8/30/2015

د پښتو ډرامه نن او پرون

د پښتو ډرامه زمونږ د ادب هغه صنف دے چې پکښې د ادبياتو د نورو صنفونو په مقابله کښې لږ کار شوے دے خو د دې مطلب کله هم دا نه دے چې ګنې په دې صنف کښې چا ستړې نه دي کړي بلکې د ارواښاد عبدالاکبرخان نه واخله تر ننه پورې ډېرو ليکوالانو دې صنف له د زړۀ وينې ورکړې دي او لا ورکوي ئې خو الميه دا ده چې نن د پښتو ډرامې پشمول هر صنف په داسې يو ډګر ولاړ دے چې پاکوالے،مقصديت،ژورتيا او د جوړښت شکلونه ئې د ورانېدو نه هم اخوااوړېدلي دي ۔
د دې په شا کيدے شي د زمانې جدت او د حالاتو تقاضې هم وي خو لويه وجه زما په خيال د هغه خلکو له اړخه بې غوري ده څوک چې دا صنف مخ په وړاندې بوتلے شي ۔ مونږ چې واړه وو نو د پاکستان په سرکاري ټي وي د هرې ژبې لپاره خپل يو وخت مقرر وو او د هرې سيمې د ژبې وئيونکو به د خپل ټي وي په شيشه خپله ژبه کتله او اورېدله ۔ نن د ټيکنالوجۍ د زياتوالي او د خلکو د ذهنونو د بدلون سره په دې صنف کښې هم بدلون راغلے ۔ ما ته اوس هم ياد دي چې ډش (سيټيلائيټ ټي وي) به صرف د خانانو په کورونو لګېدلے وو او د غريب د ټي وي په پرده به صرف سرکاري ټي وي راتلو ولې نن د هر غريب او مالدار په کور ډش لګيدلے خو د ډرامو معيار مخ په ښکته روان دے ۔
د پښتو معياري ډرامې لکه جانان، ميم زرما، سرګردان، خاندان، انتظار، دنيا لېونۍ، سحر، کږې لارې، آسمان، ازمېښت، سحر، تېر په هېر، چا کول چې ما کول، مڼې په شمار دي،روغ لېوني، تندر،کور،انګار، ناموس، ستړې مه شې، ناپرسان او داسې نورې ډېرې ډرامې هغه شاهکارونه وو چې نه يواځې پکښې د پښتو ټولنيز ژوند ښکارېدو بلکې د هر معمولي پښتون د ژوند هنداره هم وه ۔ په دغه ډرامو کښې په ګپ ګپ کښې داسې مقصديت وو چې اوس ئې زۀ ګورم نو ورته حېرانېږم ۔ د متلونو داسې استعمال پکښې وو چې نن د هغه متلونو استعمال صرف په کتابونو کښې پاتې دے ۔ د نن ځوان (بشمول زما) کېدے شي د هغه متلونو په مطلب هم نه پوهېږي ولې په دغه ډرامو کښې دومره په هنر او خوند د متلونو استعمال شوے وو چې کتونکي او اورېدونکو ورته ګوته په خُله پاتې شي ۔
د ډرامې د معيار غورځېدو په شا کېدے شي ډېرې وجې وي خو تر ټولو لويه وجه ئې زما په خيال د هغه موقعو کمے دے کوم چې د يو سرکاري ټي وي د شتون په وخت ورکړے کېدې ۔ د پاکستان سرکاري ټي وي نامتو هنرمندان، نامتو ليکوالان، نامتو ډائريکټران او پروډيوسران راپېدا کړي او روزلي ولې نن د دې هر څه ډېر زيات کمے محسوسېږي ۔ د نن ځوان کول کېدے شي دا سوچ کوي چې د پښتو به څه ډرامه وي ؟ ډرامې خو د اردو او هندۍ وايه چې قيصه، کردارونه او خوند پکښې دے ۔ ولې هم دغه ځوان او پېغلې د دې نه خبر نه دي چې د نن نه لس يا پينځلس کاله وړاندې د پښتو ډرامو معيار څه وو ؟ څومره په خوند به ورته ټول کور ناست وو چې پينځه بجې به فلانۍ ډرامه او د هغې فلانے نمبر ټوک شروع کېږي ۔ خلکو به د پښتو ډرامې شروع کېدو نه وړاندې وړاندې خپل ټول کارونه ختمول او بيا به ئې ځان دغه ډرامو ته وزګاروو خو افسوس چې نن نه يواځې دغه ډرامې ورکې دي بلکې د دې کردارونه هم لکه چې د خاورو سره خاورې شوې وي ۔ نن به هم ډرامې جوړيږي خو د سي ډي کلچر راتلو وروستو د پښتون کلتور او پښتو ژبې پورې چې کومه خندا روانه ده هغه د زغم نه بهر ده ۔ د دې ذمه وار مونږ څوک وګڼو؟ د پښتو ليکوالان چې ليک ئې مخې ته نه راځي او يا عامو خلکو ته نه رسي او کنه هغه خلک څوک چې د معياري ډرامو په ځائے غېر معياري ډرامو ته وخت، موقع او وده ورکولو کښې مصروفه دي ؟
دا فېصله کول ګران دي خو کم از کم دومره ضرورت شتۀ چې پښتون ځوان او پښتنه پېغله د روان او راروان نسل بايد د پښتو د دې صنف د معيار او تاريخ نه خبر کړے شي چې سبا ښه په ډاډ وئيلے شي چې آو د پښتو ډرامه هم د اردو، انګرېزۍ يا هندۍ ډرامو نه کمه نه ده ۔ کېدے شي په دې موجوده يا راروان نسل کښې څوک داسې شاه زلمي يا پېغلې هم رابېدارې شي او په خلاص مټ د دې صنف داسې خدمت وکړي چې د نړۍ د نورو ژبو په صف کښې د پښتو ډرامه ودروي ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.