5/27/2015

د شلم اپرېل د خط ځواب

زما د هر يو سوال جوابه
له تا نه هېر يمه دنيا مې يادوينه
ګرانې! سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه
هيله لرم چې د ژوند ورځې شپې به دې د نوي ژوند د ارمانونو او ښکلاګانو ډکې تېرېږي
ستا خط په شلم اپرېل راغلے وو خو نۀ پوهېږم چې ولې مې په ځواب کښې د دومره لم لېټ نه کار واخستو ۔ يو خوا که راسره لفظونه ختم شوي وو نو بل خوا مې د ګيلو ډک زړۀ خپل ځان ته تا له د جواب درکولو نه مخکښې تشوو ځکه چې زۀ نه غواړم چې خپلې ګيلې اوس يو داسې احساس ته وکړم کوم چې زما دے او زما نه دے هم ۔
ګرانې! خوشحاله شوم چې سبق دې پوره کړو او په دې مۀ خفه کېږه چې د کور خلک دې د خپلې خوښې کار ته نه پرېږدي ځکه چې مونږ د بدقسمتۍ نه په يوه داسې ټولنه کښې خدائے پېدا کړي يو چې مشران د هرې غلطې خبرې لپاره د پښتو د نوم جواز وړاندې کوي او وائي چې دا زما د پښتو او شان خلاف خبره ده ۔ تۀ زړۀ مه خفه کوه او خپل کوشش روان ساته ۔ زۀ هم ستا لپاره د داسې څه کار کوشش کووم چې بابا هم رضا شي او ستا ارمان هم پوره شي ۔
ګرانې! ژوند ډېر ګران شوے دے يوه لحظه هم مې په سکون نشته نه پوهېږم ولې ۔ هغه ورځ پوهنتون ته لاړم او خپل ټول سندونه مې راواخستل واپس پردي ښار ته راغلم ۔ سبقونه راله خوند نه راکوي ۔ ته خو خبر ئې کنه چې ما څه کول نو ستا په ډاډ مې کول اوس ستا هغه ډاډ هم هغه شان نه دے لکه څنګه چې زما زړۀ ستا نه طمع او هيله ساتي ۔ خفه کېږه مه خو زړۀ راته کله کله وائي چې ستا هم زما نه زړۀ موړ شوے دے ۔ د ژوند کرښه خو نورو خلکو جدا کړه خو ښکاري چې د زړۀ کرښې رانه تا جدا کړې دي او نه غواړې چې نور زما د زړۀ په پرهرونو ټکورونه ولګوې ۔
زۀ اوس هم ستا د هرې هغې لحظې سره ژوند تيرووم کومه چې ما ستا په څنګ کښې تېره کړې ده نه پوهېږم چې تۀ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
خېړ دا خبرې پرېږده ، ژوند روان دے دا لويه خبره ده خو زما د زړۀ په هر پرهر کښې هر وخت چغې وي او صرف يو نوم اخلي ۔ ۔ ته ښه خبر ئې چې د چا نوم دے خو ولې په جار ئې د اخستو توان نه لري ځکه چې يو خوا پښتو او بل خوا د خلکو پېغورونه ۔ يو خوا راته د رشتو په نوم په پښتو کښې بېړۍ اچولے شوي او بل خوا د مينې هر ټکے راته په زړۀ دننه پېغور راکوي ۔ داسې يو پېغور چې نه مې خوب ته پرېږدي او نه کار ته ۔ ۔ ۔ نه پوهېږم چې کوم اړخ ته وتښتم ۔ ۔ تا ته مې وئيلي وو کنه چې لرې ځم د دې هر څه نه خو تا اجازت رانکړو او وئيل دې چې هر څه به ټيک شي نو کوم دے چې ټيک کېږي ۔ ۔ هره ورځ چې تياره خوره شي نو په هره لحظه راته مرګ راځي بيا ژوندے شم او دغه عمل ټوله شپه روان وي ۔ ۔  مخکښې ښه وه کله کله به د شپې په خاموشۍ کښې ستا آواز وو خو اوس هغه هم داسې ښکاري چې زما نه مرور شوے دے ۔ نه مې خوا له راځي او نه مې خبره اوري ۔ ۔ ۔
بس دے نورې خبرې نه ليکم خو که کېدے شي نو د دې خط جواب چې کله هم رالېږې نو د لاس يوه بله نخښه دې راولېږه چې زړۀ ته مې سکون راشي او ستا مينه پرې ماته کړم ۔ ۔
د خپل ځان خيال ساته ۔ ۔ ۔ او ملالې ته مې هم ډېره مينه وايه هغه مې هم ډېره يادېږي ۔ ۔ او ها رښتيا ملالۍ ته وايه چې ګورې سبق نيمګړے پرېنږدي که څه هم وي نو ما ته دې وائي ۔ ۔
ستا لپاره ژوندے او لا هغه شان ستا په انتظار ۔ ۔ ۔
ستا ورک لالے ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

1 comments:

  1. ډیر ښکلی، ژوند ژوند، په قلم دې برکت شه، د نورو ډیرو په انتظار

    ReplyDelete

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.