هغه سړے هغسې هسې په ما ښه لګي
سړے په خبره پوهېږي چې سړے وي نو د سړو سره په محفلونو کښې کښېني او د سړو خبرې کوي ـ او دا خبره سمه ده او که څوک يې مني او کنه خو دا به مني چې هر څوک سړي نه پېژني دا هم یو هنر دے چې د هر چا سره نه وي د ډېرو کمو خلکو په نصیب وي ـ خو چې چا سره هم وي نو هغه خوش نصیبه دے ـ که څوک ډېر کوشش هم وکړي خو ځان د خپل فطرت خلاف کله هم نه شي جوړولے ـ چې څوک څنګه دي هم هغه به وي او ټول عمر به وي ـ
خبره دغه نه وه خو دا پکښې ضمني راغله ـ خبره د هغه سړي وه چې څوک د سړي په معني پوهه وو او د سړو سره په خبرو هم پوهېدو ـ سړي يې هم پېژندل او د سړو سره يې ناسته پاسته هم وه په سړو خفه کېدو هم ځکه چې پخپله یو سړے وو او د سړو په مزاج پوهه وو چې سړي څه وايي او څه نه ..............؟؟
۳ اپرېل د هغه سړي د مړينې ورځ ده ـ په ۳ اپرېل د سخاکوټ خاوره د هغه سړي نه د ټول عمر دپاره پاتې شوه خودا صرف عارضي ورکېدل وو که په رښتیا ورک وې نو نن به ولې خلکو یادولو...؟؟
یادول هم په ډېرو طریقو وي څوک يې هغه رنګ یادوي څه چې يې په وس کښې وي ـ خو ولې دا هم به منو چې په یواځې سر ډېر کارونه کول ګران وي ـ هم په دغه ورځ ما ته د دغه سړي دا شعر رایاد شو چې :
په سړي خو بـــــــــه خوږېږي چې سړے وي
په سړي کښې خو څو نخښې د انسان دي
او هم دغه سړي بیا داسې سړي هم پېدا کړل چې د سړي په معنی يې پوهه کړل خو بیا هم استاذ استاذ وي او شاګرد شاګرد ـ شاګرد د استاذ نه هغه ټول څه نه شي زده کولے کوم چې استاذ ته ورځي او که داسې وايي نو دا به صرف پېښې کوي ـ
نن خفه هم یم خو خوشحاله هم یم ـ خفه په دې چې کومه اراده مې کړې وه هغه مې د څه مجبورو له وجې پوره نه کړه او خوشحاله په دې چې د یوې فېصلې کول راته ډېر ګټه ور معلوم شو او دغه فېصله کول هم د هغه سړي په اړه وو څوک چې سړے وو ـ
هغه سړي چې څه کړي دي هغه به هرڅوک مني خو خفګان دلته په دې راځي چې ولې مونږ د مړو ډېر قدر کوو او د ژوندو د مړو کولو یا په کاڼو د ويشتلو د خپل وس نه زیات کوششونه کوو او چې کله مړ شي نو بیا مو استاذ هم شي فلسفي هم شي او يو لوے سکالر ،محقق او ادیب هم شي خو هغه سړے په جار وايي چې :
زما یاران دې پښتو وايي او پښتو دې منــــــــــي
ما ته دې خېر دے نوموړے ادیب نه وايي څوک
هغه وئيل ما ته دې نه وايي خو کوم خلک چې کار کوي هغه خلک هم مني او ورته نوموړے هم وايي او که څوک يې نه مني نو بیا ورته ګناه نشته ځکه چې دوي نه دي خبر ـ او چې خبر شي نو خپله به يې اومني ـ
د هغه صاحب الرائے سړي نن شپږ کاله وشو خو نه یم خبر چې په قبر به يې چا حاضري کړې وي او کنه ــ د پېښور په ښار کښې او داسې په نورو ښارونو کښې خو پرې لوے لوے غونډې وشوې خو نه یم خبر چې پخپل سخاکوټ کښې به چا یاد کړے وي اوکنه ...؟ ما ته خو داسې ښکاري چې هغه خلک يې د یادولو خوګه هم نه ګڼي خو بیا هم به يې یاد ساتو ـ
خداے دې وکړي چې دا غونډې او دا ارادې د پښتو ، پښتونولۍ او د سترو ادیبانو د یادونې یوه ذریعه جوړه شي او د هغه سړي د کار او زیار په اړه د خلکو ذهنونه او سوچونه په دې مجبوره کړي چې او د سخاکوټ صاحب شاه صابر هم د پښتو ژبې یو استاذ وو .......
ستـا هغه یو ایمان یوه ژبه یوه خبره
صابره تا ته به په دې دور کښې ښه وايي څوک
په مینه
0 comments:
Post a Comment