8/13/2015

د خطونو لړۍ ۔ ۔ د اخترمبارکي او هغه کوڅه

د دې کوڅو نه صبرېدل زما د وسه نه وو
ګنې يارانو راته ډېر ډېر نصيحت کړے دے

ګرانې سلامونه او احترامات
هيله مند يم چې روغه جوړه او خوشحاله به ئې او د خپل کور د کارونو سره سره به د يادونو د دنيا په سېل کښې خپل وخت په خوشحالو تېروې
زۀ نه پوهېږم چې د اخترمبارکي درکړم او که نه ۔ ځکه چې د اختر مياشت پوره کېدو والا ده خو زما د زړۀ او ذهن خيالونو ما ته د دې خبرې اجازت لا نه دے راکړے چې دې اختر ته اختر ووايم ۔ يو خوا ستا د تورې لوپټې ارمان بل خوا د مجبورو په زنځيرونو کښې ګېر ژوند په يو دوه کښې حېران کړے يم نه مې خوب ته پرېږدي او نه د ژوند کارونه په آرام کولے شم ۔ دا دے د شپې دولس بجې دي خو ستا د يادونو سلسلې نه ختمېږي او نه ما خوب ته پرېږدي ۔ د خط ځواب ځکه ليکم چې په زړۀ مې څو خبرې دي او داسې څوک نشته چې ورسره ئې شريکې کړم ځکه ئې تا ته ليکم چې زړۀ مې سپک شي ۔ حقيقت خو دا دے چې ستا نه بغېر ما لا څوک هم نه دي ليدلي چې زما په چُپه خُله ئې د ځان پوهولو کوشش کړے وي او يا پوهه شوے وي ۔ ما ته اوس هم ياد دي چې د مسافرۍ په سخت وخت کښې هم تا ډاډ راکوو او زما د خاموشۍ نه هم تا هغه ريښتونے مطلب اخستے کوم چې به زما په زړۀ وو خو د لفظونو شکل به مې نه شو ورکولے ۔ ما ته د جون هغه سحر اوس هم يادېږي چې ستا د زړۀ درزا تېزه شوه او ما ته دې وئيل چې چُپ شه ځکه چې زما د خبرو اثر په تا په حقيقت کښې په وړومبي ځل شوے وو ۔
ګرانې ! زۀ د دې دنيا نه لرې تګ غواړم ، هغه دنيا ته تګ غواړم چرته چې هيڅوک نه وي بلکې زۀ غواړم چې نور مې ستا يادونه هم پرېږدي ځکه چې نور د زغم توان په ځان کښې نه وينم ۔ بس کړۀ دا يادونه دې هم پوهه کړۀ چې ما پرېږدي چې څه کار وکړم ګنې هم دغه رنګ به شپۀ په ويښه او ورځ د روزګار په نوم وي ۔ بيا تۀ لا وائې چې د ځان خيال هم ساته ۔ نو څنګه د ځان خيال وساتم ؟
ستا خط راغلے وو او تا پکښې وئيلي وو چې په اختر کښې کوڅې ته ولې راغلے وې ؟ د هغې ځواب ما د سلام نه وړاندې ځکه وکړو چې دا د انساني ذهن د منلو خبرې نه دي ۔ دا صرف ما ته پته ده چې زما سکون چرته دے؟ د کوم ځائے خاوره ما ته زما د ژوند دلاسه راکوي ؟ ولې زۀ په هغه ځائے کښې لکه د لېونو چُونګ خاوره اوچته کړم او لکه د ماشوم ئې په خُله کړم ځکه چې دغه خاوره ما ته په چغو چغو وائي چې زۀ ستا يم ، هر مازيګر زما انتظار هم کوي ۔ ما د دغه خاورې چغې اورېدلې دي ځکه خو چې زۀ کله د دغه کوڅې نه واپس کېږم نو زما په غوږونو کښې چغې شې چې مه ځه ، پاتې شه ، مونږ ستا يو، تۀ زمونږ ئې ، مونږ چا ته پرېږدې، دا خلک ظالمان دي، زمونږ په قدر نه پوهېږي، نه مينه پېژني او نه د مينې چل ورځي ۔ دا چغې هره شپه ما ته راځي ، که زۀ ستا نه ډېر لرې يم خو د دغه کوڅې خاورې دلته هم ما ته خپل پېغام رارسوي او ما مجبوروي چې زۀ بيا بيا راشم او لږ په دغه خاوره کښې د دې مالت د ماشومانو سره کښېنم، هغوي واورم، د هغوي د لېونتوب سره ځان هم د لږ وخت لپاره لېونے کړم ۔ بس دا زما مجبوري ده او تا ته هم خواست کووم چې ما ته بيا په خط کښې مه ليکه چې دې مالت دې کوڅې ته مه راځه:
هر مازيګر ستاسو کوڅې ته ګُلې ځکه راځم
هر مازيګر ستا د يادونو نه مجبوره شمه
ځان لېونے کړمه په منډه دې کوڅې ته راشم
څو ماشومان ځان ته راغونډ کړمه په زمکه کښېنم
د ماشومتوب لوبې کوومه ځان مشغوله ساتم
يو څو ساعته هلته تېر کړم بيا يواځې شمه
کله چې ستاسو په مالت کښې ماښامے شي ګُلې
دا ماشومان د خپلو مئيندو آوازونه واوري
هله راځئ بچو ماښام شو تياره ولګېده
شابه کړئ اوس به مو داجي راشي غصه به شي چې
د مازيګر نه پس کوڅه کښې لوبې خوند نه کوي
هر يو ماشوم چې کله کور ته ځي خفه غوندې وي
ما ته په شا شا ګوري ښکاري دا پوښتنه کوي
اے مېلمه! مونږه درنه کور ته ځو ته چرته به ځې؟
زۀ په مسکي انداز کښې ورو غوندې جواب ورکړمه
تاسو ورځئ ستاسو کورونه شته مور پلار هم لرئ
زۀ به يو څو ساعته تېر کړم نو واپس به ځمه
دا قيصه ختمه شي واپس پاڅم جامې پاکې کړم
ستاسو د چم نه يوه لپه خاوره خُلې ته يوسم
اوبه،ډوډۍ او چائے زما دپاره هر څه دا دي
لکه مېلمه چې د چا کور کښې سره چرګان خوښوي
زۀ ستا د چم په خاوره دغه هر څه نه ورکووم
دا ماته ژوند راکوي ډاډ راکوي داسې وائي
مونږه هم هر مازيګر ستا راتلو ته لارې څارو
مونږه خبر يو چې تۀ ولې داسې غلے راځې
خو مونږ بې وسه يو ستا هيڅ مرسته کولے نه شو
دا مېلمستيا زمونږه ومنه مېلمه ګورئ خفه چې نه شي
زۀ په خندا ستاسو د چم خاورې ته داسې وايم
دا زما ژوند دے تاسو ټول د دې مهمې برخې
بې وفائي راسره ونکړئ خفه مې نه کړئ
زۀ به راځم زۀ به راځم او خامخا به راځم
نو ګرانې ته ووايه څنګ د دې کوڅې منع شم
هلته مې ژوند دے اوس بلها دغه ملګري لرم
هر مازيګر ستاسو کوڅې ته ګُلې ځکه راځم
هر مازيګر ستاسو کوڅې ته ګُلې ځکه راځم
ګرانې نه پوهېږم چې دغه څو ټکي مې څنګه وليکل خو دومره ده چې د زړۀ په ور مې اکثر په غريونيولي آواز د زړو وختونو څو لمحې راشي او بيا لاړې شي  ۔
آو رښتيا راياد شو ، کېدے شي چې زما هغه فېصله اوس عملي شي او د دې خلکو نه لرې لاړ شم خو ستا اجازت بيا هم ضروري دے او غواړم چې تۀ اجازت راکړې ۔ دا به دې په ما احسان وي ځکه چې نور دلته ژوند ګران شوے دے ۔ اوس غواړم چې څۀ داسې کار وکړم چې د ژوند ګاډے مې خپل سفر په ښه انداز سره روان وساتي ۔
د خپل ځان مور جانې او بابا خيال ساته ۔ ۔ ۔ او که په نوي ژوند کښې لږ ځائے زما د يادونو په نوم کړې نه زۀ به  دې ټول عمر احسان مند يم ۔
ستا په مينه ژوندے

ستا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.