10/27/2016

دا هم شهيدان وو؟؟؟




په کوئټه کې د اګست پر اتمه بريد وشو، د شپېته نه زيات ګلالي ځوانان وکيلان پکې ووژل شو، پته نشته چې بيا څه وشو او هغوي د خلکو د سترګو نه داسې پناه شو لکه چې هډو څه شوي نه وي بس دا خبره بيا بيا د څو ورځو پورې کېدله چې په عدالتي مېدان کې کوئټه ښار نيمه صدۍ وروستو لاړو ۔

بيا د اکتوبر مياشت راغله او هم دغه ښار وو، نيمه شپۀ وه ټول هېواد ويده وو خو که ويښ وو نو يواځې کوئټه ښار ۔ ولې ويښ وو ځکه چې بيا يې په ګلاليو ځوانانو خونړی بريد شوی وو خو دا بريد په داسې ځای شوی وو چې د پوليسو روزنيز مرکز وو، شاوخوا ۷۰۰ ځوانان پکې موجود وو، يواځې درې تنه ورغلل او د شپېته نه زيات ځوانان يې د تورو خاور لاندې کړل ۔

دوه ورځې تېرې شوې او د پاکستان په ميډيا د اسلام اباد بندېدو، په يو بل د درغلۍ تورونه لګېدو، د استعفا او تلاشۍ خبرونه خپرېدل پېل شو۔ کوئټه مظلوم ښار دی هغه د خلکو نه په دوه ورځو کې داسې هېر کړی شو لکه چې هډو څه شوي نه وي خو هغه د پښتو متل دی "تود هغه ځای وي  چې اور پرې بلېږي" او هم داسې وشوه بلکې هم داسې روانه ده ۔



دا هر څه وشو خو تر ټولو غمژنه خبره دا ده چې د پاکستاني چارواکو له خوا وژل شوو (شهيدانو) ته د درناوي ورکولو لړ کې هم امتيازي سلوک وشو ۔ هر چا به انځورونه کتلي وي چې څنګه د دې خاورې تنکي ځوانان په صندوقونو کې بند کړی شول او د سورليو د ګاډو دپاسه خپلو کورونو ته ولېږل شو ۔ دا هم هغه ځوانان وو چې په مستقبل کې به يې د دې خاورې ساتنه کوله او د پوليسو په محکمه کې به يې د دې بريد نه څو ورځې وروستو خپله دنده پېل کوله کومه چې ونه شوه ۔
د مړو د دې انځوريز نندارتون يو اړخ بل دی کوم چې په شهيدانو کې د توپير کېدلو منظر نور هم په  ډاګه کوي ۔
د دې بريد وروستو د پوځي او اېف سي چارواکو له اړخه عمليات پېل شو چې پکې د شبقدر سره تعلق لرونکی يو د ښکلې څهرې ګلالی ځوان کېپټن روح الله هم خپل فرض پوره کړۀ او د دې خاوري د بچو د بچ کولو دپاره يې د سر قرباني ورکړه ۔ روح الله (شهيد) اېس اېس جي (سپېشل سروسز ګروپ) کمانډو پوځي وو په يواځې تن يوې کوټې ته ورغلو او هلته موجود ځانمرګي بريد کوونکي دپاسه يې ورټوپ کړل ۔ ځان يې سره د هغه بريد کوونکي ووژلو خو په دغه کوټه کې موجود په لسګونو کسان يې بچ کړل ۔
بيا څه کېږي؟؟ هر څوک د هغه د بهادرۍ قصيدې وايي او پکار هم ده چې ووايي ځکه چې د هغه کوم فرض وو هغه يې په داسې شان سر ته ورسول چې نړۍ به يې ياد ساتي ۔ پلار يې وايي هغه پرې وياړ کوي او پکار هم ده ځکه چې د خپلې خاورې د ساتنې کوم څوګند چې دغه ګلالي ځوان پورته کړی وو هغه يې په نره سر ته ورسوو ۔
بل اړخ ته پام وکړئ، کېپټن روح الله د سرکاري او پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارل کېږي، سلامي ورته هم ورکړی شوه کومه چې د هغه حق وو خو سوال دا دی چې ايا د شهيد کېدو دپاره کومه  پاليسي جوړه کړی شوې ده چې هغه به ارومرو پوځي وي؟؟
په ولسي کچ که څوک دا سوال نه شي راپورته کولی چې ولې د هغه ۶۱ ځوانانو سره لکه د پرديو سلوک وکړی شو نو دا څه نوې خبره نه ده؟ صوبايي حکومت ولې دغه شهيدانو ته په مړينه هم دومره سپک وکتل چې د هغوي مړي يې خپلو کورونو ته د رسولو دپاره کوم خصوصي ګاډی هم ورنه کړو ؟؟؟ دا خاوره، دا ادارې، دا حکومتونه، دا لويې لويې ودانۍ او دا لويې لويې کرسۍ د دې وطن د هر غريب او مالدار نه د ټېکس په نوم اخستل شوو پېسو د لارې چلول کېږي نو بيا ولې د يو سره يو رنګ او د بل سره بل رنګ سلوک کېږي؟؟
دا سوالونه به ځوابول وي که نن نه نو سبا، که سبا نه نو بله ورځ خو يوه ورځ به داسې راځي چې ولس به په دې هر څه پوهېږي او د ويرې دا څادر به غورځوي ځکه چې په دې وطن کې انسانان ټول برابر دي او د برابرۍ په بنياد د سلوک حق لري ۔ که داسې نه کېږي نو بيا ولس هم د هر قسمه ګام پورته کولو حق لري ۔


Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.