10/31/2015

د اردو فلمونو کښې پښتانه کردارونه ۔ ۔ د دوؤ فلمونو جاج

د اردو ژبې په يو شمېر فلمونو کښې د پښتون قام منفي اړخ ښودلے کېږي او داسې تاثر ورکوي چې ګنې هم دا د پښتون پېژندګلو ده ۔ ګډه وډه اردو ژبه وئيل ،د ټرک يا ټيکسي ډرائيور، څوکيداري کول، ټوپک په لاس ګرځېدل، په کلونو کلونو د يو بل سره دښمنۍ پالل، په خپلو کورونو کښې په زنانوو ظلم کول او د جينکو نه زيات هلکان په پام کښې ساتل داسې يو څو اړخونه دي کوم چې د نن دور اردو ليکوالانو د پښتنو پېژندګلو ګرځولې ده ۔
د اردو يو فلم “کراچي سے لاهور” د روان کال د جولائۍ د مياشتې د يو دېرشمې نېټې  راهسې د پاکستان په سنيماګانو اولس ګوري چې پکښې پښتون د خپل جنس يعنې هلکانو اړخ ته زيات مائل او د ټرک ډرائيور په توګه ځائے کړے شوے دے ۔ دا کردار هم يو ستر پښتون اداکار ترسره کړے چې رشيدناز نومېږي ۔
دغه رنګ يو بل فلم “دختر” د پښتنو يو داسې شکل ښائي چې ګني ټول پښتانه په زنانوو ظلم کوونکي، په کلونو کلونو دښمنۍ کوي، يو بل وژني او بيا د روغې لپاره د خپلې ماشومې لُور واده د شپېته کلن خپل دښمن سره کوي ۔
دلته يواځې د دغه دوۀ فلمونو تفصيل وړاندې کووم چې مقصد ئې هغه دروغ او پراپيګنډه په ډاګه کول دي کوم چې صرف په دې دوؤ نه بلکې د اردو ژبې په زياتره فلمونو او ډرامو کښې ښودل شي :

د فلم نوم : “دختر” په پښتو کښې د لُور معنا لري
د فلم پروډيوسر: عافيه نتهنائيل او محمد خالد علي
د فلم ليکواله او ډائريکټره : عافيه نتهنائيل د کوئټې څخه تعلق ساتي
 فلم کښې پښتانه اداکاران: آصف خان او عجب ګُل

پاکستاني فلم “دختر” کښې پښتون په زنانه ظلم کوونکے، وړه لُور د خپلې روغې لپاره يو بُوډا ملَک ته ودوَل، په زنانوو ظلم کوونکے او بې ځايه غېرتي ښودلے شوے
د فلم مرکزي کردار الله رکهي (سمعيه ممتاز) د دولت خان (آصف خان) ټبر ده، څوک چې په داسې حال کښې دولت خان واده کړې وه چې د الله رکهي عمر پينځلس کاله وو او دولت خان په عمر کښې د دې نه ډېر زيات وو ۔ دولت خان د خپلې قبيلې مشر وو او د الله رکهي سره د واده وروستو ئې خپله ټبر د لاهور نه غرونو ته راوستله او هلته ئې ژوند شروع کړو ۔
د دولت خان د قبيلې او د تورګُل (عبدالله جان) د قبيلې د کلونو راهسې جګهړه روانه وه خو اوس دولت خان غوښتل چې د تورګُل سره روغه وکړي او هم دې دپاره ئې خپله لس کلنه لُور زېنب (صالحه عارف) شپېته کلن تورګُل ته د واده کولو فېصله وکړه ۔ د زېنب مور الله رکهي (څوک چې په فلم کښې د لاهور اوسېدونکې يوه پنجابۍ ده) د دې فېصلې نه منلو فېصله ئې وکړه او سره د زېنب د نکاح په ورځ له کوره ووتل ۔
په لاره ورته د ټرک ډرائيور سهيل (محب مرزا،څوک چې هم پنجابے ځوان وي)  ملاؤ شي او د دوي ښۀ د زړۀ نه مرسته وکړي ۔ شهباز خان ( عجب ګل او د دولت خان وراره) سره د تورګل د بدمعاشانو کوششونه وکړي ولې دوي ناکامه شي او په پائے کښې شهباز خان د سهېل د لاسه په ګولۍ مړ شي ۔
بل اړخ ته غورځنګ خان (عدنان شاه) د خپلې قبيلې مشر تورګُل ووژني او خپله د قبيلۍ د مشرۍ پټکے په سر کېږدي ۔
په دې ټول فلم کښې چرته هم د پښتون ښه اړخ نه دے ښودلے شوے او که چرته ښه کردار دے نو هغه پکښې  پښتون يا پښتنې ته نۀ بلکې غېر پښتنو ته ورکړے شوے ۔
د پښتنو په اړه يو بل منفي خبره دا هم ده چې دولت خان خپله ښځه لس کاله د خپلې مور رخسانې (ثمينه احمد) سره ملاوېدو ته نه ده پرېښودې کومه چې په يو جوړ هم او چرته هم د پښتنو د شان سره سمه خبره نه ده ۔

د فلم نوم : “کراچي سے لاهور”
ليکوال : ياسر حسېن
ډائريکټراو پروډيوسر: وجاهت رؤوف
په فلم کښې پښتانه اداکاران : رشيدناز

په دې فلم کښې د پښتو د يو کردار ښودلو ضرورت هم نه وو ولې بيا هغه ضرورت نه پوره کېدو د کوم ترمخه چې هريو تن په فلمونو او ډرامو کښې پښتون يو ټرک ډرائيور، څوکيدار، د ټيکسي ډرائيور او يا چرته په ښځو ظلم کوونکے ښائي ۔ ولې دلته قيصه د دغه هر څه نه هم خطرناکه او لويه ده ۔
دا خبره د هر يو پاکستاني وګړي په ذهن کښې په زور يا په خوښه ورننباسلے شوې ده چې څوک غلطه اردو يا کمزورې اردو وائي، د نارينه او زنانه فعل يا مفعول په فرق نه پوهېږي او نه ورله د يو يا ډېر فرق په اردو ژبه کښې ورځي ۔ هم دغه رنګ په دې فلم کښې هم دا ښودلے کېږي چې پښتون به ټرک چلوي او چې کوم غلط کار دے نو هغه به هم دے کوي ۔
رشيد ناز په دې فلم کښې د خان صاحب په کردار کښې داسې ښکاري چې ښکلي هلکان ئې خوښ وي ۔ صرف يو څو خبرې کومې چې به دا په ډاګه کړي چې په دې فلم کښې د پښتنو داسې شکل ښودل څه معنا لري او ضرورت ئې څه وو؟
“دا خو ډير ښکلے هلک دے، واه لاسونه ئې څومره ښائسته دي ۔ نزاکت خانه که دا زمونږ په کلي کښې وو نو اوس به نه وو بلکې اوس به د کلاشنکوف ډزې وې ” ۔ بيا خان صېب (رشيدناز) د اردو يو غلط شعر ووائي چې خدا جب نزاکت ديتا هے تو حسن آهي جاتي هے نزاکت خانه !
خان صېب يو بل کمال دا وکړي چې د ګاډي ټيک کولو په بدله کښې ترې هغه ښکلے هلک (سېم) د يوې ورځې او يوې شپې لپاره وغواړي او ځان سره ئې بوځي ۔
دلته يوه ښه خبره کول هم ضروري دي چې په يو ځائے کښې زعيم (شهزاد شېخ) وائي چې دغه خلک خو ډېر شريف او تخليقي صلاحيت لرونکے قوم دے که څوک دوي کم عقل ګڼي نو هغه پخپله کم عقل دي ۔
خو دلته دا خبره هم په ډاګه کېږي چې يو اړخ ته خو دوي پښتون صرف د ټرک ډرائيور په توګه ښائي او بل اړخ ته وائي چې شريف او تخليقي قوم دے ،د دوي په خپلو خبرو کښې څومره تضاد دے  ۔
د ټرک ډرائيورانو مېله يوه بله قيصه چرته چې پښتون صرف د ټوپک او تمانچو سره ښودلے شوے او غلطه اردو وائي ۔

دا دوۀ فلمونه په ټوله نړۍ کښې پاکستانيانو کتلي او ډېر ئې خوښ کړي دي ۔ فلم ”دختر“ اوس اوس په امريکه کښې د سنېما په پرده خپور شوے او خلک ئې ډېر په شوق ګوري، ستائنه ئې کوي چې ليکوالې ډېر په مړانه د زنانوو د حقونو خبره کړې ولې دا څوک هم نه وائي چې په دې کښې مثال د پښتون ولې ورکړل شوے دے ۔
دوئم فلم ”کراچي سے لاهور“ هم خلکو ډېر خوښ کړے او په شوق سره وائي چې د اردو سنېماګانو يو وارې بيا خپل معيار ښه کول پېل کړي خو د پښتنو پشمول يو تن هم دا جرأت نه دے کړے چې په فلم کښې صرف پښتون قام او پښتانه وګړي د خندا ګُوډاګي ولې ښودلے شي ؟
دغه رنګ يو بل فلم ”جواني پهر نهي آني“ چې اوس هم په سنېما ښودلے کېږي او د اردو فلمونو د تاريخ تر ټولو ښه فلم ورته وئيلے کېږي ، په دې کښې هم (صرف لږ وخت له) يو پښتون ځوان هلکانو اړخ ته مائل ښودلے شوے او په دغه فلم کښې د پښتنې مېرمنې په توګه چې کومه زنانه کردار ښودلے شوے هغه ګډه وډه اردو وائي او د ټوپک په زور په خپل خاوند خپل حکمونه مني ۔ بلکې تر دې چې د فلم شروع هم د دې مېرمنې د دې کردار نه کېږي چې په خاوند پسې ئې ټوپک راخستے وي او ورته وائي چې ټوپک زما قانون ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.