3/06/2016

د ماښام خټک ۔۔۔۔۔۔۔۔۔ غېب عالم


مونږ چې کله په پېښور پوهنتون کښې يو ځاے وو نو په ما ډېر ګران ملګري وصال خټک به اکثر ما ته دا شعر وئيلو چې:

سره يو بله خبرېږو نه ماښامه

زۀ د داسې کس په ښار کښې ګاونډي يم

ما به ورته وئيل چې دا ماښام څوک دے؟ هغه راته وئيل دا زمونږ يو ډېر دروندخوږ مشر دے په کراچۍ کښې ژوند کوي، د پېشې په لحاظ وکيل دے او ډېر ښه ليکوال دے ۔ په دې کښې موده تېره شوه او زۀ د مزدورۍ لپاره کراچۍ ته راغلم، بيا د جرس ادبي جرګې په مياشتينۍ غونډه کښې مې د ګران مشر ماښام خټک سره ليده کاته وشو نو ما ورته وئيل چې يره ما خو ستا نور شعرونه نه دي اورېدلي خو دا يو شعر مې اوس هم په غوږونو کښې دے او هم دا شعر مې ورته واوروو، بيا راته هغه خپل دوه کتابونه نور راکړل ، يوه شاعري ”لکه فصل رېبل کېږم“ او بل تحقيقي ليک ”پښتو ادب کښې د تکل ابتدا او ارتقا“ ۔ دغه دواړو کتابونو کښې مې صرف د تکل کتاب لږ کتلے لا پوره مې لوستے نه دے ۔ وروستو ئې يو بل کتاب راکړو چې افسانې دي او نوم ئې ورله ډېر عجيبه کېښودے يعنې ”غېب عالم“۔

ماښام خټک صېب زمونږ خوږ مشر دے، شاعر، څېړونکے، افسانه نګار، تکړه وکيل او تر ټولو زيات په کشرانو مشرانو مئين انسان دے ۔ که څوک ورسره يو ځل کښېني نو بيا به ئې پاڅېدو ته زړۀ نه کېږي ۔

غېب عالم لوستو لپاره ستړې نه ده پکار بس ناسته او وخت پکار دے، که يو وار ئې څوک شروع کړي نو بيا ترې پاڅېدل ګران دي ځکه چې دا قيصې، افسانې يا تش لفظونه نه دي د هر انسان د ژوند رښتونے انځور دے ۔ که څوک هم ئې لولي نو ځان به ورته پکښې خامخا ښکاري او په خصوصي توګه هغه پښتانه چې په کراچۍ کښې ژوند کوي د هغوي لپاره خو دا ليک د هغوي د پخواني او اوسني ژوند مجموعه ده ۔

دلته زۀ د هغه په افسانو بحث نه کووم او نه ئې جاج اخلم ځکه چې نه خو زۀ نقاد يم او نه د ژبې دومره تکړه استاذ چې په ماښام خټک غوندې استاذ تنقيد وکړم خو چې دغه کتاب کوم تاثر راکړے هغه شريکول خپل فرض ګڼم ۔

غېب عالم“ د ماښام خټک د افسانو وړومبۍ مجموعه ده چې پکښې دولس افسانې دي، خو زۀ بيا وايم چې دا افسانې نه دي بلکې د حقيقي ژوند عکاسي ده ۔ په دې افسانو کښې زياتره د کراچۍ ژوند، دلته د پښتنو کړمې، دې ښار ته د مزدورۍ لپاره راتګ او د هغې وروستو په يو انسان تېريدونکې سختې او په تېره تېره د پښتنو سره روان امتيازي سلوک  په يو داسې افسانوي انداز کښې بيان شوے چې که سياسي خلک ئې وګوري نو زۀ وايم چې ډېرې مسئلې د هغوي مخې ته هم راتلے شي او بيا د حل لپاره ئې لارې لټولے شي ۔ په دې افسانو کښې د کراچۍ د پښتنو کړمې يواځې نه دي بيان شوي بلکې د هغې د حل لارې هم ښه په ډاډه زړۀ ښودلې شوې دي ۔

وړومبۍ افسانه ”دوزخ کښې جنت“ که وکتلے شي نو د پښتنې رواياتو سره سره په رشتو کښې د خودغرضۍ هغه ناسُور په ګوته کوي چې مونږ ئې اکثر په خپل ټولنيز ژوند کښې وينو او بيا د دغه ناسُور ښکار خلک ټول عمر په دوزخي دنيا کښې تېروي ۔

دوېمه افسانه ”ځانمرګے بريد“ د پښتنې سيمې سره سره د کراچۍ په حالاتو يو تريخ بحث دے ځکه چې ليکوال ټول عمر په کراچۍ کښې تېر کړو او د رسنيو د سنسنۍ سره سره د ادارو د  کارونو نه په ښه ډول خبر دے او بيا په خصوصي توګه د غريب ژوند چې پکښې په کومه طريقه خوندي شوے دا کمال صرف ماښام کولے شي ۔

په درېمه افسانه ”غېب عالم“ زۀ بحث ځکه نه کووم چې دا هم يوه رښتونے قيصه ده او بايد هر قاري ئې د زړۀ په غوږونو ولولي او بيا دې لږ په خپل تاريخ سوچ وکړي ۔

څلورمه افسانه "سلف مېډ“ د ليکوال د مېدان سره تعلق ساتي چې څنګه يو غريب ځوان د وکيل جوړېدو په اميد او ارمان کراچۍ ته راشي او بيا د کومو کړمو نه تېرېږي ۔

پينځمه افسانه ”سيمينار“ د رڼاګانو په دې ښار کښې د پښتنو د حالاتو ترجماني په داسې شان کوي چې تر دې کېدے شي (زۀ غلط يم) چا هم نه وي کړې او بيا په هم دغه افسانه کښې ليکوال د دغه ستونزو د حل لارې هم په داسې ډول ښودلي چې په حقيقت کښې که پرې عمل وشي نو ګرانه نه ده چې د پښتنو ټولې ستونزې هوارې شي خو (سم او رښتوني) مشر ته اړتيا لري ۔

شپږمه افسانه ”کلکه اراده“ د دې وطن د ادارو هغه کردار په ډاګه کوي چرته چې د رشوت او سفارش نه بغېر د غريب سړي څوک هم نه اوري، زۀ په دې حقله که څه هم د ليکوال سره تر ډېره حده اتفاق نه کووم خو په دې ښار کښې د ليکوال د قام سره دغه امتياز يو تريخ حقيقت دے ۔

اوومه افسانه ”نر مساوي ښځه“ که د عنوان د کړکېچ نه تېر شو او افسانې ته ځير شو نو په حقيقت کښې چې دا د ښځو د هغه بدقسمتۍ ذکر کوي او بيا د نارينوو د هغه زورورتيا بد شکل هم په ډاګه کوي چې چرته ئې زور رسي نو په دې مخلوق د هر قسمه زور کولو نه مخ نه اړوي ولې بيا هم که ښځه ځان (نره) کړي نو هېڅ ورته ګران نه دي ۔

اتمه افسانه ”بي بي جان“ داسې ښکاري چې يو حقيقت وي او د ليکوال د وکالت د ژوند يوه پاڼه وي، ځکه چې په دې کښې ذکر شوي حالات زياتره د دغه مېدان سره تعلق ساتي او ليکوال چونکې په خپله وکيل دے نو په دغه مېدان کښې ترې څوک ښه نه پوهېږي ۔

نهمه افسانه ”بوټان“ د انساني ژوند د هغه کردارونو عکاسي کوي چې چرته څوک د چا سره کوم عمل کوي د هغې بدله هم په هغه شان ملاوېږي ۔ د مسټربين کردار مونږ په پښتو کښې د ”بابوجي“ په نوم پېژندلے او ليکوال د هغه د فلمونو داسې منظرونه وړاندې کړي چې ټول زمونږ د ژوند سره تعلق ساتي ۔

لسمه افسانه ”افسانه“ ده نو ځکه پرې زۀ خبرې نه کووم خو دا هم د افسانې نه زيات حقيقت دے ۔

يولسمه افسانه ”نفس“ د هغه جذباتي خلکو ځواب دے کوم چې د خوبونو په دنيا کښې ژوند کوي او يا د خوبونو په دنيا کښې ژوند کول ورله خوند ورکوي خو چې کله د حقيقت نه خبر شي نو بيا په حقيقت کښې ورته ټول خوندونه پراته ښکاري ۔

اخيري او دولسمه افسانه ”عقيده“ د ماښام خټک په وېنا د ده وړومبۍ افسانه ده او که رښتيا وکتل شي نو دا د افسانې نه زيات زمونږ هغه عقيدې بيانوي کوم چې مونږ ته اکثر په جوماتونو کښې بيانېږي او د حقيقي ژوند سره سره د نوي دور د ضرورتونو نه مو لرې بوځي ۔ که څه هم دا د څه خلکو لپاره ژوندي حقيقتونه دي خو زما په خيال چې ماښام خټک په کوم انداز کښې د عقيدو دغه رښتونے تصوير وړاندې کړے دے په دې بايد ټول ولس سوچ وکړي چې مونږ وروستو ولې پاتې يو، کمے چرته دے او دا به څنګه پوره کېږي ۔

د ماښام خټک افسانې که په فني لحاظ هر څنګه دي خو د يو لوے، رښتوني او تريخ حقيقت نه ډکې دي ۔ که څه هم په افسانو کښې ئې د انګرېزۍ ژبې اصطلاحات ډېر کارول شوي خو دا به مونږ د ليکوال په کراچۍ کښې ژوند کول، ډېر تعليم او بيا د افسانې د موضوع سره سره د پلاټ ضرورت وګرځوو او بايد نقادان ئې هم دا وګڼي ځکه چې په پښتو ژبه کښې اکثر مونږ ته د اصطلاحاتو لپاره د پښتو سوچه ټکي معلومول يوه لويه ستونزه وي او ده ۔ په دې بايد ژبپوهان خبرې وکړي ۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.