1/20/2016
Wednesday, January 20, 2016
د چارسدې قيامت څه نوے نه دے
نن د چارسدې په هغه تعليمي اداره باندې د ترهه ګرۍ ناوړه هڅه وشوه کوم چې د عدم تشدد د پېغمبر حضرت باچاخانؒ په نوم تېر حکومت جوړ کړے وو۔ په دغه حکومت کښې که ډېر کرپشن شوے او يا پرې د کرپشن ډېر تورونه لګول شوي دي ولې په تعليمي مېدان کښې چې د قام پرستو حکومت کومې کارنامې کړي هغه د پاکستان په تاريخ کښې نشته (د هغوي سره اختلاف په خپل ځاے خو حقيقت ته حقيقت وئيل د ضمير فېصله وي)۔ د دې پوهنتون يو مقصد که د هشنغر پشمول د ټولې پښتونخوا بچو ته تعليم ورکول وو نو بل اړخ ته د حضرت باچاخانؒ د هغه خوب تکميل هم دے کوم چې هغه د آزاد اسلامي سکولونو په شکل کښې ليدلے وو۔ که نن باچاخان بابا ژوندے وو او په خپل نوم ئې دغه پوهنتون کتلے وے نو زما يقين دے چې (د پرونه پورې) به ډېر به خوشحاله وو۔ شلمه جنوري د بابا د تلين ورځ ده او په هم دې لړ کښې په باچاخان پوهنتون کښې د پښتو "امن مشاعره" کېدونکې وه ولې د خوش قسمتۍ خبره دا ده چې لا شاعران ليکوالان دغه غونډې ته راغلي نه وو او په لار وو۔ حيات لالا دې خداے ژوندے لري، د دې ناوړي بريد په موقع مې ورته ټيليفون وکړ نو راته ئې ووئيل چې روغ يم خو حالات ښه نه دي، نن امن مشاعره کېدونکې وه خو لا څوک راغلي نه دي، ما وئيل ځه شکر دے۔ خبره چې سپينېده نو تر ماسپښينه خبر راغے چې دومره مړۀ او دومره ژوبل دي، د پښتنو لپاره دا څه نوې خبره نه ده ځکه چې بابړه لا زمونږ هېره نه ده او د چارسدې (هشنغر) نه چې لږ مخکښې شو نو د ټکر د شهيدانو يادګار هم مونږ د پښتنو قربانۍ يادوي۔ بيا چې پېښور ته راشو نو د قيصه خوانۍ شهيدان هم مونږ ته (له جنته) خاندي۔ په مسلمانانو (شيعه وروڼو) يوه کربلا تېره شوې او لا دا دے څوارلس سوه کاله پس ئې هم هر کال وير کوي، په پښتنو خو داسې څو څو کربلاګانې تېرې شوې خو پښتون نه ويښ شو او نه ورته ياد وي چې پرون څه شوي وو؟ په ټکر او بابړه کښې د پښتنو مشرانو او ځوانانو سره څه شوي وو، زما يقين دے چې نن د پښتون قام پينځه فيصده ځوانان او پېغلې به د دې نه نه وي خبر چې په ټکر او بابړه د پښتنو وينې ولې توئې شوې وې؟ او بيا راته د ارواښاد صاحب شاه صابر دا شعر بيا بيا رايادېږي:تۀ راته ووايه چې څۀ په کربلا کښې شويما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې
ليکونکے
Imran Ashna
زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔
Related Posts
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
0 comments:
Post a Comment