نن
يو وارې بيا د جبران په زړۀ د غم څادر داسې راخور شوے وو چې نه ئې خوب ته پرېښودو
او نه ئې د ژوند روزګار ته ۔ د تېرو درې ورځو راهسې کار له هم نه وو تلے او د
ناروغتيا په بهانه ئې دوه نورې ورځې چهټي هم اخستې وه ولې په خپله کوټه کښې دننه
ئې لکه د زندان د قېدي ځان بنديوان کړے وو ۔ نه ئې د چا سره خبرې کولې او نه ئې
خوراک څښاک ۔ د تېرو ورځو دوران ئې شپږ ډبي سګرېټ څښلي او داسې ښکارېده چې لکه هم
دا د دۀ خوراک وي ۔ د دې هر څه په شا صرف او صرف هغه خط وو کوم چې د نن نه درې
ورځې آګاهو د هغه د دفتر په پته راغلے وو او د دفتر کار ئې په جبران په نيمه کښې
پرېښودو ۔ هغه ورځ او دا ورځ چې جبران ځان قېد کړے ، نه ئې د چا ټيليفون اورېدو او
نه ئې په بله کوټه کښې ناست ملګرو سره څه خبري کولې ۔ سليم ډېر کوشش وکړو خو ولې د
جبران خاموشۍ او د وَر ډبولو باوجود آواز نه ورکولو د سليم هر کوشش ناکامه کړو ۔
ملګرو سره هم غم وو چې آخر داسې څه خبره شوې چې جبران ئې دومره خفه کړے چې د درې
ورځو راهسې د چا سره خبرې هم نه وي کوي ۔
دغسې
يوه ورځ بله هم تېره شوه خو د جبران په حالت کښې هيڅ فرق رانغلو ۔ د ملګرو سره هم
فکر شو چې په دې هلک څه شوي دي ؟ څه غم ئې پکار دے ۔ ټول په شريکه راپاڅېدل او د
جبران وَر ئې ښه په زوره وډبوو ولې بيا هم هغوي ته د دننه نه هيڅ ځواب ملاؤ نه شو
۔ سليم ورته د بهر نه منتونه وکړل چې خدائے ته وګوره صرف وَر کهولاو کړه او مونږ
ته خبره وکړه نور هيڅ مه کوه ۔ خېر دے د کوټې نه مه ووځه خو کم از کم مونږ خو خبر
کړۀ چې څه شوي دي ؟ جبران آخر د سليم دغه منت ومنو او د هغوي د وَر ډبولو پوره لس
منټه پس ئې وَر خلاص کړو ۔ سليم او د هغه ملګري چې دننه شو نو په ټولو ټوخے ولګېدو
ځکه چې په تېرو څلورو ورځو کښې دا وَر په وړومبي ځل خلاص شو او د تېرو څلورو ورځو
دوران جبران پوره اته ډبي سګريټ څښلي وو د کوم لوګے چې ټول دننه وو او هم د دې له
کبله سليم او د هغه ملګرو ته د ډېر وخت پورې د کوټې دننه ساه اخستل هم ګران وو خو د
خپل يار لپاره هغوي د هغه سره کښېناستل ۔
جبران
وَر خو خلاص کړو خو بيرته لاړو او هم په هغه ځائے کښېناستو چرته چې هغه تېرې څلور
ورځې په ناسته تېرې کړې وې ۔ خواوشاه ترې د سګريټو څلور ډک او اته تش ډبي پراته وو
۔ ورسره څه تش او څه ليکلي کاغذونه، يو پنسل، خپله ډائري (په کومه کښې چې جبران
خپله شاعري ليکله)، د چائے څښلو هغه پيالۍ په کومه چې دوه نومونه ليک وو، يوه ګهړۍ
کومه چې جبران ته چا ډالۍ کړې وه او د اوبو يو بوتل په کومه کښې چې بس يو ګلاس نيم
اوبه پاتې وې ۔
ټول
هق دق حېران وو چې په دې هلک څه شوي ۔ آخر کامران ترې تپوس وکړو چې جبرانه څه چل
دے ؟دا په تا څۀ شوي دي؟ آخر مونږ ته خو هم ووايه کنه ۔ جبران يو ساعت غلے وو او
بيا ئې په غرېونيولي انداز کښې صرف دومره ووئيل چې زما ژوند لکه چې څنګه نيمګړے وو
هم هغه شان د ټول عمر لپاره نيمګړے نيمه خوا پاتې شو ۔ سليم چې ګېر چاپېره نظر
واچولو نو په يو سپين کاغذ ئې نظر پرېوتو د کوم خوا ته چې يوه خلاصه لفافه هم پرته
وه او چې په لاس کښې ئې راواخسته او هغه ټکي ئې ولوستل نو ټول يو وارې بيا خاموشه
شو ۔ په کوټه لکه د هديرې خاموشي خوره شوه , ټولو سرونه
ښکته کړل او يو يو د کوټې نه بهر ووتل ۔
0 comments:
Post a Comment