1/18/2016

اول خپله ژبه پسته نورې ژبې

پوهان وائي چې انسان بايد تخليق په هغه ژبه کښې وکړي په کوم کښې چې څوک خوب ويني ځکه چې د تخليق کولو کوم انداز او صلاحيت چې په مورنۍ ژبه کښې وي د هغې ځاے بله ژبه نه شي نيولے


هم دغه وجه ده چې د دنيا پرمختللي قامونه د خپلې ژبې ژوندۍ ساتل خپل لومړے فرض ګڼي۔ که مونږ د امريکې خبره کوو او که د برطانيې، که چين ګورو او که هند، هر هېواد د نړۍ پر مخ که نن ژوندے دے نو د ژبې له کبله، که څه پېژندګلو لري نو د هغې پر شا يواځې قوت ژبه ده۔ ژبه هم داسې چې نه يواځې پکې تخليق کېږي بلکې د يو بل سره د خبرو، خپل پېغامونه رسولو، د خپلو جذباتو د څرګندونې او په سرکاري توګه جاري شوي حکمونه په خپله ژبه کښې کېږي۔ د نړۍ سره تګ لپاره که څه هم بله ژبه پکارول شي خو د هغې لوے مقصد يواځې نړيوال طاقتونو، خلکو او په بل وطن کښې مېشت وګړو ته خپل پېغام رسول دي نه چې د خپلې ژبې نه انکار يا خپلې ژبې ته سپکاوے۔ د هند وزيراعظم نريندرمودي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ (جنرل اسمبلۍ) کښې خپله وېنا کوله نو په هندۍ کښې ئې وکړۀ، د ترکي، چائنه، ايران او دغه رنګ يو شمېر هېوادونو مشران په نړيوالو سرکاري دورو کښې خپله ژبه وائي او د خلکو يا نورو مشرانو پوهولو لپاره له ځانه سره وياند بوځي۔ که دغه مشران خپله ژبه وائي او نړيواله ژبه (انګليسي) نه وائي نو د دې کله هم دا مطلب نه دے چې دغه مشرانو له انګليسي ژبه نه ورځي بلکې دا د دوي د خپلې مورنۍ ژبې سره د مينې لوے ثبوت دے چې ټولې نړۍ ته وښائي څنګه دوي خپله ژبه ژوندۍ ساتي۔


          له بده مرغه پښتون قام که څه هم دعوه لري چې په زرګونو کالو زوړ تاريخ لري خو دا يو کوټلے او تريخ حقيقت دے چې پښتو لکه څنګه د خوشحال خټک په دور کښې بکره پرته وه دا دے په کال دوه زره شپاړسم کښې هم هغه رنګ بکره پرته ده۔ په بچي ئې هڅې کوي خو ولې په قامي او سرکاري کچ چې کوم مقام دې ژبې له ورکول پکار وو نو هغه ئې لا نه دے موندلے چې ذمه وار ئې مونږ ټول يو۔ په تېر حکومت کښې که څه هم د پښتو په سرکاري کچ ښوونځيو او پوهنځيو کښې د لازمي مضمون په توګه شاملولو لپاره عملي ګامونه پورته شول خو له بده مرغه هغه رنګ عملي نه شو لکه څنګه چې پکار وو۔ که په تېره اسمبلۍ کښې د يو قانون په توګه پښتو د دفترونو او تعليمي ادارو ژبه ګرځول شوې وې نو نن به د پښتونخوا صوبائي حکومت کله هم دا فېصله نه کوله چې د پينځم په امتحان کښې به د پښتو پرچه نه وي او چې په پښتو ژبه کښې کوم مضمونونه دي هغه به هم اردو ژبو ته اړوي۔
          په دې وطن کښې چې پښتون قام په شمېر دويم لوے قام دے ولې ژبه ئې په دوېمه خو څه چې لسمه هم نه ګڼل کېږي۔ ما ته ياد دي چې په کال دوه زره يوولسم په اخري مياشت کښې ما د پښتو څانګې پېښور کښې سبق شروع کړو نو په ټولګي کښې راسره صرف او صرف درې ويشت کسان وو په کوم کښې چې زياتره صرف په دې وجه پښتو څانګې ته راغلي وو چې د داخلې د فارم ډکولو پر وخت دوي اخري”پښتو“ ليکلې وه، نورو ځايونو کښې ورته داخله ورنکړې شوه نو له مجبورۍ نه پښتو ته راغله ، دا د پښتو زدۀ کولو حال دے، اوس به يو څوک له چا څخه ګيله کوي؟ د زدۀ کوونکو نه خو ګيله ځکه نه کېږي چې هغوي پکښې څه معاشي ګټه نه ويني او نن ټوله دنيا په معاشي ګټې پسې شوې ده، که يو تن خبريال جوړېږي نو د دې لپاره نه چې څه رښتيا ولټوي، بلکې د دې لپاره چې پېسې وګټي او ډېري وګټي۔ په داسې حال کښې به پښتو څه وده وکړي، څوک به ئې زدۀ کولو ته غاړه کېږدي، چې ماسټري څه که ډاکټري هم وکړي او بې روزګاره يا په شخصي سکول کښې په څلورزره روپۍ نوکري کوي نو د دې نه ښه دا ده چې بل څه ووائي او پښتو ته شا کړي۔
          نن که پښتو له نصابه د وباسلو خبرې کېږي نو دا يواځې د سياستمدارانو ګناه نه ده، ګناه زمونږ او ستاسو هم ده، څومره پښتنو له "سم ليک" ورځي؟ څومره پښتنو هڅه کړې چې د پښتو "سم ليک" زدۀ کړي؟ څومره پښتانه دي چې له زړۀ نه پښتو غواړي(په ژبو نه)، څومره پښتانه ځوانان او پېغلې دي چې پښتو له کار کول غواړي، څومره ځوانان او پېغلې دي چې سبق يواځې د ډګرۍ اخستو لپاره نه کوي بلکې د دې مقصد په خاطر سبق وائي چې د پښتو خدمت وکړي؟ دا سوالونه بايد هر پښتون ځوان، پېغله، مشر، کشر، پوهه، محصل، استاذ، په دفتر کښې کارکوونکے او بيا په تېره تېره هغه خلک څوک چې د پښتو دعوې کوي، نه يواځې ځواب کړي بلکې د دې ځوابونه ټولې نړۍ ته ورکړي
 يوه خبره بايد دلته دا هم ذکر شي چې پښتو ليک لوست يواځې د اديبانو، شاعرانو يا پښتنو صحافيانو کار نه دے بلکې لکه څنګه چې پښتو وئيل زمونږ ضرورت دے هم دا رنګ پښتو ليک لوست زدۀ کول زمونږ د ضرورت نه زيات فرض دي۔ که داسې ونه شي نو بيا د يو سياسي ګوند نه ګيله کول بې ځايه ده، ځکه چې د چا په کور کښې عزت نه وي بهر به ئې څوک څه عزت وکړي؟

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.