2/14/2016

حيا او مينه، دواړہ مقدس دي


په نړيوال کچ څوارلسمه فروري د مينې خورولو ورځ نمانځل کېږي خو مسلمانان وائي چې نۀ، دا د حيا د ورځې په توګه نمانځل پکار دي ۔ دا ځان له بحث دے چې څوک ټيک دي او څوک غلط، خو که د تېرې لسيزې نه وګورو نو هم دې مسلمانانو (د اسلام په نوم) چې کوم نفرت په خپل مېنځ کښې او په ټوله نړۍ کښې خور کړے نو د هغې بېلګه به چرته لا پېدا کېږي، بيا د محبت ورځ له د حيا د ورځې نوم ورکول څه معنا لري؟ دا څوک چې د حيا خبرې کوي دا هم هغه خلک دي چې څوک ښه څه جار وائي چې هغه خلک څوک چې په وسله جهاد کوي نو هغه مجاهد دي، دا هم هغه خلک دي چې وئيل به ئې د افغانستان په جهاد کښې برخه اخستل د غزوه احد برابر ثواب لري، دا هم هغه خلک دي چې اوس هم افغانستان ته د جنګ لپاره خلک استوي، دا هم هغه خلک دي چا چې د پښتون قام د اتلانو پورې خندا کړې او وائي چې دومره راته پته ده چې باچاخان اوږې مټې لرلې او اوږد قد قامت ئې وو، دا هم هغه خلک دي چې وائي چې مونږ مغربي اقدار نه منو او نه د مغرب پلاوي يو، بيا چې کله دوي ته مرستې پکار وي نو ټولې د امريکائي مرستندويه ادارو نه غواړي۔


د نن ځوان کُول په يو دوۀ کښې حېران دے چې کوم ومني، ځکه چې له حيا انکار ګران دے او مينه خورول زمونږ ضرورت دے۔ مونږ چې په تېرو وختونو کښې څومري د نفرت کر کړے هغه لا رېبل کېږي او سوځو پکښې هم مونږ ټول۔ بيا نو ولې دا خبرې کېږي چې مينه مه خوروئ او حيا خپله کړئ؟ ولې مونږ بې حيا قام يو؟ مونږ مورپلار، ورور خور، خپل پردے نه پېژنو؟ داسې څوک شتۀ چې له دغو دا پوښتنه وکړي چې تاسو خو د جهاد خبرې کوئ خو په خپله مو څو ځله د جهاد لاره خپله کړې؟ څو وارې تاسو خپل بچي دغه جنګ له لېږلي د کوم پرضد چې تاسو د پښتون قام بچي راپاروئ؟ ها رښتيا راياد شو دا هم هغه خلک دي کنه چې وائي د کراچۍ نه به استنبول جوړوو او ترکي خپل مشر ورور ګڼي، د هغه هېواد صدر ته ډېر درناوے لري۔ داسې څوک شتۀ چې ورته ووائي چې په ترکي کښې څه روان دي؟ په استنبول کښې د مينې ورځ څنګه نمانځل کېږي؟ که نن مونږ د مينې له ورځې انکار وکړو نو فائده ئې ډېره ده او که تاوان؟
يو بل دليل د دغه خلکو دا دے چې که څوک د چا خور له "سُورګلاب" ورکوي نو بايد اول دا سوچ وکړي چې که دغه ګلاب د دۀ خور له څوک ورکړي نو څنګه به ورته محسوسېږي؟ خو داسې څوک شتۀ چې پوښتنه ترې وکړي چې مينه يواځې د يوې جينۍ سره نه وي، دلته خو خلک د خپل مور پلار لپاره سرۀ ګلابونه اخلي، څوک د خپلې خور لپاره سرې لوپټې اخلي، په نړۍ کښې د ځناورو لپاره ډالۍ اخستل کېږي، د دوي په نزد چې کوم خلک په دنيا مئين دي، هغوي له ځناورو، له ونو بُوټو، له غرونو، له بتانو او تر ټولو زيات له خپل ځانه سره مينه کوي نو دا د بې حيائۍ کار دے؟ که دا بې حيائي وي بيا خو مونږ ټول بې حيا ښه يو۔ او که نه د مينې مطلب انسانيت ته د مينې محبت پېغامونه لېږل دي بيا راځئ چې په شريکه مينه وويشو او نړۍ د مينې يو داسې پېغام ورکړو چې ټول خلک په سُور رنګ دومره مئين شي چې دا ورځ بيا د سرې ورځې په توګه ياد وساتي۔
يوه پوښتنه بله هم ده، مونږ اکثر اورو او وينو چې په دې وطن کښې بې روزګاري ډېره ده، خلک د غربت له کبله سره د خپلو بچو خودکشۍ کوي، څوک خپلې لوڼه يواځې په دې وجه خرڅوي چې د واده کولو توان ئې نه لري، او هم دا خلک په دې ورځ سرۀ ګلونه خرڅوي، لوے لوے کاروبار ئې دې ورځې ته تړل شوے وي۔ نو مونږ ولې د دغه خلکو نه د روزګار وسيله اخلو او خودکشۍ ته ئې پاروو؟ داسې څوک شتۀ چې دا پوښتنه د هغه خلکو وکړي چې که نن هغوي سره ګلونه خرڅ نه کړي او سبا د بچو لپاره رزق نه لري، خودکشي وکړي نو ذمه وار به ئې څوک وي؟
مونږ مينه خوروو، د مينې قائل يو، مينه غواړو، مينه ورکوو، حيا پېژنو، د ورور، خور، مور او پلار عزت هم پېژنو۔ زمونږ حوَس لا زمونږ په واک کښې دے، بې واکۍ ته ئې نه پرېږدو او که څوک بې واکه دي نو بيا دې ځان له غم وکړي خو که څوک د نفرتونو په دې ځنګل کښې يو څاڅکے د مينې خورول غواړي نو خداے ته وګورئ هغوي له دې نعمته مه محرومه کوئ، ستاسو به ډېره مننه وي۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.