1/07/2016

په چا به يو کلے ورانېږي . . . ندا خان


د مارچ د مياشتې شپاړسمه نېټه کال دوه زره ديارلسم، د ژورنالسم څانګې يوه کوټه او په هغې کښې ناست شاوخوا شل کسان، په دغه شلو کسانو کښې  دوه جينکۍ هم وې۔ د يوې نوم ناظره او د بلې نوم ندا خان۔ په دغه کوټه کښې مونږ درې مياشتې يو ځائے تېرې کړې او لکه د وروڼو خوېندو مو د يو بل پسې ښه ډېرې ټوقې وکړې، د يو بل نه که مو څه زده کړي نه وي خو د مستۍ او ماشومتوب ټول يادونه مو تازه کړل۔ کله په سموسه جګړه او کله د چايو په پيالۍ۔
          دغه دواړه جينکې د يو غېرسرکاري تنظيم ”خوېندو کور“ کارکوونکې وې۔ ما ته وروستو پته ولګېده چې نداخان د نفسياتو ماهره ده او د خوېندو کور تنظيم لپاره هم په دغه مېدان کښې خپلې هلې ځلې کوي۔ بيا يوه ورځ ورته ئې ما ته ووئيل چې ”عمران! زۀ ستا سره ځان له څه خبرې کول غواړم“ زۀ حيرانه شوم چې څه شوي دي؟ زمونږ خُله خو په واک کښې نه وي ما وئيل کېدے شي څه ګډې وډې مې وئيلي وي او دا د نفسياتو استاذان خو هر څه ډېر په ژوره ګوري۔ چې کله د کلاس په مېنځ کښې وقفه شوه نو ما ته ئې وئيل عمرانه! ته چائے راواخله او شاته هغه کرسيو له راشه۔ زۀ لاړم ما ته په خندا شوه او دا خبرې ئې شروع کړې،”ما ته پته ده چې ته به هم حېران ئې چې په دې جينۍ څه شوي دي، خو زۀ د تېرو دوه مياشتو راهسې تا وينم، ګورم او مشاهده کووم، غواړم چې ستا په اړه ما څه محسوس کړي هغه درسره شريک کړم“ زما زړۀ په قلار شو ما وئيل بالکل راسره شريک کړه۔ بيا راته ووئيل چې دلته دوه عمرانان دي، مطلب يو ستا دننه عمران، کوم چې ډېر يواځې او د مايوسۍ په لار روان دے، بل ظاهري عمران دے، چې په کلاس کښې مستي کوي، هر څوک تنګوي، خاندي او ګډاګانې کوي۔ دا څه مسئله ده؟ زۀ هک دک ودرېدم چې پخوا مې يواځې اورېدلي وو چې د نفسياتو ماهران د خلکو دننه احساسات هم پېژني ولې نن مې په خپلو سترګو وليدل او په غوږونو مې واورېدل۔ زۀ د هغه ورځې نه د ندا د قابليت معترف ووم او تر دې دمه يم۔
بيا ئې راته يوه ورځ وئيل چې تا د پښتو ”دنيا لېونۍ“ ډرامه کتلې؟ ما وئيل بالکل، ډېرې پخوانۍ ډرامې زۀ اکثر په انټرنېټ ګورم، خو زۀ ډير وړوکے ووم چې دغه ډرامه ما کتلې۔ ندا په خندا شوه او راته ئې ووئيل چې تا ته پته ده په دغه ډرامه کښې هغه د شکيل(د يو هلک په کردار کښې) پلار څوک وو؟ ما وئيل يره زۀ خو ډېر وړوکے ووم دومره راته نه دي ياد۔ بس دومره راته ياد دي چې نوابے او دلدارے(عالمزېب مجاهد او جهانګير) پکښې وو۔ ما ته ئې ووئيل چې دغه زما بابا (پلار) دے۔ او بيا ئې راته د بابا ډېرې قيصې وکړې۔ ما ورته ووئيل زۀ ورسره ملاوېدل غواړم، نو وئيل ئې ضرور چې کله هم وائې ۔ خو افسوس چې څه د سبق او څه د مزدورۍ مجبورۍ زما دغه ارمان پوره نه کړو۔
ندا به مونږ تنګوله هم ډېره۔ او چې کله ورته عبدالله جان صېب د ليلا خطاب ورکړو نو بيا دغه نوم زمونږ د تنګولو يوه لويه ذريعه جوړه شو۔ او هم دغه رنګ د درې مياشتو دا سفر سر ته ورسېدو۔ په شپاړسم جون کال دوه زره ديارلسم مونږ د يو بل نه جدا شو او هر يو په خپلو منډو شو ولې ټيليفوني رابطې مو ختمې نه کړې او بيا د فېس بوک د لارې يو ګروپ (ډيولپمنټ جرنلزم بيچ ټو) هم زمونږ د يو بل نه خبرېدو کښې لوے کردار ترسره کړو۔
نن د نوي کال (دوه زره شپاړسم) اوومه ورځ ده، او ندا زمونږ سره بې وفائي وکړۀ۔ خپل يو ماشوم، خپل کورواله او خپل ملګري ئې يواځې پرېښودل۔ داسې خو څوک نه کوي ندا، څوک چې د يو ځاے نه ځي نو کم ازکم يوه مياشت مخکښې خو چا ته ووائي چې زۀ به ځم۔ تا خو د ټول عمر لپاره مونږ پرېښودو او ايله يوه ورځ وړاندې د ناظرې د خُلې نه خبر شو چې ندا په هسپتال کښې ده او دعا ورته کوئ۔ په هغه وخت مې زړۀ کښې هم دا خبره تاويده چې زمونږ په دعاګانو به څه وشي چې قيصه دومره ورانه شوې او د علاج څه اميد هم پاتې نه دے۔
د پاکستان په لوے ښار کراچۍ کښې ناست يم، دا ټکي ځکه ليکم چې د زړۀ بوجهـ مې سپک شي۔ درتلے نه شم خو زړۀ مې غواړي چې والوځم او لاړ شم۔ په چغو چغو ندا ته دا ګيله وکړم چې ولې دې دومره په تنکۍ ځوانۍ کښې مونږ ټول پرېښودو۔ ولې آخر ولې؟ او بيا د هغې په جنازه د ټولو خلکو په مخکښې دا ټپه په زوره زوره وکړم چې:
په چا به يو کلے ورانېږي
په مائې وران کړه ښکته پورته وطنونه

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.