهوريت د پياوړتيا لپاره خو آئيني حدونه نه پېژني ولې د غريب د سر سېورے ختمولو په وخت دغه نام نهاده مشران غلي ناست وي ولې ؟
دآئي اليون آبادۍ ورانيدو وروستو يو منظر
ګنهګار څوک دے او بې ګناه څوک ؟ دا فېصله کول د هغه ادارو کار دے د چا چې دا ذمه واري ده خو يو څو سوالونه دلته نور راپورته کېږي ۔ وړومبے خو دا چې د اسلام آباد دننه خواوشا شل يا يوويشت کچه آبادۍ موجودې دي، آيا سي ډي اے به د دغه ټولو په ضد کارروائي وکړے شي؟ د پښتنو يوه لويه شمېره په پلازمېنه اسلام آباد کښې ميشته ده، د يوې اندازې تر مخه دغه شمېره د سرښار د ټولې آبادۍ شپېته فيصده ده ولې د پښتنو دلته نه خو مشران په نظر راځي او نه د دې غريبو پښتنو د کورونو ورانېدو په وخت مونږ څوک وليدل ۔ آو يو څو مشران راغلي وو، د ميډيا سره ئې خبرې وکړې، تصويران ئې په سوشل ميډيا خواره شو او بيا چا ونه ليدل ۔
د اردو ژبې ميډيا دې آبادۍ ته افغان بستي وئيله، زۀ دا هر ګز نه وايم چې دلته افغانان (پښتانه نه اوسېدل (په اردو ميډيا کښې د افغان نه مطلب افغانستانيان اخستے کېږي) ولې د سي ډي اے چارواکو سره چې ما کله هم خبرې کړي نو هغوي ښه په ډاګه وئيلي چې دا "افغان بستي" نه ده بلکې کچي بستي ده چرته چې صرف پينځه فيصده افغان مهاجرين او باقي د پاکستان پښتانه اوسېدل ۔ د دې سوال په جواب کښې چې ولې دا آپرېشن وشو د سي ډي اے چارواکي وائي چې که د اسلام آباد هائيکورټ حکمنامه نه وې نو هم به دا کورونه ورانېدل ، ولې د نورو کچه آبادو او په خصوصي توګه د هغه خلکو په اړه څوک چې د اسلام آباد صفائي کوي يا نور خدمت کوي نو د سي ډي اے چارواکي وائي چې هغوي ته به په باقاعده توګه بيل کورونه يا فليټونه ورکولے شي ۔ اوس دا فېصله به څوک کوي چې د اسلام آباد د خدمت مطلب څه دے ؟ اسلام آباد کښې څومره غېرقانوني لوئې لوئې بنګلې او پلاټونه دي؟ کومو لويو خلکو په هغې قبضې کړي دي؟ آيا داسې څه منصوبه شته چې چرته کښې هم او چا هم په غېرقانوني توګه په زمکه قبضه کړې نو د هغوي په ضد به پوره پوره او بغېر د مالدار او غريب د امتيازه کارروائي کولے شي ؟ نۀ لا داسې څه نشته خو د اسلام آباد په لويو لويو څوکو او يخو محلونو کښې ناستو خلکو په سترګو کښې پښتانه ازغي ښکاري او ګڼي چې پښتانه صرف د ځان تر حده سوچ کوي د اسلام آباد په پرمختګ او خدمت کښې هيڅ څه کردار نه لري ۔
د کورونو ورانيدو نه وړاندې دغه خلکو احتجاج هم کړے وو چې پکښې ماشومانو او زنانوو برخه اخستې وه
په پلازمينه اسلام آباد کښې د پښتنو کورونه وران شو، سامانونه ئې د خاورو لاندې شو ولې تپوس ئې چا ونه کړو
يوه خبره بله چې د کچه آبادۍ د ورانولو نه مخکښې ما ليدلې هغه دا ده چې دلته پښتانه اوسېدل دا خو په ډاګه وه خو د پښتنو هغه خويونه دوي د خپل تاوان په وخت هم کول د کوم په اړه چې خوشحال خان بابا درې سوه کاله وړاندې ژړا کړې وه :
اتفاق په پښتانه کښې پېدا نه شۀ
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کۀ
زما پوره يقين دے چې که په دغه پينځويشت زره پښتنو کښې اتفاق وې نو چا به هم ورته په کږه سترګه نه وو کتلي ۔ په کوم حال چې د قرآن پاک په لاس زنانه د کوټو د چهتونو نه راکوزې کړې شوې او بيا لکه د ځناورو په زمکو راښکلے شوې دا د ليدو منظرونه نه وو او نه پښتون دا زغمي چې د هغه زنانه دې دومره په بې عزتۍ سره د کورونو نه وباسي، هغه که پوليس وي يا نورې طاقتورې ادارې ۔
د اتفاق په اړۀ به زۀ صرف دومره ووايم چې ما د رپورټنګ په وخت د هم دغه ځائے يو اوسېدونکي ته ټيليفون وکړو چې ستاسو د سي ډي اے والا سره نن خبرې وې آيا شته او کنه؟ هغه ما ته ووئيل چې نۀ مونږ ته سي ډي اے والا وخت رانه کړو۔ زۀ چې وروستو خبر شوم نو هغه تن ئې د ملاقات لپاره نه وو رابللے او نه کوم کسان چې د سي ډي اے چارواکو سره ملاقات له تلي وو دې ئې خبر کړے وو نو ځکه هغه ما ته هم ووئيل چې نن ملاقات نشته ۔ حالانکې دې ښه خبر وو چې ملاقات شتۀ خو هغه پخپله او د هغه د ګوند نور کسان د دغه خبرو اترو برخه نه وه نو ځکه ئې ما ته هم ووئيل چې نۀ څه نشته ۔ وروستو بيا هم د دغه اختلاف نتيجه ټولو پښتنو وليده چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کښې د پښتنو ماشومانو، زنانوو او نارينوو سره کوم سلوک وکړے شو ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.