8/01/2016

دې پېښور خو کله چا پسې ژړلي نه دي


ګرانه وروره سلامونه، نېکې هيلې او احترامات مې قبول کړه

تېره ورځ مې ستا ليکنه وکتله چې پکښې د پېښور د يادونو تذکره شوې وه، زړۀ مې پړق چوي خو دا ليکل ځکه کووم چې زمونږ وينه شريکه ده، زمونږ زړونه شريک دي، زمونږ وجودونه شريک دي، زمونږ ژبه شريکه ده، زمونږ ځمکه شريکه ده، زمونږ ځان شريک دے، زمونږ خاوره شريکه ده او هم په دې بنسټ غواړم چې د پُولې دې خوا د يو افغاني ورور په حېث د پُولې هاغه اړخ ته تلي يو ورور ته د خپل زړۀ حال ووايم ۔
ګرانه وروره! مونږ په پېښور پوهنتون کې ډېرې خاطرې شريکې لرو، مونږ د ژورناليزم د څانګې ډېر وختونه په شريکه تېر کړي دي، مونږ د کېمپس رېډيو ډېرې خپرونې هم په شريکه کړي دي چې پکښې زما او ستا شريک يارانو هم ګډون کړے وو ۔ که دې ياد وي نو مونږ د افسر افغان په کوټه کښې ډېر وختونه شريک تېر کړي دي ۔ ما ته ياد دي چې مونږ به اکثر په ډېرو موضوعاتو خبرې کولې او بيا چې کله ما د صحافت په مېدان کې نوې نوې پښې ښخولې نو ته د اېګريکلچرل پوهنتون نه پېښور پوهنتون ته راغلے وې ۔
وروره زما او ستا تېر وخت هم زۀ ګڼم چې شريک ښکاري ځکه چې تا د کومو خلکو سره د کالج او بيا په پوهنتون کښې وختونه تېر کړي دي د دغه خلکو سره ما هم تېر کړي دي او لکه څنګه چې ترې تا نفرت شروع کړے وو هغسې يې زۀ هم د دغه منافقت او شرخوښۍ نه انکار کووم ۔ لکه څنګه چې ته په دې لوبه لږ وخت وروستو پوهه شوے وې دغه رنګ زۀ هم په وخت پوهه شوم او ځان مې ترې راونغښتو ۔
دا هر څه چې زمونږ شريک دي نو بيا ستا واپس کابل ته تګ لکه د نورو ملګرو زما لپاره هم ډېر دردمند دے، خو د خوشحالۍ او وياړ سبب هم، ځکه چې دا خاوره او دا خلک د يوې داسې مخمصې ښکار دي چې ذهنونه يې وينځل شوي دي، په داسې اوبو وينځل شوي دي چې که څه هم ترې سخا بويونه راځي خو دې خلکو ته دغه بويونه د ګلونو خوشوبويانې ښکاري او چې څوک پوهه دي نو هغوي هم په خُله داسې مهرونه وهلي چې نه ها کوي او نه نا ۔ په داسې حال کښې د پُولې هاغه اړخ ته وروڼو هم څه کمے نه دے پرېښودے ځکه چې هغوي ته هم داسې سبقونه وئيل شوي دي چې دا اړخ يې ورته د ټولو شرونو جرړه ښودلې او که څوک سمه خبره کوي نو هم يې سازش بولي ۔ دا هر څه د يو سازش د سېوري لاندې شوي دي او په دې پوهېدل که ګران نه دي نو اسان هم نه دي ځکه چې د دې اړخ د پښتنو افغانانو د مجبوريانو ته هم خبر يې او زۀ هم ۔ ولې بيا هم ورورولي او شريکې رشتې پالل زمونږ پت، پښتو، ننګ او غېرت سره سره زمونږ مجبوري هم ده ځکه چې دا هر څه زمونږ وو، زمونږ دي او زمونږ به وي ۔ دا هر څه به يو وارې بيا هغه رنګ کېږي لکه څنګه چې د شېرشاه سوري او احمدشاه بابا په وختونو کښې وو ۔
ګرانه وروره!
پېښور ډېر خونړے او ظالم شوے دے، په چا پسې هم نه ژاړي ګنې ښه ورته پته ده چې د دې ښار تر ټولو لوېې کاروباري مرکزونه هم دي افغانانو اباد کړي دي ۔ که دا ووئيل شي چې د پېښور اقتصاد هم په دې خلکو اباد وو نو غلطه به نه وي خو بيا هم دې کلک زړۀ لرونکي ښار تاسو وشړلئ او په داسې حال کښې يې وشړلئ چې نه درپسې چا وژړل او نه درته چا په مخه ښه ووئيل ۔
په دې هر څه کښې ګناه د دې خلکو هم نشته ځکه زمونږ ګډ دښمن زمونږ په ذهنونو کښې دومره کارونه کړي چې هغه په پېړيو پېړيو نه ورکېږي نو بيا ګيله ولې کوو، مونږ خپل يو بايد درېم ګړے پکښې ونه منو، مونږ به په شريکه دا رشتې، دا مينې، دا تګ راتګ او دا غم ښادي پالو۔
زۀ خبر شوے يم چې ته هند ته تلے يې او يقين مې دے چې خوشحاله به هم يې خو ګرانه وروره! پېښور په تاسو پسې پټ پټ ژاړي ۔ د خلکو مخکښې وايي چې ښه وشول چې دا کډوال لاړل، بوج سپک شو ولې چې شپۀ شي او خلک ويده شي نو دا ښار په چغو چغو ژاړي او کارخانو بازار نه واخله تر بورډ بازار پورې په منډو منډو راځي، چغې سورې وهي او وايي چې چرته دي هغه خلک چې ما ورله په سينه کښې ځاے ورکړے وو، دا خلک زمونږ خپل خلک دي، دا خلک د دلته نه ولې ځي ۔ خو افسوس، صد افسوس چې د دې ښار دغه ورکې چغې څوک نه اوري ۔
بيا هم خداے دې لوے افغانستان اباد لري، که پوره ده او که سپوره ده خو په خپل وطن ده ۔ دغه وطن د هر څه نه ډک دے بس يو د امن کمے دے او زما يقين دے چې ډېر ژر به پښتانه افغانان د امن خواږه هم تر خُلې کړي ۔
دا څو خبرې په مات زړۀ ليکم ځکه چې ما هم څو کاله شوي پېښور پرېښودے دے او د پېښور د اوسېدونکيو نه ګيله مه کوه ځکه چې هغوي ډېر مصروفه خلک دي، خپل کارونه کوي، نه د چا په تلو کار لري او نه د چا په راتلو خو بيا درته وايم چې د پېښور چغې زۀ په سوونو ميله لرې په دې ښار کښې هم اورم او کېدے شي ته يې هم په هند کښې اورې ۔
د خپل ځان ډېر خيال ساته او چې کله دې هم زړۀ وي راځه، ځکه چې دا پېښور کله هم چا ته "نۀ" نه کوي ۔
ستا ورور
عمران اشنا
کراچۍ

د اګست وړومبۍ نېټه دوه زره شپاړسم

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

1 comments:

  1. Zalmia;
    sta khat me olwasto. Nor pa dey peerai ao naroghtia key rasara d' dwoo drey okhko nor sa na woo chey mey warta dalai karey wey. Pa mong sa ter shoo ao sa mo onakral shoo da d' tareekh hessa da. Za sta pa leek key da saba storey weenam. Za d' yao hagha zamey pa mujasim soorat key weenam chey zama pa khial ao tassawur key garzedo kho leedaley mey na woo..... har wraz che kadwal weenam chey zee no laka d' tan mey sok ghwakhey juda kawee. Pekhawar be pukhto na dey chey na ba jari. Kash zamoong baro wronro dukhman pa wakht pejandaley wey ao d' zan na ye da Ranjeet Singh d' tabargai lasti na wey jor karey ao khpal mulk ye d' Ranjeet Singh d' awlad da para na wey wran karey? Nan d' ranjeet singh bachi ghwakha d' had na juda kawee..ao d tareekh jibre dey ao jibr nazawaley dey. Da zalim mey hum wahi hum mey jara ta na pregdi.

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.