3/02/2016

د يوې مسافرې پېغلې په نوم خط


دې ته کوم رنګ ورکړو نامه به ورله څه ورکوو

چې مزدورۍ له پښتنې پردي وطن ته درومي


 هيله مند يم چې روغه جوړه او د مسافرۍ سخت سفر به په مصنوعي خندا خوشحالۍ تېرولو کښې مشغوله ئې ۔ د ډېر وخت راهسې مې غوښتل چې څه درته وليکم، خو د مزدورۍ او (په وطن کښې) د مسافرۍ له کبله په دې کښې ډېر وخت واوړېدو، نن ئې ځکه ليکم چې د زړۀ دغۀ بوج مې سپک شي او خپل حق هم ادا کړم ۔

مونږ تل اورېدلي چې په پښتني سماج کښې د ښځې لپاره يا کور دے او يا ګور، خو نه داسې نه ده ځکه چې تۀ په مسافرۍ پردي وطن کښې د ژوند ورځې شپې سبا کوې ۔ زۀ د هغه حالاتو نه هم خبر يم کومو چې ته له دې ځايه په تلو مجبوره کړې وې او نن هم راته ياد دي چې کله د تلو نه وړاندې زمونږ خبرې کېدې نو تا ځان په زور زما په مخکښې د خوشحالولو هڅې کولې خو ما ستا د زړۀ دننه هغه ټولې خبرې لوستې وې کومې چې تا نه وئيل غوښتل ۔ د وطن دننه هم ستا ژوند څه اسان نه وو، لکه د يو ځوان تا دلته هم په بيلا بيلو ادارو کښې مزدوري کوله او زما په خيال ستا دغه فېصله سمه وه ځکه چې دلته کار کول او د سماجي زنځيرونو سره سره د خپلو (نام نهاده) رواياتو خيال ساتل لږ ګران شي، که انسان مجبوره وي او کنه خو بيا هم ډېرې خُلې ډېرې خبرې ۔

موده وشوه، قيصه به لا زړه نه وي، ژوند به هم روان وي، کېدے شي نوې ملګرې هم جوړې شوې وي، اوس خو يواځې هم نه ئې خو بيا هم کور کور او پردے وطن پردے وي، که انسان څومره هم په زړۀ کلک وي بيا هم د وطن ياد او مينه اکثر د شپې په خوب کښې هم محسوسوي ۔ خو هر څوک د خپل ژوند په فېصلو ښه پوهېږي او بيا چې کله فېصله دومره لويه شي نو د دې وړاندې که سوچ وي او کنه خو دغه مرامونه او مقصدونه سر ته رسول زمونږ مجبوري جوړه شي ۔ که يو اړخ ته کورني مشکلات وي نو بل اړخ ته انسان د څه وخت لپاره د دې مطلبي رشتو نه لرې بلکې ډېر لرې تلل غواړي او زما په خيال هم په دې وجه زۀ ستا دغه فېصلې ته سمه وايم ۔

دا حقيقت دے چې په پښتني سماج کښې څه فېصلې منل زمونږ مجبوري وي او څه زمونږ خواهش، دا ضروري نه ده چې دواړه پوره شي خو کله کله زمونږ خواهش مجبورۍ ته پاتې راشي او هم دا وجه ده چې بيا ټول ژوند بې قراره تېرېږي، نه کار خوند راکوي او نه ژوند، نه مو خوب سم وي او نه محفلونه، خو بيا هم مونږ به دا ټول حقيقتونه منو او ژوند به کوو ۔ دغه ژوند (د مسافرۍ) ګران دے خو دومره هم نه چې يو څوک بائيلات ومني، دا هر څه به کوو او ژوند به هم کوو، کېدے شي زمونږ د مجبورۍ د فېصلو د منلو بدله وروستو ضرور ملاؤ شي او که مونږ ته ملاؤ هم نه شي نو بل يو چا ته به خو ملاؤ شي خو بيا هم وياړم چې په پښتنو کښې داسې پېغلې لا ژوندۍ دي چې نه يواځې خپل پښتانه روايات ژوندي ساتي بلکې اوس د ځوانانو سره څنګ په څنګ د ژوند ضرورتونو پوره کولو لپاره د بهر سفرونه هم کوي ۔ خداے دې وکړي چې ستا دغه ګران ژوند په اسانيو کښې تېر شي ، خداے دې چرته هم مه خفه کوه ۔

د واپس زر راتلو په هيله

محمدعمران يوسفزے

کراچۍ

دوېم مارچ دوه زره شپاړسم

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.