4/05/2013

علي خان بابا د هندي سبک درېم استاذ


علي خان بابا

دنړۍ د هر ادب دا بدقسمتي ده چې د ادب لوئې نامې يا د هغوي  د ژوند په حقله د تاريخ پاڼې اکثر چپ پاتې شوي دي ـ خو دغه خلقو د خپل فن په ذريعه ځان ژوند ے ساتلے د ے ـ لکه د نړۍ  په رنګ د پښتو ادب سره هم دا الميه ده چې د ادب لوئې نامې يا خو زمونږ نه ورکې دي او که تر مونږه رارسېدلې دي نو بس د هغوي د شعرونو تر حده ـ د اشنغر په ادبي خاوره زېږېدلے علي خان بابا هم په دغه ورکو شاعرانو کښې يو دے د چا په حقله چې پښتنو څېړنکارانو دهغه د د ديوان په بنسټ خپلې خپلې نظرئې بيان کړې دي ـ
د علي خان بابا نوم او تخلص  : د علي خان بابا سره يوه مسئله دا هم ده چې د هغه د استوګنې سره سره د هغه په نوم کښې هم اختلاف دے ـ استاذ حبيبي صېب او استاذ صديق الله رښتين ئې د خوشحال بابا کړوسے ، د افضل خان زوے او د کاظم خان شېدا ورور ګڼي ـ د کاظم خان شېدا د دغه ورور نوم حسن علي خان وو ـ
سيد تقويم الحق کاکاخېل ئې نوم احمد علي خان يادوي ـ دتقويم الحق کاکا خېل صېب سره سره عبدالکافي صېب او قاضي عبدالحليم اثر صېب ئې هم علي احمدخان ګڼي ـ خو د هغه نوم عقاب خټک صېب علي خان ثابت کړے دے ـ
                معـــما مې ده اووه ســوه د اســـــــــــم
                لا يو کم دے که دوه واره ورله لام لاړ
ددے شعر نه د علي خان د نوم حروف ابجد ۷۶۱ راځي که علي احمد وے نو بيا به ۱۶۳ مجموعه جوړېده ـ ځکه مونږ وئيلے شو چې د علي خان نوم او تخلص د هغه د شعر په بنسټ علي خان دے ـ
قوميت او سکونت :ـ د استوګنې په حقله ښاغلے حبيب الله رفيع صېب  وائي :
"علي خان د اشـــــنغر په سمسوره او ادب خېزه وادۍ کښې پېدا شوے دے ـ او د جيندي د بهاند او څپاند  سيند په غاړه د يو ښکلي کلي استوګن وو"ـ
 ( ديوان علي خان)
په دے حقله سيد تقويم الحق کاکاخېل صېب وائي :
"د علي خان اصلي نوم علي احمد خان ووـ د جيندي خوړ په غاړه په يوې وړې غندې بانډه کښې پېدا شوے او ددغې خوړ په صفا اوبو لوئې شو دے ـ جيندے د اشـــنغر په علاقه  بهېږي او د تنـــــــګي چارسدے خواؤشا واړه واړه کلي پرې اباد دي ـ د دغې وجې د علي خان ژبه او لهجه خالصه اشــــنغرۍ ده" ـ
د استوګنې په حقله خو اکثر محققين يوه خُله دي چې علي خان بابا په اشنـــــغر کښې اوسېدلو ځکه چې د هغه په شعرونو کښې د اشــــــــنغر ذکر ډېر راغلے دے ـ
مسئله ټوله د علي خان بابا په قوميت کښې ده چې محققين پکښې اختلاف لري ـ حبـــــيبي صېب او رښتــــين صېب ئې خـــټک ګڼي ـ اجمـــــــل خټک بابا هم د دوي تائيد کړے دے او هغه هم علـــي خان خټـــک ګـــڼي ـ دوي دا هم وائي چې علـــي خان د سعدالله خان د لاسه جلاوطن شوے وو ـ سعدالله خان د افضل خان خټک زوے او د کاظم خان شېدا وررو دےـ سعدالله خان د خپل پلار نه پس د اکوړي حاکم شوے وو او د خپل حکومت د مضبوطوالي دپاره ئې پخپلو وروڼو زور زياتي کول ـ چې له کبله ئې کاظم خان شېدا وطن پرېښودے وو ـ دا رنګ دوي علي خان د سعدالله خان او کاظم خان شېدا ورور او د افضل خان خټک زوے ګڼي ـ
د دوي د نظرئې مرسته او مخالفت دواړه شوي دي ـ په مرسته کښې ئې ښاغلے سرفراز خان عقاب خټک صېب هم شامل دے چا چې د علي خان په ديوان کښې څه الفاظ راوويستل او د هغې په بنسټ ئې علي خان ته خټــــــک ووايو ـ  هغه وائي :
" که يو سړے خو وسېږي په اشنـــــــغر کښې ،کوم چې د محمدزېو مرکز دے خو پخپل ديوان کښې د خــــــــټکو لهــــجه ليکي نوددے شهادت ددے بغېره بل څه نتيجه نه شي کېدله چې هغه سړے خټــــــک وو"ـ
                                                                                                                                (قنـــد مردان اکتوبر ۱۹۷۱ ـ ص -۴۲)
خو د عقاب خټک راغونډ شوي زيات تر لفظونه هغه وو کوم چې د ټولې پښــــتونخوا شريک لفظونه وو ځکه په دغه مقاله په يو وخت قلـــــندر صېب ، عبدالکافي اديب صېب ، عبدالرحيم مجذوب صېب او ښاغلي همېش خلـــــــيل صېب اعتراضات کړي دي ـ
کله چې مونږ ته د علي خان بابا د ژوند په حقله څه خارجي سندونه او قطعي دليلونه په لاس نه راځي نو بايد چې مونږ د هغه کلام ته ځير شو کومه چې د تحقيق او تنقيد د اصولو مطابق خبره هم ده ـ
علــــي خان بابا پخپل کلام کښې اشنــــــــغر ته خپل وطن وائي ـ او داسې کله هم نه شي کېدلے چې يو بنده په اصــــل کښې خو وي د يو ځائے خو بل ځائے ته خپل وطــــــــــــــــــن وائي :
                                                چې يار نه وينـــــم دلے په اشنــــــغر کښې
                                                پټووم به له وطنـــــــه پسې ســــــــــــر مـــخ
يا د جيندي ذکر هم کوي لکه چې وائي :
                                                نه پوهېـــږم زه د چا په زړه څه له غولاوه شـــم
                                                څښلې مې ساده صافې اوبه دي د جـــينــدي
لنډه داچې که مونږ د علي خان بابا داستوګنې او يا قوميت په حقله څه هم ليکو نو بايد چې د هغه د ديوان شعرونه ، لهجې ته ځير شُو کومه چې خالصه اشنـــــــغرۍ ده ـ
ښاغلے همېش خليل صېب وائي چې اشنـــــغر کښې ممن زي اباد دي کوم چې ځان ته محمدزي وائي خو په اصل کښې دا محمدزي نه بلکه ممن زي دي ـ نو مونږ په کلکه دعوے سره دا وئيلے شو چې علـــــــي خان بابا د اشنــــــــــــــغر په سيمه زېږېدلے او د جيندي په صفا اوبو لوئې شوے دے ـ او په قام ممن زے دے ـ
د علـــــــي خان بابا دور :- د علي خان بابا د استوګنې او قوميت په شان د هغه د عهد تعين هم د اختلافو ښکار دے ـ د علي خان بابا پخپل کلام کښې هم د ده د دور څه نخښې نخښانې په نظر نه راځي ـ صرف په يوه قطعه کښې ئې ۱۳ ذي الحجه ۱۱۸۰ هجري تاريخ شته او داترې ثابتېږي چې تر ۱۱۸۰ هجري پورې علي خان بابا ژوندے وو ـ اوس هم دغه قطعه څوک د علي خان بابا پېدائش ګڼي او څوک ئې ددغه قطعې د ليکلو تاريخ ـ
                                                خټـــې د عــــاشق چــــــــې لا اخښلـــــــې ملائـکو
                                                غم ئې لکه بوس هسې ورګډ کړو په خمير کښې
                                                سن د هـــــجري غـــــر وه سر د کاڼي ترې کمتر وو
                                                ورځ د ديــــارلسمه ذوالحجه وه په تحــرير کښې
ښاغلے عبدالکافي اديب صېب وائي چې د خادم محمد اکبر مرحوم د لټون مطابق د علي خان د زېږېدون کال ۱۳ ذي الحجه ۱۱۸۰ هجري دے او د ثبوت په توګه ئې هم دغه قطعه پېش کړې ده ـ
"غر" په ابجدو کښې د ۱۲۰۰ برابر دے او چې د کاڼي سر يعني "ک"  ترې کم تر شي نو ۱۱۸۰ ترې جوړېږي ـ
سيد تقويم الحق کاکا خېل صېب وائي چې دا دعلي خان د وړومبي دور غزل دے ځکه چې د هغه د آخري دور د غزلو په مقطع کښې مذهبي اشاره ضرور وه ـ تقويم الحق کاکاخېل صېب ۱۱۸۰ هجري ددے غزل د ليک تاريخ ګڼي ـ
ارواښاد قلندر مومند صېب د ۱۲۰۰ سره ۲۰ جمع کوي او ۱۲۲۰ يعني د صاحبزاده محمـــدي صېب د مرګ کال ترې جوړوي ـ خو چونکه ديارلسم هجري تاريخ د سند سره نه دے ثابت کړے شوے ، بل دا چې دا غزل د اول نه تر اخيره پورې په روماني رنګ کښې رنګ دے ځکه د مرثيې د امکان نه ډېر لرې ښکاري ـ
هر څه چې دي هر محقق پرې د خپل علم او تحقيق په بنسټ خپل نظر وړاندې کړے دے ـ مونږ د ټولو قدر کوو کوو خو د علي خان بابا د دور په حقله دومره وئېلے شو چې علي خان بابا تر ۱۱۸۰ هجري ژوندے وو ـ
علـــــــــي خان بابا د خپل دور د پښتو رومانوي او رنګين شاعر په حېث خپل ځان او خپل زور پخپل ديوان کښې ښودلے دے او د حميد بابا او کاظم خان شېدا نه پس د پښتو ادب د هندي سبک درېم استاذ دے ـ 

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

2 comments:

  1. pa Ali khan baba mo dir khkuli likal kari, Allah mo pa elm ki nora hoom izafa woka. Allah mo pa qalum ki nor hoom taqat wachawa.

    ReplyDelete
  2. د علي خان بابا د قومیت مسئله اوس هواره شوې ده چې هغه د هشتنغر محمد زے و. چې کله د اورکزي دېوان د هغه نمسو مکمل چاپ کړو نو هغه کښې یو غزل د علي خان بابا د غزل په طرح لیکلے و چې ورته علي خان محمدزے وییلي شوي و نو ومنله شوه چې محمد زے و.

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.