3/28/2018

په موده پس چې مې په خيال کښې راغلې



ګرانې سلامونه!
هيله مند يم چې روغه جوړه به يې او د ژوند د نوو رنګونو، ښکلاګانو ترڅنګ به د بدلون سره څه نه څه اموخته شوې يې۔ د اګست ۲۰۱۶م نه وروستو نه ستا خط راغلو او نه زما د زړۀ دومره توان وو چې دوه ټکي مې ليکلې وې خو نن مجبوره شوم او د زړۀ له درده مې نور صبر ته ملا ماته وه نو ځکه يو څو خبرې درته ليکم خو چې خاطر پرې دروند نه کړې۔

ګرانې! زۀ نن د دې خبرې اقرار کووم چې زۀ يو بزدله او ويرېدونکے انسان يم ځکه چې ما ستا د خپلولو لپاره هغه ګام پورته نه کړو کوم چې پکار وو۔ خو د دې هر څه په شا يواځې زما بزدلي او بې وسي نه وه بلکې ستا هغه ځواب هم وو چې ما د سوال په شکل کښې ستا نه کړے وو۔ تا ويل چې نه دا ضروري نه ده چې مونږ د ژوند په هره لار يو ځاے پاتې شو ځکه چې مونږ مجبورۍ لرو، کور لرو، مور پلار لرو، خوېندې وروڼه لرو او په تېره تېره په يوه پښتنه معاشره کښې ژوند کوو، کوم چې کله هم د خپلو رواياتو له زنځيرونو زمونږ پښې نه خلاصوي۔ دا هغه روايات دي چې ما او تا يې وينو خو دنيا ته او د دې دنيا خلکو ته په نظر نه راځي۔ ګرانې! هم هغې فېصلې زۀ ستا نه او ته زما نه لرې کړې۔
ستا هغه خبره مې هم لا هېره نه ده چې تا يوه ورځ ما ته هم زما د نظم څه برخه راولېږله چې پکښې د مئينتوب د سلسلې د پرېکولو خبره شوې وه۔ له ما هېر وو او ما درنه پوښتنه وکړه چې دا شعرونه خو زما ښکاري۔ تا ويل هو دا ستا دي او دا حقيقت وګڼه۔ ما څه خُله څه ونه ويل خو له زړۀ مې يو الله خبر وو چې څه پرې تېرېدل او لا هم پرې تېرېږي۔ زما د شپې او ورځې سکون له هغې ورځې ورک دے چې ستا له لوري دوه ټکي سلام هم بند شوے دے۔ ما خو کله هم داسې نه غوښتل چې دا د مئينتوب قصه به په داسې جوړ سر ته رسېږي۔ اوس چې لګيا يم تا ته دا ټکي ليکم نو هم د زړۀ هر پرهر مې چغې وهي، په چغو چغو ستا نامه اخلي، دنيا ويده ده او زۀ ويښ يم، ستا له يادونو، تصويرونو او تېرو وختونو په تصوراتي دنيا کښې ناست يم۔ ته هم زما خوا ته ناسته زما په وېښتو کښې ګوتې وهې او ما ته ګورې خو خاموشه يې۔ نه پوهېږم ولې خو زۀ بيا بيا دا پوښتنه کووم چې تا د ژوند لارې ولې جدا کړې؟ ته څه وايې نه خو په سترګو کښې دې رڼې رڼې اوښکې ځي او راځي۔ نه تويېږي او نه دې سترګې اوښکې وچوي۔ زۀ پوهېږم چې په ځان ظلم کوې او زۀ درته بيا وايم راځه چې په چغو چغو وژاړو چې دنيا زمونږ په زړۀ دننه د غمونو د دې دروند پېټي نه خبر شي خو ته راله ژر په خُله لاس کېږدې چې نۀ، نۀ ، نۀ غږ به نه کوو۔ دا ژوند او د دې ژوند درانه غمونه چې مونږ تر دې دمه وړي دي، وړاندې به يې هم په خپلو اوږو پرېږدو او ګورو چې زمونږ حوصلې څومره لوړې دي۔
ګرانې! دا درنې اوښکې په سترګو کښې ايسارول اسان کار نه دے۔ نه يې ته ايسارولے شې او نه زۀ نو دا به څه کېږي؟
زۀ خو د ژوند له ډېرو کړاوونو راتېر شوم، لا هم تېرېږم او پته نشته نور به څومره د دې سره مخ کېږم خو د کومو کړاوونو او مسئلو سره چې ته مخ يې دا نه شم ليدلے۔ بس کړه دا پښتو، روايات او رواجونه شا ته وغورځوه۔ زۀ به هم د ځان نه لږ باغي جوړ کړم، خلک به ډېر څه وايي خو اخر به په ويلو ستړي شي او مونږ به خپل ژوند ته پرېږدي۔ که داسې نه وي نو د ژوند هره لحظه بې له تا به راته د قيامت نه کمه نه وي۔
نيمه شپه ده زما له ګوتو نور ليکل نه کېږي۔ بل خط به هم ډېر ژر درواستووم چې کله مې د زړۀ درد لږ قلار شي، اوس بيخي ما نه پرېږدي او له اوښکو ډکې سترګې هم په دې انتظار دي چې دا ليکل بس کړم او هغوي له دغه قېده خلاص کړم۔ ستا د ځواب به انتظار کووم۔
ستا لپاره ستا په نوم ژوندے۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.