7/25/2015

د ديارلسمې جولائۍ د خط ځواب ۔ ۔ ۔ د خطونو لړۍ


په ما له خپله ځانه ګرانه لاليه په خوشحالو دې موړ د لوئے څښتن نه غواړم ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
 ستا خط په ديارلسمه جولائۍ رارسېدلے وو خو د کور کارونه،د اختر مېلمانه،تياريانې،د وړو او لويو جامې جوړول او د کور کارونو سره سره د مشرانو کشرانو خيال ساتلو نه دومره وزګاره نه شوم چې ستا د ارمانونو نه ډک خط مې کتلے وے ۔ تۀ چې خفه نه شې ګُله! زما د زړۀ هره درزا ستا په نوم ده،څه که زۀ نن د بل په نوم د پلار په کور د ژوند ورځې شپې سبا کووم خو ولې زړۀ مې ستا دے،د زړۀ په هره برخه مې ستا نوم ليک دے ۔ دا ظالم زما نوم هم دغلته ليکل نه مني بس يو نوم ليکل ئې خوښ دي او هغه ئې د وړاندې نه ليکلے دے ۔

ګرانه! اختر تېر شو، اختر څه وو خو بس د روژې د ختمون يوه بهانه وه ۔ اختر لکه څنګه چې ستا نه وو دغه رنګ زما هم نه وو او نه مې کړے دے ۔ آؤ دومره مې کړي دي چې ستا د خوښې لوپټه مې ضرور په سر کړې وه او د اختر درې ورځې مې هم هغه توره لُوپټه په سر وۀ کومه چې تا په خپلو شعرونو کښې ستائلې وه ۔ کور کښې راته ټولو وئيل چې بس کړۀ د دې لوپټې نه څه غواړې خو حال مې وئيلے نه شو او هغوي مې پوهولے نه شو چې د دې لوپټې په شا زما څومره ارمانونه ليک دي ۔ د دې تورې لوپټې هر پليسکے ما ته زما د سکون ذريعه،زما د زړۀ ارمان،زما د پرهر پرهر زړۀ درمان او زما د خوبونو د دنيا شهزاده يادوي ۔ ډېرو ګاونډيانو جينکو هم رانه دغه پوښتنه وکړه چې ولې دې د اختر درې ورځې هم يو رنګ لوپټۀ په سر کړې وه؟ ولې هغوي هم زما د ژوبل زړۀ د درده نه دي خبر بس ورته مې وئيل چې دا مې خوښه ده ځکه مې هر وخت په سر وي ۔
ګرانه لاليه ! ستا د خط هر ټکے مې څو څو وارې ولوستو او هر وار ئې زما د سترګو نه د اوښکو سېلابونه روان کړي دي ۔ ځکه چې ستا او زما د زړۀ د درد او ژوبل احساس سبب يو دے ۔ تۀ هم د پښتو او رواجونو په قېدونو کښې بندي ئې او زۀ هم ۔ تۀ خو ښه ئې بهر به وګرځې،د چا سره به  خپل زړۀ سپک کړې ولې زما خو هيڅوک نشته بس تا ته خط وليکم نو زړۀ پکښې خپل تش کړم او هغه هم په مياشت کښې چرته يو ځل ۔ ګرانه ! تۀ تصور نه شې کولې چې زۀ ستا خط ته څومره په بې قرارۍ سره منتظره يم ۔ که وخت درته ملاويږي نو په مياشت کښې کم ازکم دوۀ خطونه رالېږه زما به ورسره لږ وخت په سکون تېرېږي ۔
رښتيا راياد شو د اختر په درئمه ورځ ته بيا تر کوڅې راغلے وې ؟ ګوره دلته اوس تا ډېر خلک پېژني هم او هسې نه چې د مينې له کبله مې د حيا او پښتو په لمن تور ولګي ۔ هم تا خو راته دا سبق ښودلے وو چې :
چې د ناموس او د حيا په لمن تور ولګي
که مينه داسې وي په دې مينه دې اور ولګي
نو بيا ولې داسې کوې  ؟ ولې بې وخته د دې کوڅو په طرف راځې ؟ ولې زما د مينې په نوم د دغه د تور داغ لګولو بنياد ږدې ؟ ستا له وجې خو ما په خپل زړۀ صبر تيګه کېښودې او غږ نه کووم، نه مې د پلار مخ کښې چرته د خُلې پرانستلو کوشش کړے او نه مور ته غږ کولے شم ۔ بس د ژوند هره لمحه لکه د زهرو د ګُوټ په شان تېرووم او سبا بيا دغه د زهرو ګُوټ سم د سحره راته نېغ ولاړ وي ۔ زۀ نه غواړم چې زما او ستا په وجه دلته څوک يوه خبره هم وکړي ۔ که ته راځې نو بې شکه راځه،په دې ښار کښې به ستا بلها کارونه وي خو زمونږ د کوڅې په طرف خدائے ته وګوره چې مه راځه ۔ ځکه چې بيا به خلک نور هم شکونه شروع کړي چې دا هلک ولې صرف دې کوڅې ته راځي؟ ما ته پته ده تۀ دلته د چا سره ليده کاته هم نه کوې بس صرف تېر راتېر شې او بيا واپس ځې ۔ هغه يو ځل مې ياد دې چې په ماښامي کښې راغلے وې او بس زمونږ د ور د مخې نه دې لږه خاوره اوچته کړۀ او بيا لاړې ۔ ګوره ستا مينه زما سره ده خو د دغه مينې نه مخکښې زمونږ پښتو، عزت، ناموس، حيا او د غېرت ټکي هم پراته دي کوم چې ما اکثر ستا د خُلې نه اورېدلي دي ۔ که ستا نه هېر وي نو راياد ئې کړۀ او بيا چې کله هم راځې نو دغه هر څه په ذهن کښې ياد ساته بيا فېصله پخپله کوه چې څۀ دې زړۀ غواړي ۔
ګرانه ! بخښنه غواړم چې خفه رانه نه شي،دغه يو څو لفظونه مې لږ سخت ووخو زۀ هم مجبوره يم ،د يوې پښتنې ارمانونه نه وي او نه ئې څوک مني، ځکه چې دلته په دې ټولنيز ژوند کښې صرف د سړو خوښه او ناخوښه چلېږي ۔ دلته خو چې د يوې خور يا لور رشته هم کېږي نو دومره تپوس ترې څوک نه کوي چې ستا زړۀ شته او کنه بس ورته صرف دا ووائي چې په فلاني ځائے کښې مې ستا رشته وکړۀ او بس ۔ ۔ ۔  په داسې حالاتو کښې که څوک سبا زما د کورنۍ يو کس ته هم دا ووائي چې دلته يو هلک راځي ستاسو د کور د مخې نه يو چونګ خاوره اوچتوي او واپس ځي نو ته ووايه چې زما د کور خلک به زما سره څه وکړي ؟ زما يقين دے چې تۀ به کله هم زما خفګان ونه غواړې او زۀ په دې کښې خوشحاله يم چې ته بس د ځان خيال وساتې او دې کوڅې ته نور راتګ پرېږدې ځکه چې ډېر خلک د بل په نظر کښې څوک راغورځولو لپاره هر څه کوي ۔ زما په لمن که تور ولګېدو نو زما ژوند به ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔؟؟؟
ګرانه ! زما ستا نه هيڅ ګيله نشته ۔ د هغه يواځې فېصلې ګيله مې ځکه کړې وه چې تا کله داسې کړي نه وو او ستا په خط کښې ما ته ځواب ملاؤ شو اوس زما هيڅ ګيله نشته بس ته د خپل راتلونکي ژوند د ښه کولو لپاره خپل کار او زيار روان وساته ۔ چې چرته هم درته د حوصلې اوچتولو ضرورت راځي نو که زۀ نيمه يم او که نه خو ستا په شا به ستا د ډاډ لپاره ولاړه يم ۔
د خپل زړۀ د درمان لپاره د ځان ډېر ډېر خيال ساته ۔

ستا په مينه ژوندۍ
صرف ستا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.