8/12/2016

يوه ترخه ورځ ۔ ۔ خط د خپل جانان په نوم



ستا يادونه د زړۀ درد له ټکور راکړي
ستا نه لرې د ژوند ټول خواږه تراخه دي
داسې ولې بې يو چا ژوندونه راغلې
د احساس په سترګه ټول خلک ړانده دي
ګرانې !
نه پوهېږم چې دا ژوند ولې تل ما له کړاوونه او غمونه راکوي، چې په ښه بد پوهه شوے يم نو په خلاص زړۀ مې کله خندلي نه دي ولې اخر ولې؟ دا دنيا ولې دومره ظالمه ده کنه د دې دنيا اوسېدونکي مونږ خندا ته نه پرېږدي ۔ دا خو ظلم دے، دا خو زياتے دے او يواځې زما سره کېږي؟ نه دا ستا سره هم کېږي او يا يې مونږ دواړه د يو بل سره کوو ۔ دا هم کېدے شي چې د دې په شا د چا لاس وي خو داسې ښکاري چې د دې په شا د نورو نه زيات زما او ستا لاس دے ۔ نن زما په زړۀ يو داسې نه ليدونکے بوج دے چې تۀ يې هم نه وينې خو زما د وجود هر اندام په ما بوج شوے دے او داسې ښکاري لکه پردي اندامونه راباندې چا په زور اچولي دي ۔ تا ته زما د زړۀ د هرې درزا اواز راځي زۀ يې منم خو ښکاري زما او ستا د زړونو دا درزا اوس يو بل نه مني او نه يو بل نور منل غواړي ۔ که غواړي هم خو د رواياتو زنځيرونو مونږ په داسې شکل کې تړلي يو چې نه ترې ځان خلاصولے شو او نه دا مونږ پرېږدي ۔ که مونږ ډېرې لتې ووهو خو د دغه زنځير چابي د بل يو چا په لاس کښې ده او مونږ په داسې قېد کښې بنديوان يو چې په خپل ځان هم وس نه لرو ۔ نه په خلاص زړۀ يو بل ته کتلے شو نه يو بل ته په خلاص زړۀ سلام کولے شو ۔ دا خو ژوند نه دے د دې نه خو ښه ده چې بنده ژوند ته په مخه ښه ووايي ۔ د دې دنيا دې خلکو ته په مخه ښه ووايي، دې دنيا ته د ټول عمر لپاره په مخه ښه ووايي او خپل ژوند د داسې تور تمبو شا ته بوځي چرته چې د انسان د نوم اواز هم نه وي ۔ د دې نه خو ښه وه چې مونږ دوه ګټې پېدا وې او تل د يو بل خوا ته پرتې وې ۔ د دې نه خو دا ښه وه چې مونږ دوه ونې پېدا وې او د يو بل خوا ته ولاړې وې ۔
دا ولې اخر ولې داسې کېږي چې نن زۀ خوب هم په ګوليو راولم ، اوښکې دي چې زما د سترګو ودرېږي نه ۔ زۀ ډېر کوشش وکرم خو دغه اوښکې نورې د ايسارېدو نه دي ۔ وايي چي اخر تر کومه به مونږ د سترګو د بڼو په دې قېدخانه کښې پرتې يو هغوي هم ازادي غواړي خو د ازادۍ دا دومره لوے قيمت په ما او تا ادا کوي ۔ زما د زړۀ درد او د درد درمان چرته دے ؟ زۀ خو يې بيخي په يو داسې ډګر ودرولم چې نه مخکښې تلے شم او نه وروستو ۔ که وروستو ځم نو د مينې پېغور راته مخې ته ودرېږي او که مخکښې ځم نو د دنيا د خلکو، د رواياتو، د رواجونو، د رشتو او په تېره تېره د دې ظالم سماج راته د پېغورونو دېوالونه ودروي ۔ زۀ يې په يو دوۀ کښې حېران کړے يم چې څه وکړم ۔ نه په زړۀ ګټه کېښودلے شم او نه زړۀ قلارولے شم ، نه راته ستا د هېرولو چل راځي او نه درد علاج ۔ اوس به څه کېږي دا مرحلې به څنګه تېرېږي؟ دا ګرانې مرحلې ما کله په يواځې تن د تېرولو سوچ هم نه وو کړے ۔ ما خو وئيل چې ګرانې مرحلې به په شريکه تېروو، دې تکليفونو او دردونو ته به علاج په شريکه لټوو ۔ ما خو وئيل چې دا د سماج او رواجونو زنځيرونه به په شريکه ماتوو خو نه دا خو د خوبونو دنيا وه په حقيقت کښې خو دا هر څه ډېر تراخه دي، دومره تراخه چې د ژوند د کار روزګاره بنده وباسي او بيا يې د تنهايۍ يو داسې سمندر ته غورځوي چرته چې بنده د غمونو او فکرونو د څلورو دېوالونو په مېنځ کښې ژوند کوي ۔ نه يې څوک اوري او نه يې څوک د اورېدو توان لري ۔ بس د ځان دننه د مينې د سمندر لټوي او چې يو ځل غاړي ته راشي نو د غاړې اوبه هم ورته دومره ژورې ښکاري چې بېرته لاړ شي په سمندر لاهو شي ۔
د شپې خاموشي وژل کوي ځکه چې په دې خاموشۍ کښې ستا د نوم اوازونه ورک شوي دي ۔ هغه اوازونه چې تل يې د سکون او درمان احساس راکوو ۔ هغه اوازونه چې پکښې د ژوند هره ښکلا ښکارېده اوس هغه اوازونو ته په انتظار انتظار شپې سبا شي خو نه وي ولې اخر ولې؟
د قسمت په کرښه ما کله يقين نه دے کړے او نه يې پرې کووم نو بيا ولې د قسمت دا ترخې لوبې يواځې زما او ستا سره کېږي ؟ او تر کومه به کېږي ؟ زما داسې ژوند نه دے پکار زۀ به داسې ژوند کله هم قبول نه کړم ۔ زۀ داسې ژوند ته په مخه ښه وئيلو ته تيار يم ۔ چرته چې د سکون يواځينے سبب هم زما د زړۀ درد له ټکور نه ورکوي ۔ چرته چې د سکون يواځينۍ لار زما نه خطا شي ۔ نه مې دے پکار داسې ژوند او نه تا هغه درد ته پرېښودلو ته تيار يم چې زۀ يې د سکون سبب جوړ نه شم ۔
زۀ تل ستا په نوم ژوندے يم او ستا په نوم به ژوندے اوسم ۔ که داسې نه وي نو بيا ډېر زر به دا هر څه ختم شي ډېر زر ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
صرف ستا په نوم ژوندے

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.