9/30/2018

افسانه ۔ ۔ ۔ ۔ بې رخي


هغه دواړه خبر نه وو چې د يو څو ورځو ناسته به دومره اوږده، خوږه اور رنګينه شي چې بيا به له يو بله بغېر ساه اخستل هم ګران شي۔ دا هر څه څنګه وشو؟ ولې وشو؟ کله وشو؟ دواړه بې خبره وو خو په دې دواړه پوهېدل چې ژوند يې ښکلے شوے وو۔ په ژوند کښې يې د سکون هوا رالوتې وه او د مينې ډک ژوند د دواړو په ساه ګانو کښې داسې خور شوے وو چې دنيا ورته پسخېده۔ دواړه چې به د ملګرو په مېنځ کښې ناست وو نو په خواوشا کښې به اکثر د هغوي د يو ځاے ژوند قيصې کېدلې۔ ډېر به د هغوي د مينې، خلوص،نزدېکت، مستۍ او د يو بل په هره خبره پوهېدلو ته ګوته په خُله پاتې وو۔ تر دې چې ځينې نزدې ملګرو خو ترې حسد شروع کړے وو۔ ډېرو د هغوي دواړو د بېلولو سازشونه هم جوړ کړل خو جبران او شمايله د يو بل په ژوند کښې دومره ننوتي وو چې د هېڅ يو سازش، د هېڅ يو چا د خبرو، د پشي شا مجلس او د حسد پرواه يې نه کوله۔
            جبران چې کله د کلي نه ښار ته راتلو نو ورسره په جېب کښې صرف د ګاډي کرايه وه خو د څو کاله سختو نه پس يې ځان د دې جوګه کړو چې يو وړوکے فلېټ په کرايه ونيسي او يو وړوکے ګاډے يې هم اخستے وو۔ د سختو نه راتېر جبران په ډېرو قيصو پوهه وو خو د مينې د قيصو ناخبره ژوند يې کوو۔ هر وخت به يې دا سوچ د زړه نه چاپېره ګرځېدو چې داسې څوک هم وې چې د ده وې۔ يواځې د ده وې او د دوي ترمنځ هېڅ يو دېوال يا پرده نه وې۔ هغه به اکثر د ورزش لپاره د خپل کور سره نزدې پارک ته تللو او هلته به يې خلک ليدل چې جوړه جوړه ناست وو۔ جبران که به ډېر د زړه پوهولو کوشش کولو خو د زړه دننه يو ګوټ نه به ورته اکثر دا اواز او خواهش نعرې وهلې چې ته يواځې يې۔ ستا هېڅ څوک نشته۔ نه دې کور شته، نه د کور خلک۔ ته خو ژوند نه کوې، بس ساعت تيري ته دې ژوند بخښلے۔ که څه هم کار روزګار کوې خو په شپه ورځ پوهه نه شوې۔ د شپې ناوخته کور ته راځې، سحر بيا وختي پاڅې، نشو تماشو ته دې زړه نه کېږي۔ داسې ښکاري چې لکه د مړي دې د ژوند نيمه برخه تېره کړه او پاتې برخه به هم لکه د مړي تېروې۔ هغه به چې ويده کېدو نو اکثر به يې د سحر بانګونه ويل، او چې رڼا به خوره شوه نو په ده به خوب راغلو۔ ټوله ټوله شپه به يې د کتاب سره تېروله ځکه چې د مزدورۍ او کار روزګار سره سره ورته خپل سبق هم پوره کول وو۔ د کور ذمه وارۍ که څه هم ده نه منلې خو بيا هم د کورنۍ غړو ترې ډېر اميدونه لرل۔ هغۀ به د دې پرواه نه کوله چې څوک ترې څه اميد ساتي، يا په شا يې څوک څه خبرې کوي، ځکه چې هغه په ژوند کښې څه کول غوښتل۔ خو د څو ورځو دې د يواځيوالي سوچونو هغه نه په شپه پوهولو نه په ورځ او بيا يوه ورځ هغه د شمايلې سره ليده کاته وکړه۔
            شمايله هم د سبق پوره کولو وروستو د روزګار لپاره دې ښار ته راغلې وه۔ د صلاحيتونو يوه مجموعه، په ښايست لکه حوره، په خبرو کښې مړنۍ، د مستۍ، رنګينۍ او پوهې يوه داسې نمونه چې د دنيا هر يو سړي هغه خپلول غوښتل۔ خو د شمايلې په زړه کښې څه وو په دې بې له جبرانه لکه چې هېڅوک نه پوهېدل۔ شمايله د مستۍ ډک وختونه د خپلو ملګرو سره تېرول، کار روزګار يې هم روان وو خو لا په زړه روغه وه نو هر وخت به يې خُله د خندا ډکه وه۔ په ښار کښې د ژوند عادتونه يې هم خپل کړي وو۔ د هغه قېدونو او بندونو يې ځان لکه د مرغۍ ازاد کړے وو چې پکښې د کلي زنانه ژوند کوي۔ هغه د نارينوو سره نارينه او د زنانوو سره زنانه وه۔ خداے ورله ملګري هم داسې ورکړي وو چې نه يواځې د هغې په سوچ برابر وو بلکې د ښاري ژوند په ټولو کړو وړو پوهه وو۔
            قسمت دواړه په يوه غونډه کښې يو بل ته مخامخ ودرول۔ قيصه له هغه ځايه شروع شوه چې کله شمايله د خپلې کمپنۍ په نمائندګۍ په دغه پروګرام کښې موجود وه او جبران د دې پروګرام کوربه وو۔ د شمايلې له خوا نمائندګي په داسې ډول وشوه چې د هغې د خبرو ختمېدو سره سم په هال کښې ناست ټول خلک پاڅېدل او ورته يې پړقې ووهلې۔ جبران د يو کوربه په حېث د شمايلې مننه وکړه خو په ټول پروګرام کښې دې دواړو يو بل ته غلي غلي کتل۔ جبران يو خوش شکله، تکړه او له رنګه غنم رنګه ځوان چې هر څوک به ورسره يو ځل ملاو شو نو بيا به يې په صفتونو نه ستړې کېدل۔ شمايلې له دې وړاندې د خپلې کمپنۍ د ډېرو جينکو نه د جبران صفتونه اورېدلي وو او هم دغه وجه وه چې دا ځل يې په پروګرام کښې په خپله د ګډون کولو فېصله کړې وه۔ جبران له دې خبر نه وو چې شمايله يواځې د ده د ليدلو او کتلو لپاره دغه غونډې ته راغلې وه۔ د پروګرام ختمېدو وروستو دواړو د چايو په مېز کاروباري بحث وکړو خو په زړه کښې د دواړو څرک شوے وو۔
            په تلو تلو کښې شمايلې د جبران نه د مخه ښه اخستو په وخت خپل کارډ ورکړو کوم چې جبران په مينه او مُسکا د مننې سره واخستو۔ د شمايلې په زړه کښې دا خبره پټه پټه پرته وه چې د کارډ ورکولو وروستو به ورسره جبران ضرور رابطه کوي ځکه چې په دغه کارډ هغې د کمپنۍ د موبائل نمبر سره سره خپل ذاتي نمبر هم ليکلے وو۔ جبران په لومړۍ شپه اراده وکړه چې ورته د مننې او ستاينې لپاره يو پېغام واستوي خو زړه يې ونه کړو۔ داسې هره شپه هغه په دې سوچ تېره کړه او پکښې له مياشتې زياته موده تېره شوه۔شمايلې به هلته تر نيمې شپې انتظار کولو چې په پېغام کښې به سلام کله راځي خو جبران زړه ونه کړو۔
            داسې موده تېره شوه چې په يوه بله غونډه کښې دواړه يو ځاے شو او يو وارې بيا د بڼو لاندې د سترګو جنګ په ټوله ناسته کښې روان وو۔ په دغه شپه جبران فېصله وکړه چې ضرور به اوس ورته پېغام استوي او چې شپه پخه شوه نو د سلام پيغام يې واستوو۔ دغه د سلام نه شروع شوې د پېغام سلسله روانه وه او څو مياشتې تېرېدو سره سم د دواړو ملګرتيا په مينه کښې بدله شوه۔ دواړه په يو بل داسې مئين شو چې بيا به سحر،غرمه او ماښام د دنيا له خلکو لرې يو ځاے ناست وو۔ د دواړو سکون د يو بل پورې تړل شوے وو۔ تر دې چې په جبران د روزګار د نيشتوالي سخته راغله خو شمايله ورته ډاډ او حوصله ورکړه۔ بيا جبران هم په روزګار شو او د ژوند پايه يو وارې بيا له مستۍ ډکه، رنګينه او خوږه روانه شوه۔
            جبران کله دا سوچ نه وو کړے چې د مينې او مستۍ دا ډک ژوند به  تريخ ګوزار هم لري، ځکه خو يې د ژوند هر پړاو، هره سخته، هره قيصه د شمايله تر غوږو رسولې وه۔ د ژوند ټولې تېرې سختې يې ټکي په ټکي هغې ته بيان کړې وې چې څو څو وارې يې شمايله ژړولې هم وه خو بيا به دواړو يو بل ته حوصله ورکړه۔ ژوند ډېر په خوږ انداز کښې روان وو، دواړه په خپلو کارونو کښې د ورځې مشغوله او ماښام د ديدن په دنيا کښې ډوب اوسېدل۔ تر نيمو نيمو شپو به يې چکرې وهلې او د شپې ناوخته به يې يو بل ته د مينې په ډک نظر او کلکې غاړې سره په مخه ښه وويل۔ د شمايله عادت جوړ شوے وو چې جبران سره به يې په ټيليفون خبرې نه وې کړې تر هغې به خوب نه ورتلو، او جبران به هم هره شپه د هغې د ټيليفون انتظار کولو۔
            وختونه تېرېدل او د دواړو خواو مينه لا زياتېدله خو يوه ورځ د دوي ترمنځه په ډېره وړه خبره دومره لوے جنګ وشو چې څو شپې نه د پېغام سلسله شروع شوه او نه د ټيليفون اواز راغلو۔ داسې نه چې ګنې دوي غوښتل نه چې خبرې وکړي خو دواړه د انا په قېد کښې داسې بنديوان وو چې که د کمپنۍ پېغام به هم په موبايل راغلو نو دواړو به په دې نيت راوچت کړو چې ګنې د بلې خوا به پېغام راغلے وي۔ په دې يې ملګري هم خبر شو او د هغوي په کوشش دواړو د يو بل خطاګانې معاف کړې۔ خو اوس په ژوند کښې هغه رنګ خوند، مستي او رنګيني کمه شوې وه۔ دواړه به اکثر که يو ځاے هم وو نو چپ چپ به وو۔ د زړه خبرې شريکول بند شوي وو او اکثر به د شمايله له خوا ځواب په او يا نا کښې راتلو۔
            جبران په دې حالاتو کښې هم خوشحاله وو ځکه چې د هغه د سکون ټول دارومدار د شمايلې په خندا، ديدن او ملګرتيا وو، هم دغه وجه وه چې څو څو وارې يې ټوله ټوله شپه ژړلي وو خو په يو پېغام به تر هغې رسېدلے وو۔ شمايلې به هم په زړه بلها بوجهـ ګرځوو چې له وجې يې د خندا ډکه څهره مړاوې شوې وه۔حالات په دې ځاے پاتې نه شو د شمايلې د بې رخۍ انداز لا زياتېدو۔ جبران به ټوله ټوله شپه د هغې انتظار کولو، خو تر سحره به يې هېڅ څه ځواب نه راتلو۔ دې انداز او بې رخۍ هغه له کار روزګاره هم وويستو او په دفتر کښې د دې سوچونو له کبله ورته دوه ځله د مشر له خوا د نوکرۍ نه د ويستلو دهړکه ورکړې شوه۔ اخر هغه له دفتره استعفا ورکړه او په کور کښېناستو۔ شمايله له دې هر څه ناخبره وه ځکه چې هغې اوس پرواه نه کوله چې جبران په کوم حال دے، چرته دے او څه کوي؟ جبران له دې غمه د خوب ګولۍ هم شروع کړې خو بيا هم خوب څو څو شپې د ده مخه نه کوله۔ دوه وارې يې د خوب د ګولو پوره پلته په دې نيت وخوړله چې يا خو به خوب ورشي او يا به په ابدي خوب ويده شي خو په هغه هېڅ نه کېدل۔ د دنيا هره نشه يې هم وکړه، د هغه ملګرو خوا له يې هم ځان ورسوو چې ده ترې نفرت کولو ځکه چې هغوي به ټوله ټوله شپه نشې او تماشې کولې۔ جبران په نشو راواوړېد، سګريټ خو به يې داسې څکل لکه چې رېل ګاډے روان وي او يوه مياشت پس هغه د پېژندګلو نه وتلے وو۔د دې هر څه باوجود شمايلې خپله بې رخي پرې نښوده او د جبران په زړه به هره لمحه دا بې رخي لکه د ټوپک ګولۍ لګېده۔ هغه هره لمحه د هغې په څنګ کښې تېرول غوښتل خو د خوددارۍ له کبله يې هر څه په خپل زړه تېرول۔
            دواړه په يوه لويه موده پس سره مخامخ شو او د جبران په ګاډي کښې د څه کار په غرض روان شو۔ په ګاډي کښې د جبران عادت دا وو چې اکثر به يې په مينه د شمايله لاس ونيوو او تر سينې به يې راوړو، بيا به يې په دواړو شونډو ښکل کړو او هم داسې به شمايلې د جبران لاس په مينه ښکلوو۔ خو په دې لويه موده کښې هغوي د يو بل شکل نه وو ليدلے نو ځکه جبران زړه نه شو کولے چې په ګاډي کښې ورسره ناستې شمايله په وجود پورې خپل لاس ورسوي۔ اخر يې زړه وکړو او د شمايله تر لاس يې خپل لاس ورسوو خو هغه وخت يې په زړه او ذهن اسماني تندر راپرېوت چې شمايلې ترې خپل لاس اخوا کړو او د بې رخۍ په انداز يې په اشارو کښې هغه ته د لرې اوسېدلو وويل۔ جبران کله دا سوچ هم نه وو کړے چې د مينې او مستۍ ډکه شمايله به هغه داسې په نيمه لار کښې پرېږدي۔ لار اوږده نه وه خو جبران ته هر سيکنډ لکه د کال جوړ شو۔ دواړه خپل خپل کور ته لاړل، جبران ټوله شپه د هغې په دغه ادا سوچ کولو او بيا يې هم د دې هر څه باوجود په زړه کښې د نفرت هوا ته لار نه ورکوله۔ ټوله شپه يې د خپل تېر ژوند، خوږو لمحو، مستو لحظو سوچونه کول او اخر چې د سحر رڼا لګېدله نو جبران له دغه ښاره خپله کډه وتړله او په يوه داسې لار روان شو چې منزل يې هغه ته هم معلوم نه وو۔

Imran Ashna

زۀ، د پېشې په لحاظ خبريال يم، د پښتو ژبې، ادب او تاريخ زدۀ کوونکے يم او غواړم چې د پښتو ژبې خدمت وکړم ۔ د دې ليک سره په منطقي ډول اتفاق يا اختلاف ته سترګې په لار به يم ۔

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 عمرانيات.