11/09/2015

هغه خبره په ښکاره کېدو شوه

ګرانه او په ما مئینه
خوشحاله او سوکاله دې غواړم


د ژوند په لویه لار دې څومره یواځې پرېښودم دا نه وایم خو دا درته ضرور وئیل غواړم چې زما د ژوند یو نوے پړاو ستا نه بغېر شروع کېدو واله دے او ډېر زر به واورې چې ستا په نوم ناسته اوس ستا په نوم نه ده خو بیا هم ستا د نامې ورد شپه او ورځ کوي ‎ـ هره ورځ ستا د نامې د ذکر سره پاڅي او ستا په نامه سترګې پټوي ۔ نه پوهېږم چې دا کوم احساس دے چې تراوسه ژوندے پاتې دے ګنې ما خو د خپل احساس هره برخه د چاړې په پس اړخ داسې حلاله کړې چې د ډېرو چغو باوجود هم پرې زما زړۀ نه سوزيدو او حلال مې کړل ـ
ګرانه ! زه منم چې ژوند ستا هم ډېر ګران شوے دے ستا د خطونو د لفظونو نه زۀ خوندونه نه اخلم او نه پرې د ځان پوهولو هڅه کولے شم ځکه چې ستا هر لفظ زما په زړه چاړې ښخوي ځکه خو ستا د خط نه هغه خوند هم اوس نه شم اخستے کوم به مې چې د مینې په وختونو کښې اخستو ـ
زه دا منم چې ته به بدګمانه هم ئې چې ولې زه داسې کووم ۔ ستا د خوا نه ولې لرې لرې ګرځم؟ ستا په آواز ولې آواز نه درکووم ؟ ستا د راتلو لارې ولې نه څارم؟ تۀ راشې خو زۀ درښکاره نه شم او نه په نیمکښو وَر ستا دیدن وکړم، نه د وَر په چواندي کښې اوس ستا د تګ انتظار کووم ـ خو ګرانه دا هسې نه ده زۀ هم د روایاتو او رواجونو په ژرنده داسې دل شوم چې نه مې اوس سحر معلوم وي او نه ماښام ـ هغه ورځ مې ستا یو غزل د بل چا د خلې نه واورېدو چې آخري شعر ئې راته یاد دے چې
په سره غرمه پاڅمه څوک راته ټپې نه کوي
بالکل ما ته یاد دي چې د سحر ټپې به زمونږ د مینې د ژوند هره ورځ شروع کوله خو ولې اوس چې ژوند هغه پاتې نه دے نو بیا د ټپو ضرورت څه شو؟ یو خوا تۀ د رواجونو او پښتو نه مجبوره،بل اړخ ته زما په مرۍ کښې د حالاتو،پښتو او د خاندان د عزت زنځیرونه ـ یو خوا تۀ د حالاتو په ژرنده دَل کېږې بل خوا زما ارمانونه زما د زړۀ په هره برخه داسې ګوذارونه کوي چې نه ئې د کمولو چل راځي او نه د پوهولو ۔
ګرانه !
يو سوال درته زۀ بيا بيا کووم خو ولې ئې نه منې دلته په دې کوڅه کښې ته آخر په څه پسې راځې اوس کو ستا په نامه ژوندۍ هم د بل شوې ده اوس خو مې دا زاري ومنه او خپل ژوند شروع کړه ځکه چې زۀ خبر يم چې څوک ستا په انتظار هم شته بس د ژوند او حالاتو دا لويه فېصله ومنه او زما ساه نوره مه ګرانو هسې نه چې زۀ په دې خپله ساه هم په دنيا کښې تنګه شم او ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

ستا په نوم ژوندۍ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

2 comments:

  1. استازه بس ښه درته پته ده نو څه به پکښې اويمه؟؟

    ReplyDelete
  2. deer lwe intezaar me dadi khat karhy dy...

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.