
د
دې ټولې قيصې مطلب دا دے چې صاحب شاه صابر مړ شو، د هغه سره په ژوندانه هم ډېر
زياتي شوي وو خو د مرګ نه پس چې ورسره د بې وفائۍ کوم زياتي روان دي هغه د زغم وړ
نه دي ۔
کال
دوه زره اووم نه واخله تر کال دوه زره شپاړسم پورې نهه کاله وشو، د هغه يارانو هغه
څومره ياد کړے او څومره يې د هغه کار خلکو ته رسولے دا يو سوال دے کوم چې ځواب ته
اړتيا لري ۔ زمونږ د شاعران، اديبانو او ليکوالانو تر مېنځه اختلافات څه نوې خبره
نه ده، او هم دا وجه ده چې په يو پروګرام کښې يو ناست وي نو بل نه راځي ځکه چې بيا
يې د صدارت په کرسۍ جګړه وي او که يو له يې ورکوې نو بل درنه خفه کېږې ځکه زۀ وايم
چې په پروګرامونو کښې سټېج هډو پکار نه دے ۔
دا
دے بيا درېم اپرېل تېر شو، نهه کاله وشو او په دې نهه کاله کښې زما په خيال يواځې
د پېښور نه اسرار اتل ځي او د صاحب شاه صابر د تلين په مناسبت غونډې کوي ۔ زۀ په
دې کښې هېڅ شک نه ګڼم چې که عامو خلکو صاحب شاه صابر پېژندلے نو دا پرې اسرار اتل
پېژندلے چې دغه "سړے" يې د رېډيو او نورو ادبي پروګرامونو د لارې ټولو
پښتنو ته وښودلو ۔ دغه "سړي" د پښتون قام لپاره، د پښتو ادب او کلتور
لپاره څه کړي دي، دا هم زما په خيال لا تر دې دمه ډېر د پښتو دانشوران او ليکوالان
نه مني او يا د هغه خلکو نه هم هېر شوے څوک چې د هغه له وجې نن د پښتو عالمان
حسابېږي ۔ دا هم د هغه د مطالعې زور وو چې د خپل محفل د شاعرانو او اديبانو سره يې
شريکه کړه اوخپلې زدۀ کړې يې د ځان نه نورو ته منتقل کړې ۔ نن هغه خلک صاحب شاه نه
يادوي خو دا څه لويه خبره نه ده، سبا به دوي هم د دې دنيا نه ځي او د دوي ملګري به
هم دوي په يو کال دوه کښې داسې هېر کړې لکه څنګه چې دوي خپل يار "صابر"
هېر کړے وو ۔ د "صابر" دا شعرونه ټيک وو چې:
بې
کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه
خلک سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي
کال
دوه زره شپاړسم د اپرېل د مياشتې په درېمه نېټه يو لس پينځلس کسان د
"صابر" په قبر راجمع شو او د هغه تلين يې ونمانځو ۔ څوک د پېښور نه
لاړل، څوک د سخاکوټ وو او څوک د چارسدې نه خو د هغه په قبر يې حاضري ولګوله ۔ په
هم دغه ورځ په درګۍ کښې هم يوه غونډه وه
چې ورته د ملاکنډ نه ورته د اسلام اباد، صوابۍ او پېښور خلک راغلي وو ۔ په دغه
خلکو کښې ډېر د "صابر" د محفل ملګري هم وو او په ژوندوني يې ډېر د خمار
وختونه تېر کړي وو خو نن د دغه خلکو نه هغه هېر دے او دومره وخت نه لري چې په درېم
اپرېل درګۍ ته خو ځي خو په لارې کښې پروت د صابر په قبر سلام واچوي ۔ د
"صابر" هغه ملګرو ته خو ډېر پخوا هغه پخپله وئيلي وو:
څوک
مې د جام ملګري څوک مې د غزل ملګري
زما په دې ښار کې بلها دي د محفل ملګري
د چا پښې ماتې وې د چا لارې ته ملا ماته وه
ما به ترڅو پورې په ځان پسې راښکل ملګري
د زلفو سېوري ته د سور انګار خبرې کوي
خو د حالاتو په غرمو نه دي د زغل ملګري
ښکلي که هر څو کبرژن شي ستا پرې څه صابره
ستا د محفله چې يو لاړ شي راشي سل ملګري
زما په دې ښار کې بلها دي د محفل ملګري
د چا پښې ماتې وې د چا لارې ته ملا ماته وه
ما به ترڅو پورې په ځان پسې راښکل ملګري
د زلفو سېوري ته د سور انګار خبرې کوي
خو د حالاتو په غرمو نه دي د زغل ملګري
ښکلي که هر څو کبرژن شي ستا پرې څه صابره
ستا د محفله چې يو لاړ شي راشي سل ملګري
او
داسې ښکاري چې د "صابر" د دغه ملګرو هم د حالاتو غرمو ته يا د يارانې پاللو
ته ملا ماته ده ۔
ډیر ښه دے
ReplyDeleteډېر ښۀ۔۔ژوندې وسې جاني۔۔
ReplyDelete