8/23/2015

يه مسافر لاليه ۔ ۔ ۔ د اخترد مبارکۍ ځواب ۔ ۔ د خطونو د لړۍ يوه بله برخه

د ستړي ژوند ستړي ستومانه مسافر لاليه

په ما د خپله ځانه ګران زما ځيګر  لاليه

يه مسافر لاليه ۔ ۔ ۔ خدائے دې خوشحاله لره



خدائے دې وکړي چې ژوند دې ټول د عمر خوشحالو او رنګينو ډک پاتې شي

خدائے دې وکړي چې ژوند دې ټول د عمر خوشحالو او رنګينو ډک پاتې شي
ستا د خط په ځواب کښې مې کوشش وکړو چې د اوږد نظم ځواب په کومو لفظونو درکړم ۔ هغه نظم خو زما د زړۀ او ذهن په پردو داسې نقشونه پرېښودل چې زړۀ مې غواړي چې هر مازيګر د بام په سر ولاړه په چغو چغو تا ته آوازونه وکړم او ټول خلک په دې خبر کړم چې زما د زړۀ دننه کوم اور بل دے د هغې علاج صرف او صرف د هجران لمبو وهلے، زما د بېلتانه شوګيرو سيزلے او د خپلې تنهائۍ په کور کښې مېشته هغه څوک دے کوم چې زما د سترګو نه لرې،ډېر لرې ژوند کوي ۔ نه ئې زۀ وينم او نه ما ويني، نه چرته زما د سترګو نظر د هغه د مخ رڼاګانې وليدې او نه زما په اننګو خور سُوروالے د هغه نصيب شو ۔ خو ګرانه ! دا هر څه د قسمت لوبې دي ، زمونږ د لاس په کرښو کښې به ئې د ژوند دا تراخه ليکلي وي او زمونږ سره د صبر نه علاوه بله هيڅ څه لار نشته ځکه نو ستا په زړۀ هم د صبر پټۍ کېښودل غواړم ۔
زړۀ به څنګه صبرېږي زۀ هم نه يم خبر خو غواړم چې تۀ د خپل ژوند نوي پړاؤ ته غاړه ورکړې او د ژوند هر پړاؤ په يو نوي انداز کښې شروع کړې هغه که د کار وي او که د نوي ژوند ۔ زۀ خبرېږم چې تۀ څه کوې او څومره مصروفه ئې ولې بيا هم ستا زمونږ مالت ته راتګ زما د زړۀ په زخمونو مالګې دوړوي او بيا بيا راته د زړۀ هره ټکړه پېغور راکوي چې ګوره جينۍ ذات څومره کمزورے دے ، د خپل ژوند د يوې لمحې خوشحالي هم ځان ته نه شي ورکولې ۔ ستا په مخ د اوښکو هغه لړۍ زما نه هېرېږي چې کله ته زمونږ د کوڅې نه بېنوا واپس کېدلې او بيا دې  دا شعرونه هم راولېږل :
بېنوا لاړم بېنوا راغلمه
ستا د کوڅې نه په ژړا راغلمه
خو ګرانه ! ته حقيقت ولې نه منې ؟ زۀ نه شم کولې چې ستا د ديدن لپاره د خپل کور، خاندان په لمن تور داغ ولګووم ځکه چې هم تا به وئيل کنه :
چې د ناموس او حيا په لمن تور ولګي
که مينه داسې وي په دې مينه دې اور ولګي
نو بيا زۀ څنګه دې تور ته غاړه کېږدم ؟ خو دا هم درته وايم چې زما د برداشت او زغم توان په ختمېدو دے ۔ کله کله خو وايم چې دا دنيا پرېږدم او ځان سره داسې څه وکړم چې د دې د ژړا او غمونو ډک ژوند نه خلاصه شم خو بيا راته د مور ناجوړتيا او د پلار د پټکي يو يو وَل راياد شي ځکه چې زما د پلار د پټکي هر وَل د هغه فېصلې سره تړلے شوے دے کوم چې ما او تا د جدائۍ په لار بوځي ۔ هم دا هغه پښتو او حيا ده کومه چې تا هر وخت ما ته ياده کړې ده او زۀ دې پرې قايله کړې هم ووم ګنې زۀ خو ټولو کشتو سوزولو ته هم تياره ووم ۔
زما د زړۀ او ذهن په هره برخه به د ټول عمر لپاره ستا نوم ليک وي او زۀ داسې څوک نه وينم چې دا نوم وران کړي بس غم راسره صرف د دې خبرې دے چې ستا په زړۀ به زما نوم ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
رښتيا تا په خط کښې ليکلي وو چې تا خپله فېصله وکړۀ او د دې خلکو نه لرې ځې ۔ ګرانه ! تېر ځل دې هم زۀ ويرولې او خفه کړې ووم چې تا وئيل چې د دنيا د خلکو نه لرې ځم او ما درته منتونه کول چې داسې مه کوه ۔ ژوند وکړۀ او د ژوند په لارو د خلکو نه لرې لاړ شه ، دومره لرې چې زۀ هم وياړ وکړم چې زما د مينې نوم د دنيا په ستورو کښې څومره ځلېږي ۔ اوس که تۀ فېصله کوې او صرف د دنيا د خلکو نه لرې ځې نو زما درته اجازت نشته او نه به کله دا وغواړم چې تۀ د ژوند نه لړي لاړ شې ۔ ها که د ژوندانه د ښه والي او د پرمختګ په لار څومره هم لرې تګ غواړې نو زما ډاډ ، مرسته او دعا به ټول عمر ستا سره وي ۔ زۀ خو ستا نو شوم خو زما د خُلې نه وتې هره دعا کښې د هر چا نه وړاندې ستا نوم وو، دې او تل به وي ۔
د ځان ډېر خيال ساته ، زۀ خبر شوې يم چې تۀ ګرمۍ ته ګرځې او د ځان خيال نه ساتې ، ګوره داسې مه کوه زۀ به درنه بيا خفه شم ۔ ۔ ۔
د جواب انتظار به دې کووم او بيا د هغي په ځواب کښې به دې د يوې لوئې خبرې نه خبرووم ۔ خپل ذهن ورته تيار ساته ځکه چې ژوند اوس ډېر لوئي بدلون اړخ ته روان دے  ستا هم او زما هم

ستا په نوم ژوندۍ ستا ورکه مينه ستا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.