4/21/2015

خط ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ شلم اپرېل دوه زره پينځلسم

ګرانه سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړه
هيله منده يم چې روغ جوړ به ئې او د ښار په رنګينو کښې به زما د يادونو سلسله څه لږه ډېره کمه شوې وي

زۀ پوهه يم چې تۀ به زما نه خفه ئې چې ولې مې څو مياشتې ستا پوښتنه ونه کړه او نه مې درته دا ووئيل چې ولې دې پوښتنه نه کووم خو د زړۀ سره د کور حالاتو او مجبورو داسې په مخه اخستې يمه چې يو دوۀ ئې رانه خطا کړي دي، نه پوهېږم چې څه وکړم، د ژوند نه ډېره تنګه شوې يم ۔ نه مې د زړۀ ارمانونه پوره شو او نه راله مرګ راځي چې بس قيصه ختمه شي ۔
پرون راته د ګل ورينې ترور لُور خبره کوله چې ستا شاعري ئې چرته اورېدله وه او ډېر فرياد وو پکښې، زۀ پوهه شوم او مجبوره شوم چې خط درته وليکم ځکه چې زۀ کله هم ستا نه د څو لمحو لپاره جدا شوې يم نو ستا د شاعرۍ رنګ بيخي بدل شي ۔ خو ما په تېرو خطونو کښې هم تا ته وئيلي وو چې اوس د ژوند حقيقي رنګونو کښې ځان د رنګولو هڅې شروع کړه ځکه چې اوس ستا ژوند هم بدلون اړخ ته روان دے او زما هم ۔ بابا او مور جانه اوس نه غواړي چې زۀ په کور پاتې شم ځکه چې د پلار په اوږو زۀ اوس يو بوجهـ او بوجهـ خلک زر تر زره د اوږو څخه د لرې کولو کوششونه کوي ۔
زما ګرانه لاليه ! د ژوند خواږه تراخه تا زما نه ډېر ليدلي دي ، مسافري دې کړې ده، د ښار اولنے ژوند دې هم له ما هېر نه دے خو ولې اوس شکر دے ژوند دې ډېر ښه شوے دے او زۀ درباندې ډېره خوشحاله يم ، خدائے دې کله هم مخه مه بندوه بلکې زۀ به درته دا ټپه ووايمه چې :
که به زما په دعا کېږي
رب دې باچا کړه چې سلام له دې درځمه
خو خېر زۀ خو دې سلام نه شم کولے ولې ژوند دے هيڅ پته ئې نه لګي چرته نه چرته به د ژوند کړۍ مو سمون وخوري او ستا د خورو لاسونو ارمان به مې هم ۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
د زړۀ سره ! قيصې رانه نه کېږي ځکه چې اوس د خط ليکلو وخت که وي هم نو د کور والا او د هغه بل کور والا  زړونه راته هر وخت ډک وي او په پښتنه ټولنه کښي خو مينه کول داسې دي لکه خپل ځان ته پخپله کافر وئيل ۔ خېر د خفګان خبرې درته نه کووم ځکه چې ټول عمر مو په خفګانونو او ارمانونو کښې تېر شو ۔
ها رښتيا ښه ده چې راياد شو د خط ليکلو لوئے مقصد دا وو چې ستا ارمان مې پوره کړو ۔ ستا لوئے ارمان وو کنه چې زۀ خپل سبق پوره کړم او په خپلو پښو ودرېږم، په خپلو پښو خو ونه درېدم خو ولې ستا ارمان مې نيم پوره کړو او نيم به ټول عمر نيمګړے وي ځکه چې راتلونکے ژوند ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ګرانه ! تياره ده او دا ليک کووم بس نور رانه نه کېږي ۔ ستا هغه تصوير مې اوس هم کلک په سينه پورې نيولے دے او ورسره ټوله شپه خبرې کووم ۔ تا خو به زما هغه سوزولے نه وي کنه ؟ زما يقين دے چې نه خو د ژمي شپې به بيا دواړه په ويښه تېروو نو ۔ اوس د ځان خيال ساته ۔ شپې لنډي شوې دي خپل خوب پوره کوه او بهر هم ډېر مه ګرځه څوک دې راله د نظره نه کړي ۔
د ځان ډېر خيال ساته او زړۀ ډاډه ساته ۔۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ستا د ځواب په انتظار
صرف ستا ليلا ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.