4/30/2013

اخیري مه شه د یارانو محفلونه


۳۰ اپرېل ۲۰۱۳

اخیري مه شه د یارانو محفلونه

ژوند هم یوه عجیبه فلسفه ده کله خلک دومره یو ځائے ته راولي چې دغه سوچ چې یو ځل به جدايي هم راځي د بنده نه ډېر لرېباسي خو چې کله هغه د جدايۍ ترخې لمحې راشي نو یو ځل بیا وخت د بنده امتحان واخلي او دغه امتحان کښې بریالے کېدل ډېر ګران دي خو د ژوند په فېصله کښې خبرې نه کېږي چې څه هم راځي منل يې مجبوري شي ـ نن د اپرېل دېرشمه نېټه هم ډېر عجیبه کېفیات لري چې کله مې د پښتو څانګې ملګرو ته خپله ډايري وړاندې کړه او ورته مې ووئيل چې خپل د زړۀ څو خبرې راته وليکي نو په وړومبي ځل راته د جدايۍ احساس وشو چې او نن به مونږ جدا کېږو او بیا خدائې خبر چې کله به رایوځائے کېږو ځکه چې د ژوند هلې ځلې مو بیا ګرانه ده چې یو ځائے کېدو ته پرېږدي خو دغه یوه ټپه مې زړۀ ته بیا بیا راغله او هم په دغه ټپه مې خپل زخمي زړه ته د ټکور ورکولو ناکامه هڅه وکړه ـ خو دغې ټپې مې د زړۀ درد نور هم سېوا کړو ـ

جدايي راغله لارې دوه شوې
مرګ مې قبول دے جدايي نه قبلوومه

د لوئې څښتن نه هم دغه دعا مې په ژبه ده چې خدائې دې یاران کله هم نه ورکوي ـ

Unknown

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.